د اګست په ۲۳مه د هیټي په کینسکوف کې د یوه وحشیانه ډلېیز برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۷ کسان ووژل شول او له ۵۰ څخه ډېر کسان یر غمل ونیول شول. متحده ایالتونه د دغو ترهګرو ډلو دا وحشیانه برید په تر ټولو سختو الفاظو غندي.
«دا برید، چې د میاشتو راهیسې د روان مرګونې تاوتریخوالي په لړ کې تر سره شو، یو ځل بیا موږ ته د هیټي د امنیتي ناورین او ناوړه وضعیت په ډاګه کوي،»
په ملګرو ملتونو کې د ځانګړو سیاسي چارو لپاره د متحده ایالتونو یوې استازې، سفیرې جنیفر لوسېټا، وویل، له میاشتو راهیسې ترهګرو ډلو ملکي وګړي وژلي، ټولنې یې ځپلي، کورونه یې سوځولي او کورنۍ یې ویجاړې کړې دي.
دغو ډلو اوس په ښکاره اعتراف کړی چې د دوی موخه دا ده چې په هیتي کې رایه ورکوونکي په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې رایې له کارولو او خپل حق څخه منع کړي.
سفیرې لوسېټا وویل: «ترهګر نشي کولی له تاوتریخوالي د ډکو خپلو موخو لپاره ډیموکراسي یرغمل کړي. دوی نشي کولی د ټوپک له خولې او پر پوستو او پاټکونو د خلکو لاره ونیسي ویې ویروي، او د هیټي د خلکو راتلونکی ترې لوټ او تالان کړي.»
هغې زیاته کړه، «موږ باید ملکي وګړي د دې نه بخښونکو کړنو څخه خوندي وساتو.»
متحده ایالتونه د هیټي له هغو چارواکو سره ولاړ دي چې هڅه کوي عاملین حساب ورکولو ته اړ کړي، له جرمونو څخه د ډلو معافیت پای ته ورسوي، دولتي واک بېرته ټینګ کړي او د هیټي خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل حکومتي مشران په خپله وټاکي.
متحده ایالتونه د هیټي په مشرۍ د امنیتي هڅو ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي، څو د ډلو دا ترهه ګریز اعمال پای ته ورسول شي.
سفیرې لوسېټا وویل: «همدا برید په څرګنده ښيي چې ولې د ملګرو ملتونو له خوا د ډلو د ځپلو دپاره ځانګړی او منظور شوی ځواک د (GSF) ماموریت مهم دی. دا ځواک د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې د یوې ودانۍ له دېوالونو دننه اعلامیې خپرې کړي یا په داسې حال کې زموږ پیسې ولګوي چې هیټي له کړاو سره مخ وي. د دې شورا او د ډېرو نورو مرستندویه هېوادونو په مرسته، دا د یوه نوي ډول ماموریت دی- داسې ماموریت چې په حقیقت کې د ډلهمارانو د درولو او د وینېتوېدو د پای ته رسولو واک او اجازه لري.»
سفیرې لوسېټا ټینګار وکړ: «دوی باید کوڅې لدې جګړه مارو پاکې کړي، ګواښ له منځه یوسي او هیټي بېرته خپلو خلکو ته وسپاري.»
«د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه کولی شي د سیمهییز ثبات په لور د دې مهم ګام ملاتړ وکړي. څو د GSF لپاره د سرتېرو او پولیسو برابرونکي هېوادونه ژر تر ژره خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او د GSF لپاره د ملګرو ملتونو د امانتي صندوق سره مالي مرسته وکړي.»
سفیرې لوسېټا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د دې کار د بشپړولو لپاره ډېر اړین تجهیزات، سرچینې او سیاسي اراده برابره کړي.
سفیرې لوسېټا خبرداری ورکړ: «موږ یوازې د امنیتي ځواکونو له لارې ثبات نه شو راوستلی. موږ باید د یوې مسولې حکومتولۍ له خوا د رامنځته شویو واقعي فرصتونو سره د باور وړ بدیل د لارو چارو په سنجولو سره په ګډه د تاوتریخوالي دا کړۍ ماته کړو.»
سفیرې لوسېټا وویل: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې له هیټي سره مرسته وکړي، څو په اوږدمهال کې سوله ترلاسه شي. د پانګې، بنسټیزو تاسیساتو او د دندو په رامنځته کولو او د ډېرو اړینو پانګونو په برابرولو سره، موږ کولی شو د هیټي د راتلونکي نسل مشرانو ته فرصتونه برابر کړو او د ډلهییز تاوتریخوالي د مرګونې لارې پر ځای بدیلې چارې وړاندې کړو.»
متحده ایالتونه د هیټي ترڅنګ ولاړ دی او د هیټي له خلکو او خپلو نړیوالو شریکانو سره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو دا ناورین پای ته ورسوي او د هیټي ثبات بېرته تامین شي.