د امریکا د متحدو ایالتونو او چین د اړیکو د مدیریت څرنګوالی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو،، په یوې تازه مرکېکې ویلي، "چین غواړي په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن هېواد شي او دا کار زموږ د زیان په قیمت کول غواړي." نوموړي زیاته کړه: "دا څرګنده ده چې موږ امریکایان یو؛ موږ به هېڅکله اجازه ورنه‌کړو چې داسې یو څه پېښ شي."

په ورته وخت کې، مارکو روبیو ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه او چین په نړۍ کې دوه پیاوړي اقتصادونه او دوه ځواکمن پوځونه لري. هغه وویل: "زما په فکر دا مهمه ده چې... د نړۍ دا دوه پیاوړي هېوادونه باید خپلو کې اړیکې ولري... باید دا وړتیا ولري چې له یو بل سره خبرې وکړي او په هغو برخو کې چې شونې وي، د تاوتریخوالي له زیاتېدو مخنیوی وکړي؛ ځکه که داسې ونه‌شي، نو ناوړه پایلې به ولري."

وزیر روبیو وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ اړیکه بنسټیزه او مهمې برخه ده. دا اړیکه پر متقابل درناوي ولاړه ده. وزیر روبیو زیاته کړه چې دا دواړه ولسمشران باید وکولای شي چې په مستقیم ډول له یو بل سره خبرې او اړیکې ولري. هغه وویل: "زما په اند، دا تر یوه حده غیر مسؤلانه کار دی چې... له چینایانو سره مستقيمې اړیکې او خبرې اترې ونه‌لرو."

د بهرنیو چارو وزیر وویل که څه هم د امریکا متحد ایالتونه له چین سره په خپلو اړیکو کې ثبات غواړي، خو دواړه لوري پوهېږي چې په ځینو برخو کې به هوکړې ته ونه‌رسي او په هغو مواردو کې به سیالۍ ته اړ وي. هغه وویل: "همدا اوس داسې برخې شته چې موږ په کې له یو بل سره همکاري کولای شو... خو فکر کوم د اختلاف او سیالۍ لپاره هم ډېرې برخې شته، او موږ باید له چین سره د اړیکو د ساتلو ترڅنګ دا ټول مدیریت کړو. له دې هر څه سره سره، موږ باید تل د امریکا ګټې او خیر په نظر کې ولرو."

د بهرنیو چارو وزیر د تایوان په تړاو د امریکا د متحدو ایالتونو پر دریځ په ټینګار سره وویل: "موږ هلته په شته حالت (Status Quo) کې د هېڅ ډول بدلون ملاتړ نه کوو. موږ د تایوان په وضعیت کې له هر ډول په زوره یا تحمیل شوي بدلون سره مخالف یو. دا خبره له چینایي چارواکو سره په لیدنو کې خورا په څرګنده توګه مطرح شوې ده."

مارکو روبیو روښانه کړه: "دا د همغې نازکې توازن یوه برخه ده." هغه وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ هر ډول نښته، که په اقتصادي برخه کې وي او یا هم په پوځي ډګر کې، د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ لپاره به هلاکونکې وي. وزیر روبیو زیاته کړه: "له همدې امله موږ باید دا وضعیت مدیریت کړو، خو له خپلو ملي ګټو شاتګ نه شو کولای او نه هم له لاسه ورکولای شو." هغه وویل چې دا د بهرني سیاست د کار شته ستونزې دي او د ټرمپ اداره به هڅه وکړي چې د دې متضادو ګټو ترمنځ تر ټولو ښه توازن وساتي.