د ران ګویلي د جسد په بېرته ستنولو سره د ۲۰۱۴ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په غزه کې نور د حماس له ډلې سره هېڅ یرغمل ندی پاتې. پدې سره په غزه کې د سولې هڅې کولای شي نورې هم پر مخ ولاړې شي.
په حقیقت سره ، د جنورۍ په ۱۶مه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د ادارې لپاره ملي کمېټه جوړه کړه. له هغې لږ وروسته، هغه د سولې بورډ اعلان کړ، او ورسره د ۲۰مادو پر بنسټ د سولې د پلان دوهم پړاو د پرمختګ خبر ورکړ، چې دواړه د ملګرو ملتونو د ۲۸۰۳ پرېکړهلیک له مخې رامنځته شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو سفیر مایک والټز وویل، د لومړي پړاو پایلې پخپله هر څه په ډاګه کوي.
هغه وویل: "یو اوربند چې ټولې نړۍ یې غوښتنه کوله او تمه یې لرله، هغه بشري مرستې چې په بېساري ډول ورته اړتیا وه، او د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل او خپلو کورنیو ته ستنېدل."
دوهم پړاو به د ولسمشر د پلان او د امنیت شورا د ۲۸۰۳ پرېکړه لیک سره سم، د غزې د بشپړې بېوسلې کېدلو او بیا رغونې چارې پر مخ بوځي.
د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، د سولې بورډ به د یوې نوې غزې د رامنځته کېدو او د لسیزو تاوتریخوالو په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
سفیر والټز وویل :"او موږ لا له اوسه پایلې وینو. د اسرائیل او زموږ د سولې بورډ د شریکانو په همکارۍ او ملاتړ سره، د اوربند له پیل راهیسې تر ۵۵ زرو ډېرې لارۍ غزې ته وردننه شوي څو خواړه، سرپناه، او درمل ورسوي."
هغه زیاته کړه: "د دسمبر په میاشت کې له ۱.۳ میلیونه څخه ډېرو کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې. موږ د الینبي دروازې او د ملک حسین پله د بیا پرانیستل کېدو هرکلی وکړ، چې د اسرائیل او اردن ترمنځ تګراتګ اسانه کوي. همدارنګه مو د رفح د سرحدي تېرېدونکې لارې بشپړ بیا پرانیستل وستایل، چې دا به د طبي اړمنو کسانو د ایستلو دپاره بهیر هم چټک کړي."
ملي کمېټه به په ټوله غزه کې بنسټیز خدمات بېرته فعاله کړي او داسې یو اقتصاد ته به وده ورکړي چې پکې فرصت د بېکارۍ او پر نورو باندې د تکیې ځای ونیسي.
سفیر والټز وویل، خو تر دې چې موږ دې موخې ته رسېږو "حماس او نورې وسلوالې ډلې باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي."
هغه وویل: "د ولسمشر له خوا پر ۲۰مادو د ولاړ پلان لومړۍ ماده دا ده چې غزه به له افراطیت څخه یوه پاکه او له ترهګرۍ ازاده سیمه وي چې خپلو ګاونډیانو ته ګواښ نه پېښوي. هغوی باید د خپلې ژمنې برخه پوره کړي.
دوهمه ماده دا ده چې غزه به د غزې د خلکو د ګټې لپاره بیا ورغول شي، د هغو خلکو دپاره چې له ډېرې مودې راهیسې یې سخت کړاوونه ګاللي دي."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر والټز ټینګار وکړ چې حماس باید د غزې په نوې اداره کې، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول، هېڅ رول و نه لري.
هغه وویل: "د ټولو پوځي، ترهګریز او تهاجمي بنسټونو په شمول به د تونلونو او د وسلو د تولید تاسیسات، ویجاړ شي او بیا به نه رغول کېږي."
خپلواک نړیوال څارونکي به د غزې د بېوسلې کولو داسې بهیر وڅاري چې پکې وسلې د منل شوې پروسې له لارې د تل لپاره له کاره وغورځول شي او ملاتړ به یې هم د وسلو د بېرته اخیستلو او د بیا ادغام د پروګرام له لارې چې یو نړیوال تمویل شوی پروګرام دی تر سره شي.
د کورني ثبات ځواک به د امریکا د پوځ، د تورن جنرال جاسپر جیفرز تر مشرۍ لاندې د کنټرول او ثبات د ټینګښت کار پیل کړي څو د اسرائیل دفاعي ځواکونه وکولای شي له غزې ووځي.
متحده ایالتونه ژمن پاتې کېږي چې له اسرائیل او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره په ګډه کار وکړي، تر څو هغه سوله، سوکالي او امنیت رامنځته کړي چې د سیمې خلک یې مستحق دي.