د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د تدارکاتي شبکو پر ضد اقتصادي فشار

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکات بېسنټ

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د ایران، ترکیې او متحده عربي اماراتو پورې اړوند ۱۴ تنه، بنسټونه او الوتکې تحریم کړي دي ځکه چې هغوی د ایران د رژیم په استازیتوب د وسلو یا د وسلو د پرزو په پېر او لېږد کې ښکېل وو.

په داسې حال کې چې متحده ایالتونه د ایران د بالستیک توغندیو زېرمو کمولو ته دوام ورکوي، رژیم هڅه کوي د تولید خپله وړتیا ورغوي. ایران په زیاتېدونکي ډول د شاهد لړۍ یوطرفه بریدکوونکو بېپیلوټه الوتکو څخه کار اخلي تر څو په سیمه کې د انرژۍ د زیربناو په شمول، متحده ایالتونه او د هغوی متحدین په نښه کړي. دا اقدامات د «اقتصادي فشار» د تګلارې ملاتړ کوي چې د نړیوال امنیت پر وړاندې د ایران د رژیم د دوامدارو ګواښونو په ځواب کې ترسره کېږي.

د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ، د اپرېل په ۲۱مه په یوه اعلامیه کې وویل: «د ایران رژیم سره باید د انرژۍ نړیوالو بازارونو د استثمار او د ملکي وګړو پر وړاندې د توغندیو او ډرونونو د بې پروا کارونې له امله حساب او کتاب وشي.»

دا اقدام د ملي امنیت د (ولسمشرۍ یادښت ۲) د پلي کېدو پر بنسټ ولاړ دی چې د امریکا حکومت ته لارښوونه کوي څو د ایران د بالستیکو توغندیو پروګرام محدود کړي. د ایران د دودیزو وسلو د پراختیا مخه ونیسي، ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي او هغو شتمنیو او سرچینو ته د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قول اردو لاسرسی بند کړي چې بېثباته کوونکي فعالیتونه تمویلوي.

دا اقدام همدارنګه د مالیې وزارت له لوري د وسلو د نه خپرېدو اړوند د پنځم پړاو تحریمونه هم دي چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۷مه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ملاتړ ترسره شوي، دا د ایران له لوري په جدي توګه د اټومي ژمنو د « نه پلي کولو» مستقیمه پایله ده.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر په ایران کې د مېشت شرکت (پشګام الکترونیک صفاح) یا (PESC) درې کسان او د هغه د اجرائیه رئیس حمید رضا جهانقرباني سره د ملاتړ له امله تحریم کړي دي.

دې شرکت د زرګونو هغو موټورونو تدارک کړی چې د یوطرفه بریدګرو بېپیلوټه الوتکو لپاره کارېږي او دا پرزې د شاهد په ۱۳۶ غورځول شویو ډرونونو کې موندل شوې دي.

کمال صباح بلخکانلو، چې په تهران کې د اسعارو تبادله کوونکی دی، د اوږدې مودې لپاره د (PESC) د تادیاتو برابرونکی و، په ځانګړي ډول د کاربن فایبر او موټورونو د پېرلو لپاره هغه توکي چې ایران یې د خپل بالستیک توغندیو او ډرون پروګرامونو لپاره غواړي.

ایراني تبعه، دانیال خلیلي، د (PESC) استازی و چې د جهانقرباني د شبکې له لارې یې د اخیستل شوو توکو ترلاسه کولو او سپارلو کارونه اسانه کول.

متحده ایالتونه همدارنګه په ترکیې کې میشت د یوه شرکت په وړاندې اقدام کړی چې په ایران کې د میشت یو شرکت (پردیسان رضوان شرق) په نوم د نړیوال خصوصي شرکت ملاتړ یې کاوه. دا شرکت د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۳۰مه تحریم شو، ځکه چې دا شرکت د مصطفی رستمي ثاني تر مالکیت یا کنټرول لاندې و او یا یی هم د هغه په استازیتوب فعالیت کاوه.

رستمي ثاني د پارچین کیمیاوي صنايعو لپاره لسګونه مټریک ټنه سوډیم پرکلوریټ برابر کړي وو. دا اداره د ایران د دفاعي صنايعو د سازمان یوه برخه ده او د کیمیاوي توکو د وارداتو او صادراتو مسؤلیت لري.

بېسنټ زیاته کړه: « د مالیې وزارت، د ولسمشر ټرمپ تر مشرتابه لاندې، د اقتصادي فشار د پالیسۍ د یوې برخې په توګه به د پیسو لړۍ تعقیب ته دوام ورکړي او د ایران د رژیم بېپروا کړنې او هغه کسان چې ورسره مرستې کوي په نښه کړي.»