متحده ایالتونه له اوږدې مودې راهیسې د ځانګړو موقتي محاکمو او نورو څو اړخیزو میکانیزمونو ملاتړ کړی چې د جنګي قوماندانانو او هغو کسانو د محاکمې لپاره جوړ شوي چې د بشریت ضد جرمونو مسؤول دي.
متحده ایالتونه خپل پیاوړی او خپلواک عدلي نظام هم لري چې د بشري حقونو په څېر مسایلو کې د حکومت د نورو دوو څانګو لپاره د څار او توازن رول لوبوي.
خو د ۲۰۰۰ کال په ډسمبر کې، مخکې له دې چې نړیواله جزايي محکمه (ICC) په رسمي ډول خپل کار پیل کړي، د هغه وخت ولسمشر بل کلنټن د روم په تړون کې "د پام وړ نیمګړتیاوې" په ګوته کړې او خپل ځای ناستي ته یې مشوره ورکړه چې دا تړون د تصویب لپاره د متحده ایالتونو په کانګرس کې د سنا مجلس ته وړاندې نه کړي.
هغه ولیکل، "زمونږ اندېښنه په ځانګړي ډول دا ده چې کله محکمه رامنځته شي، ښايي یوازې د هغو هېوادونو د کارکوونکو پر وړاندې واک و نه کاروي چې تړون یې تصویب کړی، بلکې د هغو هېوادونو د کارکوونکو پر وړاندې هم د صلاحیت ادعا وکړي چې دا تړون یې نه دی تصویب کړی."
ولسمشر کلنټن یادونه وکړه چې متحده ایالتونه باید دا فرصت ولري چې "د وخت په تېرېدو سره د محکمې فعالیت وڅاري او وارزوي".
له هغه وخته راهیسې، د دواړو ګوندونو له خوا ټاکل شویو ولسمشرانو د نړیوالې جزايي محکمې سره د یوځای کېدو څخه ډډه کړې، او د خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر وړاندې د دې محکمې د احتمالي لاسوهنې په اړه یې بنسټیزې اندېښنې مطرح کړې دي.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه وروستۍ مقاله کې وویل چې دا اندېښنې په وروستیو کلونو کې لا زیاتې شوې دي:
هغه وویل: "په پیل کې دا محکمه د تر ټولو سختو جرمونو د محاکمې لپاره د محدودې مرستندویه لارې په توګه وړاندې کېدله. اوس ICC او د هغې متحدین د داسې یوې دایمي نړیوالې محکمې هڅه کوي چې نږدې بې حده صلاحیت ولري؛ داسې واک ولري چې د متحده ایالتونو او نورو خپلواکو هېوادونو محکمې او اساسي قوانین هم له پامه وغورځوي، او زموږ اتباع محاکمه کړي او ویې نیسي."
په وروستیو کلونو کې، ICC د دې ادعا کړې چې حق لري هغه امریکايي سرتېري او چارواکي محاکمه او حتی بندیان کړي چې د امریکا د ملي ګټو په استازیتوب فعالیت کوي، سره له دې چې متحده ایالتونه د دې محکمې غړی یا لاسلیک کوونکی نه دی.
دې محکمې د امریکايي سرتېرو او استخباراتي افسرانو په اړه پلټنې هم پیل کړې او ددې دوسیو د تړلو غوښتنې یې هم رد کړې دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د غچ اخیستنې یوه قضیه هم یاده کړه:
هغه وویل: "کله چې د متحده ایالتونو ۱۲ سناتورانو د خپلو اندېښنو په اړه د ICC د څارنوالۍ دفتر ته لیک واستاوه، د څارنوالۍ دفتر هغوی په جرمونو تورن کړل. د ICC له خوا د امریکا له خوا د پوځي او په قانوني عملي عملیاتو کې لاسوهنه یوازې د هغه واک څخه جدي تېری نه دی چې دا محکمه یې ادعا کوي؛ بلکې دا به د یوه خپلواک او مستقل هېواد په توګه د متحده ایالتونو د پای په معنی وي."
له همدې امله متحده ایالتونه د حکومت په ټولو برخو کې یوه پراخه هڅه او دیپلوماتیک کمپاین پیل کړی، څو پر ICC بندیزونه ولګوي او دا محکمه له منځه یوسي.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو ولیکل: "هغه کسان چې د امریکا له امنیت څخه ګټه اخلي، باید په داسې حال کې بې تفاوته پاتې نه شي چې هغه کسان چې دغه امنیت برابروي، هدف وګرځول شي.
د ICC له خوا امریکایانو ته د رامنځته شوي ګواښ د له منځه وړلو په کمپاین کې به هېڅ دیپلوماتیکه لاره رد نه شي."
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به تل د نړیوالو تیریو د ګواښونو پر وړاندې د امریکا له سرتېرو او اتباعو دفاع او ساتنه وکړي.