امریکا غواړي په جنوب ختیځه اسیا کې خپله سوداګریزه ونډه پراخه کړي

امریکا غواړي د نړیوال پرمختیايي مالي شرکت (DFC) له لارې په سوېل ختیځه اسیا کې خپله سوداګریزه ونډه پراخه کړي.

دغه اداره د امریکا د حکومت د نړیوالو ستراتیژیکو پانګوونو څانګه ده، چې له خصوصي سکتور سره کار کوي څو د امریکا ډیپلوماتیکې او اقتصادي ګټې پیاوړې کړي او د متحدینو او شریکانو لپاره د اقتصادي ودې فرصتونه برابر کړي.

امریکا په ټوله نړۍ کې د پانګوونې لپاره ۲۰۵ میلیارده ډالر لري.

د نړیوال پرمختیايي مالي شرکت له مهمو موخو څخه یوه دا ده چې د مهمو موادو لپاره متنوع اکمالاتي ځنځیرونه جوړ کړي چې پکې مهم منرالونه، درمل، کرهنیز توکي لکه سره، او نورې مهمې برخې لکه (سیمي‌کانډکټرونه)، بیټرۍ او بیلابیل مقناطیسونه هم شامل دي.

د دې ادارې دوهم هدف د ستراتیژیکو برخو لکه انرژي، پرمختللې تولیدي چارې، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، مالي ټکنالوژي (Fintech) او د مالي خدماتو پیاوړتیا ده.

درېیم هدف یې په مهمو سیمو کې د حیاتي زیربناوو جوړول دي.

د نړیوال پرمختیايي مالي شرکت د پالیسۍ مشرې کارولین ویک په دې وروستیو کې له فیلیپین، ویتنام، کمبودیا، لاوس، مالیزیا او اندونیزیا څخه لیدنه کړې ده.

هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه وروستۍ غونډه کې وویل: "موږ د سوداګریزې پراختیا لپاره سوېل ختیځې اسیا ته ولاړو، چې په دې سیمه کې د لا زیاتو پانګوونو لپاره د خپلو راتلونکو پروژو لړۍ په فعاله توګه پراخه کړو."

په فیلیپین کې، امریکايي پلاوي د انرژۍ او زیربنايي لویو پروژو ارزونه وکړه او له خصوصي شرکتونو سره یې د منرالونو د پروسس، د سمندر لاندې کیبلونو، انرژۍ، د برېښنا شبکې د عصري کولو او نورو زیربنايي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې چې پکې ستراتیژیک دهلیزونه، پلونه، بندرونه او هوايي ډګرونه هم شامل دي.

مېرمن ویک وویل: " موږ ډېر خوښ شو چې په ویتنام کې په ځانګړي ډول د مهمو منرالونو په برخه کې د دغه هېواد په مهمو اکمالاتي ځنځیرونو تمرکز وشو. موږ همدارنګه د انرژۍ د مهمو پروژو په اړه ډېرې خبرې وکړې، څو د برېښنا شبکه عصري شي او انرژۍ بیې راکمې شي."

په کمبودیا کې، امریکايي استازو د کمبودیا د پراختیایي شورا او د کانونو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره وکتل. هغوی د هېواد د زیربناو پر پلانونو معلومات وړاندې کړل، چې تمرکز یې پر بندرونو، سمندري اړیکو، د برېښنا تولید او سیمه‌ییز اتصال و.

په لاوس کې، حکومت هڅه کوي خپله زیربنايي ستراتیژي او سیمه‌ییز اتصال پیاوړی کړي. په دې کې د نویو رېل پټلیو، لویو لارو، او د برېښنا د تولید د موسمي بدلونونو او د برېښنا د صادراتو د ستونزو د حل لارې چارې شاملې دي.

په مالیزیا کې امریکايي پلاوي د مخابراتو د لویو شرکتونو په ګډون د یو شمېر خصوصي شرکتونو سره وکتل. په دې خبرو کې د ملي (جي ۵) شبکې د خصوصي کولو روان بهیر او د باوري شرکتونو له لارې د دغو شبکو د پراختیا فرصتونه وڅېړل شول.

حکومت په اندونیزیا کې د انرژۍ د امنیت، ترانسپورټي زیربناوو، او د مهمو منرالونو د استخراج او پروسس د ملاتړ پر نوښتونو خپل تمرکز تشریح کړ.

کارولین ویک وویل: "زموږ هدف دا دی چې په سیمه کې تر ټولو غوره شریک او لومړنی انتخاب واوسو. که حکومتونه غواړي مهمې پروژې پلي کړي، موږ غواړو له هغوی خبر شوو او تر خپلې وسې پورې یې ملاتړ وکړو."