د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ ژور ستراتېژیک شراکت؛ د تاریخي تړونونو لاسلیک

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د سعودي عربستان د ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د یو لړ تاریخي تړونونو لړۍ نهایي شوه چې د امریکا او سعودي ستراتېژیک شراکت لا ژوروي، په امریکا کې د لوړ معاش لرونکو دندو لپاره نوې لارې پرانیزي، د مهمو توکو عرضه کولو ته لا قوت وربخښي او په سیمه کې ثبات پیاوړی کوي.

دا تړونونه د ولسمشر ټرمپ د مې میاشتې بریالي سفر او هغه مهال د متحده ایالاتو لپاره د سعودي عربستان له خوا د ۶۰۰ میلیارده ډالرو د پانګونې د ژمنو پر بنسټ رامنځته شوي دي.

د دې شراکت د پراخوالي په ترڅ کې شهزاده محمد بن سلمان اعلان وکړ چې سعودي عربستان به په متحده ایالاتو کې د پانګونې ژمنې نږدې یو ټریلیون ډالرو ته لوړې کړي.

د سعودي عربستان سره لاسلیک شوي تړونونه، متحده ایالات د انرژۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې د مشرۍ مقام ته رسوي او ډاډ ترلاسه کوي چې زموږ د عرضه کولو ځنځیري فعالیتونه به پیاوړي پاتې شي.

متحده ایالاتو او سعودي عربستان د ملکي اټومي انرژي د همکارۍ په اړه ګډ اعلان لاسلیک کړ، چې د څو لسیزو اوږدې مودې او د څو میلیارد ډالرو په ارزښت د اټومي انرژۍ ستراتېژیک شراکت لپاره قانوني بنسټ جوړوي.

متحده ایالاتو او سعودي عربستان د مهمو منرالونو د چوکاټ تړون هم لاسلیک کړ څو د مهمو منرالونو د عرضه کولو بهیر متنوع او خوندي کړي.

متحده ایالاتو او سعودي عربستان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) تاریخي تفاهم لیک لاسلیک کړ چې د سعودي عربستان لپاره د نړۍ د مخکښو امریکایي سیستمونو لاسرسی برابروي، په دې حال کې چې د امریکا ټکنالوژي له بهرني نفوذ څخه ساتي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا ملي امنیت د پرمختګ دپاره په سیمه کې د لاسوهنې د مخنیوي پیاوړتیا، د امریکا صنعتي بنسټ د ودې، او د سعودي عربستان په څېر متحدینو ته د ګډو ګواښونو په وړاندې د مقاومت په موخه د لا زیاتو مسؤلیتونو د سپارلو په هڅو بوخت دی.

ولسمشر ټرمپ او شهزاده محمد بن سلمان د امریکا ـ سعودي ستراتېژیک دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې د امریکا دفاعي شرکتونو ته په سعودي عربستان کې د فعالیت اسانتیاوې برابروي، د متحده ایالاتو لګښتونو د کمولو لپاره او له سعودي څخه د مالي بار د اوچتولو دپاره د ګډ تمویل لارې چارې خوندي کوي چې دا تصدیقوي سعودي عربستان متحده ایالات خپل اصلي ستراتېژیک متحد ګڼي.

ولسمشر ټرمپ د دفاعي چارو یوه لویه بسته تایید کړه، چې د اف-۳۵ ډوله الوتکو پلور هم پکې شامل دی، ترڅو د امریکا دفاعي صنعتي بنسټ پیاوړی کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې سعودي عربستان به د امریکایي وسلو اخیستلو ته ادامه ورکړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د سعودي عربستان له خوا د پانګونې نږدې یو ټریلیون ډالره ژمنه به په مستقیم ډول، د زیربناو، ټکنالوژۍ، او صنعت په برخو کې امریکایي ټولنو ته ګټې ور ورسوي.

د امریکا او سعودي عربستان د مالیې وزارتونو د بازارونو په ټکنالوژۍ، معیارونو، او مقرراتو کې د همکارۍ د پراخېدو په اړه تړونونه لاسلیک کړل او په نړیوالو مالي بنسټونو کې یې شراکت لا ژور کړ.

متحده ایالاتو او د سعودي عربستان ولیعهد د نوو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هم ګامونه واخیستل چې د امریکا صادرات پراخوي او د سوداګرۍ خنډونه کموي. دا د امریکایي تولیدوونکو شرکتونو لپاره مستقیمې ګټې دي.

د مهمو منرالونو، اټومي انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، او دفاعي نوښتونو له اعلان سره یو ځای، دا ټول تړونونه به امریکاییانو ته د لوړ معاش کارونه رامنځته کړي، د امریکا د ټکنالوژۍ مشري به نوره هم پیاوړې کړي، او د امریکایي کاریګرانو او کورنیو لپاره به د څو لسیزو په اوږدو کې سترې اقتصادي ګټې له ځانه سره ولري.