ولسمشر ټرمپ له ډنمارک او ګریلنډ  سره امنیتي تړون لاسلیک کړ

ولسمشر ټرمپ د ډنمارک او ګرینلنډ له مشرانو سره یو ځای یو فوق العاده تړون لاسلیک کړ، چې په ګرینلنډ کې د امنیتي ګټو په اړه متحدو ایالتونو ته ثابت کنترول ورکوي. دغه ارزښتناک تړون- د امریکایي مالیه ورکوونکو ته هېڅ لګښت نه لري- امریکا ته د د دایمي اډو د حقونو په ګډون د دغې وچې د دفاع د وړتیا دایمي تضمین کوي او د متحدو ایالتونو د هر غلیم له لوري د اډې د جوړولو، پوځي حضور او د امریکا له اجازې پرته د حساسې پانګوونکې مخه نیسي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د شمالي امریکا د شمالي فرنټیر په اړه تړون، چې د سپتمبر په ۲۲ لاسلیک شو، «یوه پراخه او مهمه ځمکه، چې ګرینلنډ بلل کېږي» خوندي کړه، «دا تړون... د دغه قلمرو د امنیت او نورو اړتیاو په اړه متحدو ایالتونو ته دایمي کنترول ورکوي. موږ به د امریکا د وچې د دفاع لپاره، چې هر څه ضرورت وي، پوره وړتیا ولرو.»

دا تړون هغه حقوق او وجایب په ګوته کوي، چې د ۱۹۴۹ کال د شمالي اتلاتنیک تړون څخه اخیستل شوي او له هماغه راهېسې د ډنمارک سلطنت له لوري ګرینلنډ د ناټو برخه بولي. او دا تړون «د دخېلو غاړو د همکارۍ اوږد تاریخ، چې دیموکراسۍ، بشري حقونو، قانون حاکمیت ته د ډېر درناوي او د دوی د څه باندې اتیا کلونو نژدې دفاعي همکاري په اساس، چې د متحدو ایالتونو، ګرینلنډ او په عمومي ټول د شمالي اتلاتنیک تړون د ټولې سیمې امنیت او ثبات قوي کوي،» څرګندوي.

دا «ډنمارک سلطنت د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» په اړه خپل ټېنګار بیا تازه کوي او دا مني چې «د ګرینلنډ خلک نړیوال قانون ته په کتو یو ملت دي او د خپل برخلیک د ټاکلوحق لري».

دا تړون همدارنګه «د ګرینلینډ او د شمالي اتلانتیک تړون د سیمې د نورو برخو په امنیت او دفاع کې د متحدو ایالتونو حیاتي تاریخي او روانه همکاري، چې په کې د یوې پېړۍ په اوږدو کې چې د دویمې نړیوالې جګړې او د ناټو له تاسیس څخه مخکې پیل شوې، د پام وړ قربانۍ او د ملیاردونو ډالرو لګښت او د ګرینلینډ د خاورې په دفاع کې د متحدو ایالتونو د پوځ نه بدلیدونکی رول چې اوس او په راتلونکي کې یې لوبوي، په رسمیت پیژني.»

دا تړون «په نوک (Nuuk) کې د متحدو ایالتونو د قونسلګرۍ بیا پرانیستل او د ګرینلنډ سره په ګډه په علمي او تعلیمي همکاریو او تبادلو، د کانونو په برخې کې همکارۍ، اقتصادي پراختیا او د سوداګرۍ په ودې او کلتوري او سیمه ایزو شراکتونو کې د متحدو ایالتونو ونډه» هم مني.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: «ګرینلینډ به د تل لپاره د شمالي امریکا د ستراتیژیکې دفاعي سیمې برخه وي او هر ډول مخالف لوری به له دې سیمې او شاوخوا سیمو څخه لرې ساتل کیږي. دا تړون به په ګرینلنډ کې زموږ د ملي امنیت اندیښنې په دایمي او بشپړ ډول حل کوي.»