روبیو 'د امریکا سپر' سره د پیرو د یوځای کېدو هرکلی وکړ

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سیمې دریو هېوادونو ته د خپل سفر په وروستي تمځای کې د پیرو له ولسمشرې کیکو فوجیموري سره وکتل. هغه د نوې ټاکل شوې ولسمشرې له هغو ګامونو ستاینه وکړه چې له متحدو ایالتونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یې اخیستي، چې په هغو کې یو هم د "امریکا سپر" په نوښت کې د پیرو د شمولیت اعلان دی.

روبیو وویل: «زه په رښتیا باور لرم چې موږ د امریکا او پیرو د اړیکو یو نوي پړاو ته ننوځو، داسې یو طلايي پړاو ته چې په ډېرو برخو کې ځانګړی دی، ځکه چې د هغې اداره سم نظرونه او تګلارې لري.» هغه زیاته کړه: «د هر حکومت تر ټولو مهم مسؤلیت د خپلو خلکو امنیت، ثبات او نظم دی. کله چې دا ارزښتونه له ګواښ سره مخ شي، نو نور هېڅ څه امکان نه لري، نه اقتصادي وده، نه سوکالي او نه هم د خلکو پرمختګ. نن چې موږ پدې سیمه کې جرمونو او ترهګرۍ ته ګورو، تر ټولو ډېر زیان یې عام خلک او کارګره طبیقه ویني، هغه کسان چې د دغو جنایي ډلو پر وړاندې د ځان دفاع نشي کولای.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د نشه یي توکو له قاچاق او ترهګرۍ سره تړلي ګواښونه اوس د هېوادونو له پولو اوښتي او دولتونه یې باید د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.

روبیو وویل: «دا تل په دې سیمه کې یو ګواښ و، خو اوس یې بڼه بدله شوې ده، ځکه دا اوس له پولو اوښتي ګواښونه دي. دا نړیوالې ترهګرې ډلې دي چې د هېوادونو پولو ته درناوی نه لري او په یو وخت کې په څو هېوادونو کې فعالیت کوي. د هغوی موخه د هېوادونو او خلکو استثمار او هغوی ته زیان اړول دي.»

روبیو زیاته کړه چې دا مهال ۱۴ هېوادونه د امریکا د سپر په چوکاټ کې ګډ کار کوي او نور هېوادونه یې هم ګډون ته وهڅول.

هغه وویل: «دا د څه شي پر وړاندې یو سپر دی؟ دا د دغو خپلواکو هېوادونو حاکمیت ته د متوجه ګواښونو پر ضد یو سپر دی. دا د هغو نړیوالو جنایي ډلو پر وړاندې یو سپر دی چې په ډېرو مواردو کې د دولتونو په پرتله ډېرې پیسې او غوره پوځي تجهیزات لري. دا د منلو وړ نه ده، او د ماتولو یوازینۍ لار یې دا ده چې په کلکه ورسره مقابله وشي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سیمې په کچه امنیت ته د لومړیتوب ورکولو له امله د ولسمشرې فوجیموري ستاینه وکړه. هغه وویل چې پراخه اقتصادي همکاري به پر همدې امنیت ولاړه وي او دغه همکاري یې د امریکا او پیرو د اړیکو «اساسي برخه» وبلله.

روبیو د خپل سفر پر مهال وویل چې د مهمو منرالونو په برخه کې د سوداګرۍ پراختیا او د تولیدي همکاریو زیاتوالی منطقي او ګټور ګامونه دي.

هغه وویل: «لوېدیځه نیمه کره د دې ادارې لپاره لومړیتوب لري. دا یوازې لفظي، سمبولیک یا تشریفاتي لومړیتوب نه بلکې یو واقعي لومړیتوب دی. ځکه جغرافیه یو حقیقت دی. هغه څه چې په دې نیمه کره کې پېښېږي، په مستقیم ډول پر موږ اغېز کوي. موږ دلته پر چا احسان نه کوو. په سیمه کې زموږ ښکېلتیا احسان نه دی، بلکې زموږ د خپل امنیت، سوکالۍ او د امریکا د متحدو ایالتونو د خلکو د هوساینې لپاره یوه اړتیا ده.»