په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر مایک والټز اعلان وکړ چې ، "متحده ایالتونه د کیوبا له خلکو سره ولاړ دي او د هغوی د عزت، د هغوی د آزادۍ او د هغوی د حقونو ملاتړ کوي. "
"خو متحده ایالتونه د هغه کمونیستي رژیم ملاتړ نه کوي چې دوی یې ناکام کړي، بندیان کړي او ددوي نه یې غلاوې کړې دي. "
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له توپان وروسته، متحده ایالتونو د کیوبا خلکو ته نېغ په نېغه ۹ میلیونه ډالره بشري مرستې برابرې کړې. اوس متحده ایالتونه د اضافي ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې وړاندیز کوي، چې پکې خواړه، د حفظ الصحې وسایل او د اوبو د تصفیې مواد شامل دي، څو د کاتولیک کلیسا او نورو باوري ادارو له لارې اړمنو کسانو ته ووېشل شي.
متحده ایالتونه همدارنګه اجازه ورکوي چې د روسیې او امریکا له لوري د بشري مرستو تېل خصوصي ادارو ته ولېږدول شي، چې له رژیم سره تړاو نه لري.
ویل کېږي دا چې د کیوبا خلک برېښنا، تېل او خواړه نه لري، علت یې بندیزونه نه دي او نه هم د تېلو محاصره ده، بلکې دا د یوه ناکامه کمونیستي اقتصادي نظام، د نیمګړتیاو او فساد پایله ده.
د فلوریډا د میامي هرالډ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د رژیم دولتي شرکت GAESA او اړوندې څانګې لږ تر لږه ۱۸ میلیارده ډالر د کیوبا له خلکو څخه غلا کړي دي.
دا هغه پیسې دي چې باید د خوړو، تېلو، روغتونونو، درملو او برېښنا لپاره مصرف شوې وای. پر ځای یې دا پیسې د رژیم د مشرانو، لوکسو هوټلونو، امنیتي خدماتو او د عامو وګړو د ځپلو دپاره د حکومتي ماشین پر تمویل لګول شوي دي.
د کیوبا رژیم ته لازمه ده چې سمدستي اقتصادي او سیاسي اصلاحات عملي کړي.
سفیر والټز وویل، "موږ ډېرې ساده غوښتنې لرو: اقتصاد ازاد کړئ، سیاسي بندیان خوشې کړئ، خپلو اتباعو ته د ګواښ په سترګه مه ګورئ او د هاوانا د ناکامو پالیسیو له امله د رامنځته شوې بدبختي پړه پر امریکا مه اچوئ. "
هغه زیاته کړه چې د کیوبا رژیم د نړۍ له تر ټولو ناوړو بشري حقونو سرغړونکو څخه یو ګڼل کیږي. دغه رژیم له ۶۰ کلونو راهیسې د بیان ازادي محدوده کړې، سیاسي مخالفین یې بندیان کړي او کورنۍ یې کډوالۍ ته اړې کړې دي، چې په پایله کې یې دغه ټاپو خپلو خلکو ته په زندان بدل کړی دی.
د امریکا سفیر وویل چې د کیوبا رژیم له هغو هېوادونو سره همکاري کوي چې د دیموکراسۍ دښمن دي.
هغه وویل، "دغه رژیم د روسیې سره د اوکراین په جګړه کې ملاتړ کړی، زرګونه اجیر جنګیالي یې د روسیې پوځ ته ورکړي دي، د چین د څارنې تاسیساتو ته یې اجازه ورکړې، ترهګرو ډلو ته یې ملاتړ ورکړی او په سیمه کې د نورو دیموکراسيو پر ضد کار کوي. "
هغه خبرداری ورکړ چې د کیوبا رژیم د امریکا په نیمه کره کې د دښمنانو ملاتړ کوي او هغوی ته ځای ورکوي. همدا لامل دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د ۲۹مې په اجرایي فرمان کې کیوبا د امریکا د ملي امنیت دپآره یو ګواښ وباله.
متحده ایالتونه د امنیت شورا له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د کیوبا ضد د بندیزونو کلني پرېکړه لیک ملاتړ بند کړي، بشري مرستې دې نېغ په نېغه د کیوبا خلکو ته ورسوي، او په ښکاره توګه دې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه وکړي.
د کیوبا خلک خوړو، تېلو، درملو، برېښنا او آزادۍ ته اړتیا لري او داسې حکومت ته چې د هغوي د راتلونکې غلا ودروي.