د ایران د رژیم اشرافیانو له خوا د ناقانونه تیلو د قاچاقي شبکو پر ضد کلک اقتصادي اقدام

د متحده ایالتونو د مالیې وزیر سکات بیسینت

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د ایران د ناقانونه تیلو د لېږد پر زیربناوو باندې فشار زیات کړی دی، اوپر لسهاو کسانو، شرکتونو او بېړیو باندې یې بندیز لګولی دی.

دا ټول د ایران د تیلو د لېږد د چارو سوداګر محمد حسین شمخاني (د پخواني لوړپوړي ایراني امنیتي چارواکي علي شمخاني زوی) تر کنترول لاندې شبکې کې فعالیت کوي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنت وویل: "مالیې وزارت په شدت سره د اقتصادي سخت اقدام له لارې د رژیم اشرافیانو لکه د شمخاني کورنۍ په نښه کوي، چې هڅه کوي د ایران د خلکو د زیان په بیه ځانته ګټه ترلاسه کړي. "

شمخاني د ایران او روسیې د پټرولیم د پلور د څو میلیارد ډالرو په ارزښت د امپراتورۍ مشري کوي، چې داسې کورنۍ شتمنوي چې د ایران د رژیم له لوړو مقاماتو سره تړاو لري او دا ټول د ایران د خلکو په زیان ترسره کېږي.

د متحده ایالاتو اقدام چې د اپرېل په ۱۵ ترسره شو، د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د ۲۰۲۵ کال د جولای له هغه اقدام وروسته دی چې د شمخاني شبکه یې په نښه کړې وه او دا تر اوسه د ټرمپ د ادارې له خوا د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار د کمپاین له بیا پیل راهیسې تر ټولو لوی یوازینی اقدام بلل کېږي.

د کورني امنیت د تحقیقاتو له ادارې سره په ګډه پلټنه کې، د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر همدارنګه ایراني تبعه او د لبنان د حزبالله مالي تمویل کوونکی سید نعیمایي بدردین موسوي او درې هغه شرکتونه په نښه کړي دي چې د پیسو مینځلو له یوې پېچلې طرحې سره تړاو لري. دا طرحه د ایران د تیلو د پلور په بدل کې د وینزویلا د سرو زرو د تبادلې سره تړاو لري، چې د وینزویلا د پخواني دیکتاتورۍ پر مهال ترسره کېده، او په پای کې د حزبالله او د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو د قدس ځواک په ګټه هم تمامیده.

د متحده ایالتونو دا اقدام د بندیزونو وروستۍ لړۍ ده چې د ایران د تیلو پلور او د هغه نیابتي ډلې لکه حزب الله په نښه کوي. دا وروسته له هغې ترسره کېږي چې ولسمشر د ملي امنیت د ولسمشرۍ دویم لمبر یاداشت صادر کړ، چې له مخې یې پر ایران او د هغه پر سیمه ییزو نیابتي ډلو د اعظمي اقتصادي فشار کمپاین پیل شو. د دې فرمان له صادرېدو راهیسې، د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له ۱۰۰۰ څخه پر زیاتو کسانو، بېړیو او الوتکو بندیز لګولی دی.

د شمخاني شبکه د داسې ظاهراً قانوني ادارې، مشورتي او بار وړونکو شرکتونو له لارې پر مخ وړل کیږي چې د دې شبکې د بېړیو ټول فعالیتونه هم اداره کوي. دا شرکتونه او د هغوی کارکوونکي په عامه توګه فعاله څېره لري تر څو د قانوني بڼې ډاډ تر لاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې دا شبکه کولای شي د ایران رژیم ملاتړ وکړي او د شمخاني کورنۍ هم شتمنه کړي.

د کورني امنیت له ادارې سره په ګډه پلټنه کې، د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د ایران ناقانونه د تیلو او سرو زرو قاچاق په نښه کوي چې په ځانګړي ډول د حزب الله لپاره د رژیم د ترهګریزو فعالیتونو د تمویل یوه برخه جوړوي.

ایراني تبعه او د حزبالله مالي تمویل کوونکی سید نعیمابي بدردین موسوي، چې د ایران له رژیم سره هم تړاو لري، له نورو کسانو سره په ګډه د ترهګرۍ د تمویل فعالیتونه اسانه کړي دي، چې پکې د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د رژیم مشران هم شامل دي.

د موسوي اړیکې د وینزویلا له پخواني رژیم سره د مستقیم تماس تر کچې وې، او هغه د الېک ساب (چې په ۲۰۲۰ کال کې نیول شوی و) د مالي چارو ځینې چارې هم پر غاړه درلودې.

لکه څنګه چې وزیر بېسنت وویل: "د ولسمشر ټرمپ تر مشرتابه لاندې، مالیې وزارت به د ایران د ناقانونه قاچاق او د ترهګرۍ د نیابتي شبکو د پرې کولو هڅې ته دوام ورکړي. مالي بنسټونه باید خبر وي چې مالیې وزارت به ټول وسایل او د واک، په شمول د ثانوي بندیزونه، د هغو پر ضد وکاروي چې لا هم د تهران د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي. "