د کولمبس ورځ

دوشنبه، د اکتوبر ۱۲مه، امریکایان د کولمبس ورځ لمانځي.

د ۱۴۹۲ کال د اکتوبر په ۱۲مه، درې کښتۍ هغو ټاپوګانو ته ورسېدې چې نن ورځ د بهاماس په نوم پېژندل کېږي. د دغو کښتیو قوماندان یو ایټالوی سمندري لارښود و، چې هسپانیا ته یې خدمت کاوه. د هغه نوم کریسټوفر کولمبس و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د کولمبس ورځې په پیغام کې کولمبس «د امریکا اصلي اتل، د لوېدیځ تمدن ستر شخصیت او د ځمکې پر مخ د تر ټولو زړورو او لوړ لیدلوري خاوندو کسانو څخه یو وباله».

ولسمشر ټرمپ یادونه وکړه: «کولمبس په ۱۴۵۱ کال کې د ایټالیا په جنوا ښار کې زېږېدلی و او ډېر ژر د اکتشافي سفرونو په لړ کې په یوه ستر شخصیت بدل شو.»

د ۱۴۹۲ کال د اګست په درېیمه، له کلونو ژورو مطالعاتو، چمتووالي او د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو له هڅو وروسته، کریسټوفر کولمبس د هسپانیا له شاهي دربار څخه د مالي ملاتړ اجازه ترلاسه کړه، څو یو داسې زړور سمندري سفر پیل کړي چې ډېری خلکو ناشونی باله.

ولسمشر ټرمپ وویل: «د هسپانیا د پاچا فردیناند او ملکې ایزابیلا په امر، کولمبس او د هغه ملګرو په درېیو کوچنیو کښتیو ــ نینیا، پینتا او سانتا ماریا ــ کې سپاره شول او د اتلانتیک سمندر له لارې یې یو له خطرونو ډک سفر پیل کړ. هغه یو سپېڅلی هدف درلود: اسیا ته د سوداګرۍ د نوې لارې موندل، هسپانیا ته د ویاړ ګټل او لرې پرتو سیمو ته د مسیح د انجیل خپرول.»

ولسمشر ټرمپ وویل: «د کولمبس سفر د زرګونو کلونو پوهه، فلسفه او کلتور د اتلانتیک سمندر له لارې د امریکا لویې وچې ته ولېږداوه او له درېیو پېړیو څخه لږ وخت وروسته، د ۱۷۷۶ کال د جولای په څلورمه، یې د لوېدیځ تمدن د بریا لپاره لاره هواره کړه.»

د کولمبس له زړور سفر راهیسې ازادي او د ښه ژوند هیله په تېرو پنځو پېړیو کې، میلیونونه کډوال د امریکا ساحلونو ته راجلب کړي دي.

د امریکا ولسمشر په دې اړه وویل: «کله چې موږ د هغه میراث لمانځو، په ورته وخت کې د هغو بې‌شمېره ایټالوي الاصله امریکایانو ونډه هم ستایو چې د کولمبس په څېر یې زموږ په کلتور او د ژوند په طرز کې نه ستړې کېدونکې ونډه اخیستې ده. تر نن ورځې پورې، متحده ایالتونه او ایټالیا د ایمان، کورني ارزښت او ازادۍ په تلپاتې ارزښتونو ولاړې ځانګړې اړیکې لري.»

د کولمبس ورځ د هغو بېلابېلو کلتورونو سمبول دی چې د امریکا خلک یې ځانګړي کړي او همدارنګه د ګډ میراث نښه ده چې امریکایان یې له یو بل سره شریکوي.

دغه میراث ښايي د متحده ایالتونو پر ستر دولتي مهر په لاتینه ژبه لیکل شوې وینا کې تر ټولو ښه څرګند شوی وي:(E Pluribus Unum) له ګڼ شمیر څخه یو.

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ: «نوې نړۍ ته د کولمبس له رسېدو څخه تر ۵۰۰ کلونه تیر شوي، خو موږ لا هم د هغه پر پل ګام ږدو، د هغه هوډ ژوندی ساتو او د هغه د زړورتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د هغه د ژوند منندوي یو.»

هغه زیاته کړه: «تر ټولو مهمه دا ده چې موږ ژمنه کوو، داسې یو ملت به بېرته پیاوړی کوو چې یو ځل بیا د نامعلومو چارو د کشفولو جرئت ولري، خپل بډای کلتوري میراث ته درناوی وکړي او د خپل خالق داسې ستاینه وکړي چې هغه یې وړ دی.»