جي -۲۰ باید د ګډو ګواښونو د حل لپاره په ګډه کار وکړي

د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې، چې په دې وروستیو کې یې د جي-۲۰ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه و، د خوځښت، سوکالۍ او نوې نوښتګرې انرژۍ یوه بې‌سارې څپه لیدل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: «دا کومه تصادفي پېښه نه ده.» د هغه په وینا، دا د یو لړ هغو پرېکړو مستقیمه پایله ده چې موخه یې سوداګریزو شرکتونو، متشبثینو او وګړو ته د اقتصادي بنسټونو، زیربناوو او داسې مقرراتي چاپېریال برابرول دي، چې د خلکو د وړتیاوو د غوړېدو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل، هغه اقتصاد چې امریکایان یې د راتلونکي لپاره د خپل هېواد په بېلابېلو سیمو کې په پښو دروي، د جي-۲۰ ډلې اقتصادي شریکان هم ترې برخمن کېدای شي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو څرګنده کړه: "دا د متحده ایالتونو د اقتصادي او ملي امنیت په ګټه ده چې موږ د انرژۍ په برخه کې مخکښ او ځواکمن واوسو، پیاوړي اکمالاتي ځنځیرونه ولرو، هغه مقرراتي خنډونه لرې کړو چې اقتصادي وده ټکنۍ کوي، او د فوق‌العاده ځیرکتیا او نورو مهمو نویو ټوکیدلو ټکنالوژیو په پرمختګ کې مخکښ رول ولوبوو."

دا هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له موخو څخه یوه ده چې د جي-۲۰ د ډلې هېوادونه پر بنسټیزو اقتصادي سیاستونو تمرکز وکړي.

د روبیو په وینا، "موږ غواړو د حل عملي لاره پلي کړو چې رښتینې او ملموسې پایلې ولري."

د غونډې یوه مهمه موضوع د سمندري تګ راتګ ازادي وه. په نړیوالو اوبو کې د بېړیو خوندي تګ راتګ د نړۍ د اقتصادي او ټولنیز ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل: "موږ اوس په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې د ایران رژیم په فعاله او ښکاره توګه سوداګریزې بېړۍ په نښه کوي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ او متحده ایالتونو د سمندري لېږد رالېږد د ساتنې په برخه کې فوق‌العاده دنده ترسره کړې ده."

د روبیو په وینا، نن ورځ د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکي سون‌توکو اندازه له هغې اندازې سره نږدې برابره ده چې له شخړې مخکې لېږدول کېده. خو هغه زیاته کړه: "سره له دې، موږ اړ شوي یو چې نږدې هره شپه دغه بېړۍ د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له بریدونو څخه وساتو."

همدارنګه، په باب‌المندب تنګي کې هم بریدونه شوي او د جنوبي چین سمندرګي، د تایوان تنګي او نورو سیمو کې د دښمنانه فشارونو او ګواښونو له امله د نړۍ اقتصادونه له خطر سره مخ دي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو خبرداری ورکړ چې پر سمندري لارو د بریدونو او فشارونو یوه له تر ټولو جدي پایله دا ده چي د خوړو خوندیتوب او امنیت له خطر سره مخ کېږي.

هغه وویل:"کله چې انرژي، کیمیاوي سرې او کرنیز محصولات خپلو ټاکلو ځایونو ته ونه رسېږي، نو دا زموږ د هر یوه هېواد او د نړۍ د ټولو هېوادونو تر ټولو حیاتي اړتیا له ګواښ سره مخ کوي."

که څه هم د جي-۲۰ ډلې ټولو غړو هېوادونو ومنله چې د مهمو او ستراتیژیکو منرالونو په برخه کې ستونزه شته، خو د حل په ګدې لارې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل، اقتصادي ننګونې پېچلې دي او له یو بل سره نږدې تړاو لري.
هغه زیاته کړه:"ځکه چې موږ ټول له دغو ننګونو سره مخ یو، نو باید د حل لپاره یې ټول په ګډه کار وکړو."