امریکا، لبنان او اسراییل د درې‌اړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړ

لبنان، اسراییل او د امریکا متحده ایالتونو "د درې‌اړخیزې هوکړې چوکاټ" لاسلیک کړ؛ دا هغه چاره ده چې په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هڅو کې یو بل لوی پرمختګ ښيي.

اسراییل او لبنان د هغو لرغونو تمدنونو وارثان دي چې تاریخ یې د بایبل (انجیل) پړاو ته رسیږي. دا دواړه هېوادونه د نړۍ د ځینو تر ټولو متشبثو (نوښتګرو) خلکو د زېږون ځایونه دي او د ځمکې پر مخ تر ټولو ښکلو سواحلو څخه برخمن دي. خو د لسیزو راهیسې، دا هېوادونه د ترهګرو ملیشو او نیابتي ځواکونو له خوا جګړې ته کش کړل شوي دي؛ هغه ځواکونه چې د لبنان حاکمیت یې کمزوری کړی، پر اسراییل یې بې‌هدفه بریدونه کړي او د منځني ختیځ په کچه یې ګډوډي خپره کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل: "حزب الله چې د ایران تر ټولو خطرناکه نیابتي ډله ده، په وار وار یې لبنان د دغه هېواد د حکومت او خلکو له غوښتنې خلاف داسې ویجاړونکو جګړو ته کش کړی، چې وروستۍ هغه یې د روان کال په مارچ میاشت کې وه."

هغه زیاته کړه: "دې ډلې په لبنان کې دننه پراخ پوځي زیربناوې جوړې کړې، د اسراییل د ښارونو په لور یې په لسګونو زره توغندي او ډرون توغولي او د سوریې په ویجاړولو کې یې هم مهم رول لوبولی دی." حزب الله همدارنګه پر امریکایانو باندې د بریدونو پلانونه جوړوي، د مخدره توکو د قاچاق د هغو شبکو ملاتړ کوي چې په غربي نیمه کره او په ځانګړې توګه د امریکا په دننه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، او په ټوله نړۍ کې په مستقیم ډول د امریکايي وګړو ژوند او ګټې ګواښي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې اسراییل او لبنان د جون پر ۲۶مه یوه زړوره پرېکړه وکړه او پر داسې یو چوکاټ یې موافقه وکړه چې له بې‌پایه جګړو څخه د وتلو لپاره یوه واقع‌بینانه لاره هواروي.

دا هوکړه د لبنان د حاکمیت د بېرته ترلاسه کولو، د حزب الله د بې‌وسلې کولو او د هغې د ترهګریزو زیربناوو د له منځه وړلو لپاره یو بهیر رامنځته کوي، او همدارنګه د خپلو وګړو په وړاندې د ګواښونو له منځه وړلو وروسته، اسراییل ته د خپلو پولو د بیا خوندي کولو امکان ورکوي. دا هوکړه د امریکا په اسانتیا سره د "لبنان لپاره د درې‌اړخیز پوځي همغږۍ ډله" هم جوړوي، چې دواړو لورو ته اجازه ورکوي دغه چوکاټ عملي کړي. د لبنان لپاره، دا چوکاټ له دغه اوږدمهاله بحران څخه د وتلو لاره برابروي. د اسراییل لپاره، دا هوکړه په شمالي پوله کې د دایمي ګواښ د له منځه وړلو لپاره د تایید وړ تګلاره رامنځته کوي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا د تل لپاره د تاوتریخوالي د دایرې ماتولو په لاره کې د دې ګام پورته کولو لپاره د لبنان او اسراییل زړورتیا ستايي. هغه زیاته کړه: "امریکا به په بشپړ ډول په دې برخه کې ښکېل پاتې شي او د پام وړ سرچینې به ورته ځانګړې کړي، چې په هغې کې د ملګرو ملتونو په همغږۍ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ بشري مرسته هم شامله ده."

امریکا همدارنګه د لبنان د وسله‌والو ځواکونو د وړتیا او ظرفیت لوړولو پر نیت ټینګار کوي، ترڅو وکولای شي د لبنان په ټوله خاوره کې خپل حاکمیت ټینګ کړي. په همدې تړاو، د دفاع وزارت چمتو دی چې د شته واکونو او بودجې پر بنسټ، د لبنان له وسله‌والو ځواکونو سره په دغه هېواد کې د سولې د ملاتړ په موخه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېره مرسته وکړي.

امریکا هوډ لري چې له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره په نږدې همکارۍ دا چوکاټ پلي کړي، ترڅو د اسراییل، لبنان او ټول منځني ختیځ لپاره یو روښانه او خوندي راتلونکی رامنځته کړي.