د سولې دپاره، حماس، باید بې وسلې شي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی، مایک والټز

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې په طرحه کې د حماس بې‌وسلې کېدل یو اساسي شرط بلل شوی، هغه طرحه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۰۳ شمېرې پرېکړه‌لیک له خوا هم تایید شوې ده.

د ترکیې، مصر او قطر په ګډون منځګړي کوښښ کوي حماس دې ته وهڅوي چې په غزه کې د یوې وسله‌والې ډلې په توګه ونډه ونلري او د سولې د طرحې د عملي کېدو یوازینۍ لار د دې ډلې بې‌وسلې کېدل دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د امنیت شورا غونډې ته وویل حماس باید اجازه ونه لري چې منځنی ختیځ یو ځل بیا د تاوتریخوالي کړۍ ته ور ستون کړي.

هغه ټینګار وکړ: «لکه څنګه چې موږ له میاشتو راهیسې وایو، حماس نه شي کولای په وسلو سمبال پاتې شي.»

والټز وویل، حماس دا جګړه د اکتوبر د اوومې له بریدونو سره پیل کړه، د ملکي وګړو تر شا پټ شو، له ښوونځیو او روغتونونو یې ناوړه ګټه پورته کړه او بشري مرستې یې غلا او بندې کړې. د هغه په وینا، دې ډلې کلونه کلونه بشري مرستې د پوځي تونلونو په یوې پراخې شبکې بدلې کړې.

هغه زیاته کړه چې د حماس بې‌وسلې کېدل باید د حماس د ټولو پوځي او ترهګریزو تاسیساتو، د برید د وړتیاوو، تونلونو او د وسلو د تولید د مرکزونو د له منځه وړلو په معنی وي.

والټز وویل: «حماس دا حق نه لري چې د خبرو له لارې خپله ترهګره ډله په وسلو سمباله وساتي.»

د ملګرو ملتونو د خپلواک نړیوال حقیقت‌موندنې کمېسیون د رپوټ له مخې، د حماس اړوندو ځواکونو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې کړې دي.

رپوټ د سلګونو کسانو د قضیو یادونه کوي چې پکې له محکمې پرته وژنې، سخت فزیکي تاوتریخوالی، د زنګنونو ماتول، معلولول، جنسي تېری او شکنجه شامل دي.

رپوټ وایي د دغو سزاګانو ډېری په عام محضر کې ترسره شوې او د غزې د خلکو د وېرولو لپاره ماشومان هم د نندارچیانو په توګه حاضر کېدل. کمېسیون وایي، دا کړنې د جګړه‌ییزو جرمونو، وژنې او شکنجې مصداق ګڼل کېږي.

رپوټ زیاتوي چې په وروستیو اوونیو کې د غزې یو شمیر اوسیدونکو او فلسطینیانو د حماس د جنګي جرمونو، عامه اعدامونو او شکنجو پر ضد اعتراضونه وکړل، خو د حماس له خوا د ګواښ او وېرونې له کمپاین سره مخ شول.

مایک والټز د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې نړیواله ټولنه باید د دې ډول تاوتریخوالي پر وړاندې خپل دریځ وساتي. هغه وویل: «موږ باید له دې نړیوال ستیژ څخه د هر ډول ترهګرۍ غندنه وکړو.»

هغه زیاته کړه: «پوښتنه دا ده چې تر کومه به دا ومنو چې ترهګر په غزه کې فلسطینیان وژني، د هغوی بشري مرستې غلا کوي، د ماشومانو تر شا پټېږي او د هغې هوکړې سره سره چې پرې موافقه یې کړې ده، خپلې وسلې نه سپاري او غزه په بدمرغۍ کې ساتي."

د امریکا له نظره، ځواب روښانه دی؛ هېڅکله نه، او نور بس دی.»