متحده ایالتونه په کولمبیا کې د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي، او غیرقانوني مخدره توکو د کښت او قاچاق په اړه ژوره اندیښنه لري.
د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو لپاره د امریکا سفیره او بدیلې ځانګړې استازې، جینیفر لوسیټا خبرداری ورکړ چې د مختلفو وسله والو ډلو سره د خبرو اترو لپاره د کولمبیا د ولسمشر ګوستاو پیټرو چلند به "د منحرفو هڅونو خطرونه له خانه سره ولری.
هغې وویل: "دا ښایي په خبرو اترو کې د قوی موقف لپاره تاوتریخوالی وهڅوي او د ترهګرۍ او نورو جدي جرمونو د معافیت په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي."
"که چیرې د دې وسله والو ډلو لخوا رامینځته شوی تاوتریخوالی او د مخدره توکو د قاچاق مخه ونه نیول شي، نو دا لا خپریدلی شي. دا به د کولمبیا د خلکو، په سیمه کې د هرچا او یقینا د امریکایانو امنیت له خطر سره مخ کړي. موږ د کولمبیا له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دې ګواښ په وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي."
سفیرې لوسیټا ټینګار وکړ: "متحده ایالتونه د مخدره توکو د ترهګرو سازمانونو لخوا کار ته د ماشومانو د جبري استخدام د زیاتوالي په اړه اندیښمن دي او د کولمبیا پر حکومت غږ کوي چې د ماشومانو او د خپلو ټولو اتباعو د امنیت لپاره خپل مسؤلیت پرځای کړي."
د کولمبیا په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور دا مستند کوي چې څنګه د ناکامې امنیتي ستراتیژۍ سره چې د کوکا د بوتي له منځه وړل یې تقریبا په ټپه ودرول، د کوکا کښت او د کوکاینو په تولید کې زیاتوالی راوستی دی. دا غیرقانوني وسله والو ډلو ته اجازه ورکوي چې د هیواد په اکثرو برخو کې د ترهګرو واکمني رامینځته کړي.
دغو وسله والو ډلو یو شدید بشري بحران رامینځته کړی او د اجباري بې ځایه کیدو، زنداني کولو، جنسي تاوتریخوالي، او په جګړه کې د ماشومانو د استخدام او کارولو په شمول یې د ملکي وګړو په وړاندې یېجدي سرغړونې تر سره کړې دي.
سفیرې لوسیټا وویل: " نه یوازې د کولمبیا د حکومت پالیسۍ د دې خرابېدونکي امنیتي چاپیریال په مخنیوي کې پاتې راغلي، بلکې په حقیقت کې یېدورته اسانتیاوې رامنځته کړې دي."
سفیرې لوسیټا وویل: " د کولمبیا دا ازموینه چې غواړي جنګي عملیات ودروي او د کوکا د له منځه وړلو مخه ونیسي د څو وسله والو ډلو سره د خبرو اترو او اوربندونو لاره تعقیبوي، خو دا ډلې یې زړورې کړې او په خبرو اترو کې یې دریځوتو ته لا قوت بخښلی دی."
"د نړیوالو څارونکو په وینا، د وسله والو جنګیالیو او د هغوی د ملګرو شمیر په دریو کلونو کې ۴۰ سلنه زیات شوی دی پداسې حال کې چې ناوړه پایلې یې ملکي وګړي ځپي."
په یوه مثبته یادونه کې سفیر لوسیټا زیاته کړه ، امریکا "د ولسمشر پیټرو لخوا د [ملي آزادۍ پوځ] یا (ELN) ته د پوځي اقدام د خبرداري څخه چې وایی که چیرې دوی د سولې تعقیبولو په اړه جدي نه وي، پوځي اقدام به وکړي، راضي ده. تاریخ ښیي چې د سولې معاملې د پوځي ځواک هوډمن ګواښ ته اړتیا لري."موږ په کولمبیا غږ کوو چې د دې ډلو لخوا ترسره شوي تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره مقابلې ته لومړیتوب ورکړي او د قربانیانو لپاره امنیت او عدالت تضمین کړي."
متحده ایالتونه هغه کسان غندي چې د مخدره توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو له لارې سوله کمزورې کوي. په حقیقت کې، متحدو ایالتونو په دسمبر کې د(ډیل ګلفو) په نوم د مخدره توکو شبکه د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوموله او د دې ډلې تمویل او سرچینو ته یې لاسرسی پرې کړ.
سفیرې لوسیټا ټینګار وکړ: "دغو غیرقانوني وسله والو ډلو لخوا د ترهګریزو یا د تاوتریخوالي نه د ډکو کړنو لپاره باید هیڅ ډول معافیت وجود ونلري."
سیاسي تاوتریخوالی په یوه ډیموکراتیکه ټولنه کې ځای نلري ... موږ د کولمبیا پر حکومت هم غږ کوو چې د ترهګرو او مخدره توکو د کارټلونو لخوا رامینځته شوي امنیتي ګواښونو په وړاندې مقابلې ته لومړیتوب ورکړي."
متحده ایالتونه په کولمبیا کې د ریښتینې سولې او عدالت ملاتړ کوي، او د کولمبیا له خلکو او د هغوی له ادارو سره یې اړیکې قوي او دوامداره دي.