امریکا د ایران د ماهان ایر او سپاه پاسداران د ملاتړو نړیوالو شبکو پر ضد اقدامات سختوي

ماهان ایر د ایران د رژیم د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي لپاره په نړیواله کچه د وسلو، کارکوونکو او پوځي تجهیزاتو د لېږد یوه مهمه وسیله بلل کېږي.

د امریکا د ماليې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د جولای په ۳۰مه په چین، هند، روسیه او ایران کې شپږ بنسټونه او اشخاص په بندیزونو کې شامل کړل. په دې کې هغه څو شرکتونه هم شامل دي چې د ایران د ماهان ایر هوايي شرکت لپاره، چې د امریکا او اروپايي ټولنې تر بندیزونو لاندې دی، د عمومي پلور د استازو په توګه فعالیت کوي.

که څه هم ماهان ایر ځان د ملکي هوايي شرکت په توګه معرفي کوي، خو له اوږدې مودې راهیسې یې د سپاه پاسداران لپاره مهم رول لوبولی دی. دغه شرکت د سپاه قدس ځواک پرسونل ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړې، د پوځي روزنې په چارو کې یې مرسته کړې او د ایران د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او وسلو د تدارکاتو او لېږد ملاتړ یې کړی دی.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل، "هغوی چې سپاه پاسداران یا ماهان ایر ته مالي خدمتونه، لوژستیکي اسانتیاوې یا سوداګریز ملاتړ برابروي، په حقیقت کې د یوې ترهګرې شبکې په پایښت کې مرسته کوي. د مالیې وزارت به د دغو کسانو او بنسټونو پېژندنې، افشا کولو او د امریکا له مالي نظام څخه د هغوی د پرې کولو لړۍ ته دوام ورکړي."

د امریکا د ماليې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر دغه اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان له مخې ترسره کړی، چې ترهګرې ډلې، د هغوی ملاتړي او هغه کسان په نښه کوي چې له ترهګریزو فعالیتونو سره مرسته کوي. همدارنګه دا اقدام د ملي امنیت د ولسمشریز یادښت نمبر ۲ د پلي کولو په چوکاټ کې کېږي، چې د امریکا حکومت ته لارښوونه کوي څو سپاه پاسداران هغو شتمنیو او سرچینو ته له لاسرسي محروم کړي چې ددې ډلې بې ‌ثباته کوونکي فعالیتونه تمویلوي.

که څه هم ماهان ایر د ملکي هوايي شرکت بڼه لري، خو د سپاه قدس ځواک د غړو د پوځي روزنې لپاره یې د سفر اسانتیاوې برابرې کړې او د ایران د بې ‌پیلوټه الوتکو او وسلو د انتقال او تدارکاتو په چارو کې یې مرسته کړې ده.

د امریکا د ماليې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر وروستی اقدام هغو اشخاصو او بنسټونو ته متوجه دی چې ماهان ایر ته ملاتړ برابروي، په ځانګړي ډول د عمومي پلور استازي، چې د هوايي شرکتونو لپاره د خرڅلاو او پېرودونکو خدمتونه ترسره کوي او د بار وړونکو شرکتونو او لېږدوونکو سره د هوايي شرکت په استازیتوب اړیکې ساتي.

په چین کې مېشت شانګهای وینګز انټرنېشنل لوژستیک شرکت د ماهان ایر د عمومي پلور د استازي په توګه فعالیت کوي او له چین څخه ایران ته د برېښنایي وسایلو د لېږد همغږي یې کړې ده.

تانګ شین، چې د شانګهای وینګز شرکت اجرائیوي مدیر دی، د ماهان ایر د سفرونو همغږي هم کړې ده. نوموړی د شانګهای ایلایټ انټرنېشنل ټراول شرکت اجرائیوي رئیس او د شرکت ۵۰ سلنې برخې مالک هم دی. دغه شرکت هم په چین کې د ماهان ایر استازیتوب کوي.

په هند کې میشت سکایز ټراولز اینډ لوژستیکس پرایوېټ لمیټډ او په روسیه کې مېشت ایر کارګو پرو لمیټډ هم په ترتیب سره په هند او روسیه کې د ماهان ایر د عمومي پلور د استازو په توګه فعالیت کوي.

د امریکا د ماليې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر همدارنګه داده‌نګار سټوډیو هم په بندیزونو کې شامله کړې ده چې دغه شرکت د سپاه پاسداران له اړوندو پټو شرکتونو څخه ده او د یو ویبسایټ له لارې یې د پوځي اهدافو په نښه کولو ملاتړ کاوه.

داده‌نګار د امریکايي او اسرائیلي تجهیزاتو د موقعیتونو په اړه معلومات راټولول، څو د ایران پوځي هدف ټاکنې سره مرسته وکړي. د راپور له مخې، دغه شرکت د سپاه پاسداران په همغږۍ، په منځني ختیځ کې پر امریکايي اهدافو د برید غوښتنې هم ترلاسه کړې وې.

متحده ایالتونو ټینګار کړی چې د ایران د رژیم د هغو ناقانونه نړیوالو شبکو له منځه وړلو ته ژمن دی چې ترهګري او سیمه‌ ایز تهاجمي فعالیتونه تمویلوي.