برما کې جګړې او د امریکا، برتانیا، کاناډا او استرالیا اندېښنې

امریکا، برتانیا، کاناډا او استرالیا په برما کې د جګړې په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړې

امریکا، برتانیا، کاناډا او استرالیا په برما کې د جګړې په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړې

په دې ورستیو اونیو کې د برما د راکین په ایالت کې د پوځ او د یو نژادي وسله والې ډلې ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي چې زرګونه ملکیانو ته یې خطر پېښ کړی دی.

د برما پوځ د اراکان ډلې له سرتېرو سره د راکین او چن په ایالتونو کې جګړې کوي. دغې ډلې چې د مرکزي حکومت په ضد ځینې شکایتونه کړي، د تېرکال له جنورۍ راهېسې یې په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راوستی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو، استرالیا، برتانیا او کاناډا هیوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې ټېنګار شوی دی چې"باید بشري سازمانونو ته اجازه ورکړل شي چې په مناسب وخت کې سیمې ته مرستې ورسوي، په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې خلک د کروناویروس او موسمي بارانونو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي."

په دغې اعلامیې کې "د ملکيانو، د هغوي جایدادونو، څارویو او کروندو د خوندیتوب"غږ شوی دی. اعلامیه وايي چې د «کیوتکان» د کلي په اوږدو کې د خلکو بې ځایه کېدل په راکین کې د داخلي بېځایه شویو شمېر به نور هم زیات کړي.

"موږ په هغو راپورونو خبر یو چې هلته جایدادونه سوځول شوي، توغندي وېشتل شوي او کلیوال نیول شوي دي."د اعلامیې په اساس امریکا، برتانیا او کاناډا "په ټولو وسله والو ډلو غږ کړی دی چې په هغو سیمو کې چې ځايي خلک اوسیږي، له زغم او حوصلې څخه کار واخلي."

په همدې حال کې د روهینګیا نژادي‌ او مذهبي اقلیت د بنګله دېش د کاکس بازار په کمپونو او راکین ایالت کې له سختو حالاتو سره مخامخ دي او ډېر یې د اندونیزیا په ګډون په نورو هېوادونو کې پناه غوښتلو ته اړ شوي دي.

امریکا د اندونیزیا حکومت او د آچې ایالت ځايي چارواکي هغه اقدامات ستایي چې د جون په ۲۴ یې د اندونیزیا په اوبو کې د روهینګیا د ۹۹ پناه غوښتوونکو له رسېدو وروسته ترسره کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګس وویل: "موږ د اندونیزیا دا بشري اقدام ستایو چې د دغه اسیب پذیرې ډلې سره یې ډېر ښه چلند کړی. اندونیزیا په دغه کار سره د اسیا د جنوب او ختیځ ملتونو په سازمان کې د یو مخکښ هیواد رول ادا کړی."

ملکي خلک د راکین او چن په ایالتونو کې د تاوتریخوالي اغیزې ګالي. د وسله والو ډلو ترمنځ خبرو اترو ته عاجله اړتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اورتګس "د جګړې په ختمولو، سوله اییزو خبرو په پیلولو، د ځايي خلکو د خوندیتوب لپاره د نویو هڅو په پیلولو او بشري سازمانونو ته د اجازې په ورکولو "ټېنګار وکړ.

پر دې سربېره، د عدالت د نړیوالې محکمې په اساس، د برما پوځ د روهنګیا او نورو ډلو د خوندیتوب مسؤلیت لري.

په دغه سرمقاله کې مو چې هر څه ولوستل، د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت نظر یې څرګندوه.