د ایران د تیلو د غیر قانوني سوداګرۍ مخنیوی

متحده ایالتونه د غیر قانوني سوداګرۍ مخنیوي دپاره پرېکنده اقدامات کوي. د ایران د تیلو غیر قانوني سوداګري د ایراني رژیم د عاید اصلي سرچینه ده چې ترهګري تمویلوي او سیمه بې‌ثباته کوي.

د مالیې وزارت د چین پر یوې لویې، خپلواکې تصفیه‌خانې او نږدې ۴۰ نورو هدفونو چې پکې بیړۍ او د هغوی مالکین یا مشران هم شامل دي او د ایران د نفتو د صادراتو لپاره مهمې لارې بلل کېږي، بندیزونه لګولي دي. پر ایران د امریکا د “اعظمي فشار” کمپاین به تهران د خپلو سیمه‌ییزو تهاجمي کړنو او د امریکا ګټو ته د ګواښونو له امله حساب ورکولو ته اړ کړي.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په ځانګړي ډول، د “لوکینګ پیټروکېمیکل” شرکت او د هغه پر اجرائیه رئیس بندیزونه لګولي دي، ځکه چې دوی د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د ایران خام تیل اخیستي او د پېر نه وروسته یې تصفیه کړي دي. په دې کې هغه نفت هم شامل دي چې د بهرني ترهګریز سازمان “انصارالله” له هغو بېړیو څخه ترلاسه شوي چې د حوثیانو په نوم پېژندل کېږي او د ایران د دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوژستیک (MODAFL) سره تړاو لري.

لوکینګ پیټروکېمیکل د (چاینکې تصفیه‌خانې) په توګه هم پېژندل کېږي یعني هغه کوچنۍ شخصي تصفیه‌خانې چې زیاتره د چین د شاندونګ په ولایت کې موقعیت لري. دا شرکت د تیلو له اړخه د ایران د اقتصاد په سکتور کې د فعالیت له امله په نښه شوی دی. چینایي تبعه وانګ شیوچینګ د دې شرکت اجرائیه رئیس او قانوني استازی دی او د همدې شرکت په استازیتوب د معاملو له امله ورباندې بندیز هم لګول شوی دی.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنت ویلي:“د چاینکې تصفیه‌خانو له خوا د ایران د نفتو پېر د ایراني رژیم لپاره اصلي او ژوندۍ اقتصادي لاره برابروي چې په نړۍ کې د یوه دولت په کچه د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی دی.”

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر همدارنګه پر ۱۹ نورو بنسټونو او بېړیو بندیزونه لګولي دي چې د ایران د میلیونونو بېرلو تیلو د لېږد مسؤلیت په غاړه لري. دا د “سیوري بیړۍ” په نوم د ایران د اقتصادي شبکې یوه برخه ده چې تصفیه‌خونو ته د تیلو د رسولو مسولیت لري.

وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د ولسمشرۍ یادښت ۲ فرمان صادر کړ او د ایران پر وړاندې یې د اعظمي فشار د کمپاین امر ورکړ، دا د بندیزونو څلورم پړاو دی چې د ایران د نفتو پلور په نښه کوي. دا اقدامات د امریکا ژمنتیا په ډاګه کوي چې د ایران لخوا د ترهګرۍ تمویل، د نیابتي ځواکونو د ملاتړ او د سیمې ثبات ته د ګواښ مخه نیسي.

متحده ایالتونه ټینګار کوي چې ایراني رژیم باید دا توان ونلري چې د ناقانونه نفتو عواید د خپلو ناوړه اهدافو لپاره وکاروي، په داسې حال کې چې د ایران خلک لا هم د اقتصادي بد مدیریت له کبله رنځ ګالي.

د مالیې وزیر سکات بېسېنت وویل:“متحده ایالتونه ژمن دي چې هغه عایداتي سرچینې پرې کړي چې تهران ته دا قوت ورکوي چې ترهګري تمویل او خپل اټومي پروګرام ته پراختیا ورکړي.”