ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په ۱۸مه د خپل ټروټ سوشل په حساب کې ولیکل: «له جاپان سره زموږ لوی تجارتي توافق پیل شو.»
هغه څرګنده کړه: «د دغو پروژو اندازه ډېره زیاته ده او د تعارفې له ځانګړي توري پرته ناممکنه وه.»
د جاپان صدراعظم سنايه تاکایچي وویل چې تجارتي توافق د متحدو ایالتونو او جاپان ایتلاف غښتلی کوي او تمه ده چې د جاپان د سوداګرۍ فرصتونه نور هم زیات کړي.
د جاپان صدراعظم په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «زموږ په باور دا نوښتونه د ستراتېژیکې پانګوونې د نوښت څرګندوی دی، چې په کې د جاپان او متحدو ایالتونو ترمنځ د مشترګې ګټې ترویج، د اقتصادي امنیت غښتلي کېدل او د اقتصادي ودې ترویج یادولای شو.»
ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو او جاپان ترمنځ د تاریخي توافق د برخې په توګه د جاپان د ۵۵۰ میلیارد ډالرو پانګونې د ژمنې په اساس درې پروژې تائید کړې.
دا درې پروژې د متحدو ایالتونو د اقتصاد، د برېښنا د تولید، تیلو، ګازو او صنعت د پراختیا په عمده برخو کې د ۳۶۰ میلیارد ډالرو د ژمنې نښه ده. د متحدو ایالتونو د اقتصاد وزیر لوتنیک وویل: «اقتصادي توافق همداسې وي.»
متحدو ایالتونه به له جاپان سره په ګډه د اوهایو په ایالت کې د طبعي ګازو څخه د برېښنا د تولید تاسیسات رغوي چې په تاریخ کې تر ټولو لوی بلل کېږي او ۹.۲ ګیګاواټه برېښنا به تولیدوي. وزیر لوتنیک وویل: «په شبکې باندې به اتکا قوي کوو، د برېښنا بې وقفې جریان به زیاتوو او په ارزانې انرژۍ سره د امریکايي صنعت حمایت کوو.»
متحده ایالتونه به همدغه راز د امریکا په خلیج کې په ژورو اوبو کې د خامو تیلو د صادراتو یو مهم حیاتي بنسټ جوړوي. اټکل کېږي چې دا پروژه به د متحدو ایالتونو د خامو تیلو د صادراتو په برخه کې د کال ۲۰-۳۰ میلیارد ډالرو پورې عواید کوي، د امریکايي تصفیه خانو د صادراتو ظرفیت خوندي کوي او په نړۍ کې د انرژۍ د مخکښ اکمال کوونکي په توګه د امریکا دریځ بیا ثابتوي.
نهایتآ، متحده ایالتونه به د مصنوعي الماسو د تولید ظرفیت رامنځ ته کوي، چې د مصنوعي الماسو د ذراتو په برخه کې د متحدو ایالتونو تقاضا ۱۰۰ په سله پوره کوي، دا د پرمختللې تکنالوژۍ د تولید او صنعت لپاره یو مهم عنصر ګڼل کېږي. لوتنیک وویل: «موږ به نور د دغه مهمې مادې لپاره په بهرني اکمالاتو تکیه نه یو.»
وزیر لوتنیک وویل: «د ولسمشر ټرمپ د مشرتابه له کبله د هغه منندوی یم او د جاپان څخه د دغه مشارکت له کبله مننه کوو. اینده هېڅکله هم داسې روښانه نه وه.»