متحده ایالتونو د ترهګرۍ ضد په خپله وروستۍ ملي ستراتیژۍ کې دریو ګواښونو ته لومړیتوب په ګوته کړی دی: د نشهيي توکو ترهګر- له پولو هاخوا فعالې ډلې، اسلامي ترهګر، او له تاوتریخوالي ډک کیڼ اړخي افراطيان.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو مرستیالې استازې، سفیرې ټامي بروس، وویل: «د داعش، القاعدې او د هغوی د اړوندو ډلو پر وړاندې مبارزه لا هم یو مهم لومړیتوب دی»
هغې زیاته کړه : « لکه څنګه چې په ساحل سیمه کې د القاعدې پرمختګونه، په افریقا کې د داعش زیاتېدونکی تمرکز، او په افغانستان کې د داعش-خراسان (ISIL-K) دوامدار ګواښ یې په ډاګه څرګندوي دغه ډلې لا هم له بېثباتۍ څخه ګټه اخلي.»
د سپوږمکۍ له لارې مخابرات، مصنوعي ځیرکتیا، بېپیلوټه الوتکې یا ډرونونه، ډیجیټلي اسعار او ددې ډګرونو مخ په زیاتېدونکې کارونه دا وضعیت لا پېچلی کوي او د امنیت شورا له غړو هېوادونو او خصوصي سکټور څخه د لا زیاتې څارنې غوښتنه کوي.
سفیرې بروس د هغو غړو هېوادونو ستاینه وکړه «چې د خپلو عملیاتو او ددې ډلو د مالي سرچینو د ګډوډولو له لارې یې په عراق، سوریې او سومالیا کې د داعش او القاعدې فعالیتونه محدود کړي دي.
هغې وویل: "موږ د عراق هغه مشرتابه هم ستایو چې د سوریې له شمال ختیځ څخه د توقیف شوو او بېځایه شوو کسانو د بېرته ستنولو بهیر پر مخ وړی او له نورو هېوادونو غواړو چې ورته اقدامات وکړي، له داعش سره تړلي اتباع محاکمه کړي او د بېرته ستنېدونکو بهرنیو ترهګرو د پټولو او تېښتې مخه ونیسي"
له جهادي ګواښ څخه ورهاخوا، ایران او د هغه نیابتي ډلې او شریکان، چې حوثیان، حزبالله، حماس او په عراق کې له ایران سره همغږې ملیشې پکې شاملې دي، لا هم منځنی ختیځ بېثباته کوي او خپل نفوذ پراخوي.
سفیرې بروس ټینګار وکړ چې د معلوماتو لا ډېر شریکول حیاتي دي څو د دغو ډلو د مهمو وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیول شي او فعالیتونه یې محدود کړل شي.
هغي وویل :"کارتلونه او له پولو هاخوا جنایي سازمانونه زموږ د اتباعو امنیت ته ګواښ پېښوي. د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې، متحده ایالتونو په لویدیځه نیمهکره کې ۲۰ کارتلونه او جنایي ډلې د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو او ځانګړو نړیوالو ترهګرو په توګه نومولي دي چې تر ټولو وروستي یې د مکسیکو هوارېز کارتل (Juarez Cartel) او لوس ویاګراس (Los Viagras) په نوم شبکه ده.»
دغه ډلې اوس خپل نفوذ له دې نیمې کرې څخه هم هاخوا غځوي. سفیرې بروس ژمنه وکړه: «موږ به اجازه ورنه کړو چې سیمه د هغو کسانو لپاره په پناهځای بدله شي چې زموږ امنیت ته ګواښ پېښوي."
هغي زیاته کړه: "دا ډېره مهمه ده چې موږ په ګډه د مصنوعي نشهيي توکو د تولید او لېږد بهیر ګډوډ کړو، له پولو هاخوا منظم جرمونه له منځه یوسو، او د ترهګرو د تګ راتګ پر وړاندې مبارزه وکړو."
متحده ایالتونه د بیا راټوکېدونکي سیاسي ترهګرۍ، په ځانګړې توګه د افراطي کیڼ اړخو ډلو، په اړه ورځ تر بلې اندېښمن کېږي. د دې اندېښنې یوه بېلګه د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې له تاوتریخوالي ډکه د انټيفا (Antifa) ډله ده چې ورسره تړلي سازمانونه د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو په توګه نومول شوي دي. سفیرې بروس وویل: «حکومتونو د اوږدې مودې پر دغه راټوکېدونکي ګواښ سترګې پټې کړې دي.»
هغې زیاته کړه چې یوازې نومول او بندیزونه کافي نه دي. «موږ باید د هغو تاکتیکونو، شبکو، مالي سرچینو او دبد نیتو دولتي لوبغاړو په اړه د معلوماتو شریکول پیاوړي کړو چې د دې تاوتریخوالي زمینه برابروي؛ په ځانګړې توګه اوس چې دا تاوتریخوالی له منظمو جرمي ډلو او د یهودانو ضد خوځښتونو سره یوځای کېږي.»
لکه څنګه چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵مه کلیزه رانږدې کېږي، متحده ایالتونه د امنیت شورا له ټولو غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو څخه غواړي چې پر اساسي لومړیتوبونو بیا تمرکز وکړي او عملي پایلې وړاندې کړي.
سفیرې بروس اعلان وکړ: «موږ به د هغو بنسټونو ملاتړ ونه کړو چې په دوامداره توګه په ناسمه بڼه مدیریت شوي او یا هم زموږ له لومړیتوبونو سره همغږي نه لري. موږ باید په ګډه خپل اتباع او خپلې پولې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې خوندي کړو.»