د ختیځې اسیا لپاره د امریکا تګلاره

د ختیځې اسیا او پاسفیک لپاره د ولسمشر دونالډ ټرمپ د تګلارې اهداف د اقتصادي راتلونکې ګټل او د ځواکمن دریځ له لارې د پوځي تقابل مخنیوی دي.

ولسمشر ټرمپ په یوازې ځان د چین په اړه د امریکا د دریو لسیزو ناسمې فرضیې بدلې کړې: د مثال په توګه، چین ته زموږ د مارکیټونو پرانیستل، د امریکايي سوداګرو هڅول چې په چین کې پانګونه وکړي، چین ته زموږ د تولیدي دستګاو انتقالول، د تش په نوم «په نړیوال نظم باندې ولاړو اصولو» ته د چین په داخلولو کې د متحدو ایالتونو له لوري اسانتیا.»

دا یو هم ونه شول.

چین نور هم شتمن او ځواکمن شو، او خپله شتمني او ځواک یې په خپلې پام وړ ګټې کې وکارول.

د هند پاسفیک سیمه د پير د توان په اساس وار دمخه د نړۍ د تقریبآ نیمایي داخلي ناخالصو عوایدو او د ناخالص داخلي تولید په اساس د یوې په درېیمې برخې سرچېنه ده. له شک پرته چې دا ونډه په یوېشتمې پېړۍ کې زیاتېږي.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۵ د اکتوبر په میاشت کې د خپلو سفرونو په مهال ستر تړونونه لاسلیک کړل چې د امریکا ځواکمن اقتصادي روابط، فرهنګ، تکنالوژي، او دفاع نور هم ښه کوي او د ازاد او مستقل هندو-پاسفیک په اړه د متحدو ایالتونو په ژمنتیا ټېنګار کوي.

د ۱۹۷۹ کال راهېسې، چې نړۍ ته د چین اقتصاد بیا پرانیستل شوی، زموږ د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي روابط غیر متوازن وو او په اساسي توګه همداسې پاتې دي. هغه څه چې د یو شتمن او رسېدلي اقتصاد او د نړۍ د یو بې وزله هېواد ترمنځ د اړیکې په توګه پیل شوي وو، اوس تقریبآ د دوو سیالو هېوادونو په رابطې بدل شو، ان تر دې وروستیو پورې د امریکا د دریځ رېښې هماغه پخوانۍ فرضیې وې.

زموږ هدف د اوږد مهال لپاره د اقتصادي ښیرازۍ لپاره بنسټ اېښودل دي. تر ټولو مهمه دا چې دا باید په هندو-پاسفیک کې د جګړې د مخنیوي لپاره د قوي او روانو مخنیونکو اقداماتو سره مل وي.

متحده ایالتونه باید د خپل تړون له ایتلافیانو سره کار وکړي- چې د ویجاړوونکو اقتصادي اقداماتو سره مقابله وکړي، په نړیوال اقتصاد کې د خپل غوره ځای د ساتلو لپاره د خپل مشترک اقتصادي ځواک څخه ګټه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې متحد اقتصادونه د هېڅ سیال ځواک تابع نه شي.

متحده ایالتونه باید له هند (او نورو سره) خپل اقتصادي روابط زیات کړي او نوی ډهلی وهڅوي چې له استرالیا، جاپان او متحدو ایالتونو سره د څلور اړخیزې همکارۍ په ګډون، د هندو-پاسفیک په امنیت کې برخه واخلي.

اوس په سمه توګه په تایوان باندې تمرکز دی او دلیل یې تر ډېره دا دی چې تایوان د سیمي کنډکټر په تولید باندې تسلط لري او تر ډېره د دې لپاره چې تایوان د دویم ټاپو حلقې ته لار برابروي او شمال ختیځه او جنوب ختیځه اسیا په دوو برخو جلا کوي.