حماس لا هم په غزه کې د سولې پر وړاندې اصلي خنډ دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والتز

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والتز وایي: «ورځ په ورځ موږ داسې راتلونکې ته نږدې کېږو چې یا پکې د غزې او لویدیځې غاړې فلسطینیان په ازادۍ، هوساینې او له اسراییلو سره په سوله کې ژوند وکړي، او یا هم بېرته ګډوډۍ، راکټونو، یرغمل نیونو او ویجاړۍ ته ستانه شي.»

هغه زیاته کړه چې متحده ایالتونه او د سولې بورډ کې یې شریکان په جدي ډول هڅه کوي څو په غزه کې سوله ټینګه کړي.

خو د هغه په وینا، اوس هم یو لوی خنډ شته او هغه حماس دی. هغه وویل: «حماس باید دا ومني چې دوی به د وسلو، ترهګرۍ او تاوتریخوالي له لارې په غزه کې هېڅ ډول رول ونه لري، نه په مستقیم ډول او نه هم په غیر مستقیم ډول.»

هغه ټینګار وکړ چې حماس او نورې وسله والې ډلې باید بې وسلې شي، د تاوتریخوالي لار په بشپړه توګه پرېږدي، او له تونلونو او د وسلو له تولیدي مرکزونو څخه لاس واخلي.

هغه زیاته کړه: «متحده ایالاتونه او زموږ شریکان به د غزې د ادارې لپاره د ملي کمېټې سره په سلا مشورې، پر حماس فشار ته دوام ورکړي. موږ به هېڅکله شاته نه شو او نه به سترګې پټې کړو.»
نوموړي له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې حماس د سولې لارې ته وهڅوي.

متحده ایالاتونه به همدارنګه د ثبات د ټینګولو په موخه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو دا ځواک وکولای شي د غزې د ادارې ملي کمېټې لپاره په غزه کې د حکومتولۍ او ثبات شرایط برابر کړي. هغه د قزاقستان، البانیا، کوسوفو، مراکو او اندونیزیا په ګډون له هغو هېوادونو مننه وکړه چې چمتو دي په غزه کې ځواکونه ځای پر ځای کړي، څو اسراییلي پوځیان ووځي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې که وسلې له حماس څخه بلې سختدریځې ډلې ته ولېږدول شي، نو غزه به هېڅکله خوندي، ازاده او هوسا نه شي.

هغه ټینګار وکړ چې د حماس وسلې باید په دایمي ډول له لاسرسي ووځي. د نړیوال تمویل له لارې د وسلو د بېرته اخېستلو او د جنګیالیو د بیا ادغام پروګرام هم وړاندې شوی، او حماس باید دغه وړاندیز ومني.

هغه زیاته کړه چې د غزې د ادارې ملي کمېټې پر وړاندې دنده خورا درنه ده. د اوربند راهیسې، غزې ته د پام وړ بشري مرستې رسېدلي دي.

هغه وویل: «موږ هره ورځ هڅه کوو چې دا بهیر د ملکي-پوځي همغږۍ مرکز له لارې لا ښه او پراخ کړو،»

هغه همدارنګه زیاته کړه : «موږ پوهېږو چې په غزه کې ژوند لا هم ستونزمن دی او راتلونکې یې هم څرګنده نده.»

په پای کې هغه بیا ټینګار وکړ چې اصلي ستونزه چې غزه شاته ساتي، حماس دی.

هغه همدارنګه وویل: «موږ د غزې د بیا رغونې او پراختیا لپاره پلان لرو، تمویل شته او شریکان چمتو دي چې کار پیل کړي. هر کله چې حماس بې وسلې کېدو ته غاړه کېږدي، د غزې په تاریخ کې به نوی فصل پرانیستل شي.»