حوثیان په منځني ختیځ کې کړکېچ زیاتوي

حوثیانو په منځني ختیځ کې خپل بریدونه زیات کړي دي. سعودي عربستان وویل چې تر ټولو وروستۍ پېښه کې، مخکې له دې چې د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه د مکې مکرمې هوايي حریم ته داخله شي، د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا کشف او له منځه وړل شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال د اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب شوې اوربند، تر ډېره پورې د سعودي عربستان پر خاوره د حوثیانو بریدونه درولي وو. خو له هغه راهیسې چې دې ډلې د جولای په میاشت کې د سعودي د بیړیو د محاصرې اعلان وکړ، بیا جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

سعودي عربستان همدارنګه په عراق کې مېشته پر یوې ایران پلوې ملیشه ډلې باندې د سپټمبر د ۱۱مې د برید پړه اچولې ده. په دغه برید کې د سعودي عربستان ختیځ ـ لوېدیځ پایپ‌لاین زیانمن شو. دا پایپ‌لاین د عربستان دښتو له لارې تېل لېږدوي چې په پایله کې د ۴ میلیون بېرلو تېلو لېږد له خطر سره مخ شو.

د سپټمبر په لومړیو کې، حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې له ۷۰ څخه ډېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شول او د تېلو په مهمو تأسیساتو کې اورونه ولګېدل.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو سیاسي وزیرې او سلاکارې جېنیفر نایدارت وویل: «دا هماغه تاکتیکونه دي چې حوثیان یې د خپلو یمني هېوادوالو د وېرولو لپاره کاروي. حوثیانو پر ښارونو بمبارۍ کړې، زرګونه کورنۍ یې بې‌ځایه کړې او د نامعلوم شمېر یمني ملکي وګړو د وژنې لامل شوي دي. پر المخا باندې د دوی بریدونو په یمن کې د بندرونو حیاتي زیربناوې، چې لسګونه میلیونه ډالر ارزښت لري، ویجاړې کړې دي.»

مېرمن نایدارت اعلان وکړ: «دا بریدونه د سعودي عربستان او یمن د حاکمیت څخه ښکاره سرغړونې دي او د سیمې او نړۍ د انرژۍ امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي.»
هغې زیاته کړه: «د پېښو بڼه روښانه ده. حوثیان د ایران اجنټان او وسیلې دي، او د دغو بریدونو تر شا د ایران لاس څرګند دی.»

دغه بریدونه د حوثیانو د یوې پراخې مبارزې برخه ګڼل کیږي چې موخه یې د سمندري تګ راتګ حق او نړیوالې ازادې سوداګرۍ ته ګواښ پېښول دي.

مېرمن نایدارت وویل: «متحده ایالتونه په ټینګه د سعودي عربستان د پاچاهۍ تر څنګ ولاړ دي او د پاچاهۍ هغه حق بیا تأییدوي چې خپله خاوره او خپل اتباع ساتي. موږ همدارنګه د یمن د جمهوریت تر څنګ ولاړ یو، څو د حوثیانو ترهګري پای ته ورسوي او د یمن خلکو ته سوله او ثبات راولي.»
«موږ له حوثیانو غوښتنه کوو چې سمدستي د سعودي عربستان، د یمن د مشروع حکومت او نړیوالو بېړیو پر وړاندې ټول بریدونه ودروي.»

په ورته وخت کې، متحده ایالتونه د حوثیانو له خوا د ملګرو ملتونو د کارکوونکو، بشري مرستندویانو او دیپلوماتیک پرسونل، چې په صنعا کې د متحده ایالتونو د سفارت کارکوونکي هم پکې شامل دي، د دوامدار او ناعادلانه توقیف پر ضد هم غږ پورته کوي. ټول دغه یرغمل شوي کسان باید سمدستي او پرته له کوم شرطه خوشې شي.

مېرمن نایدارت وویل: «د راتلونکي لپاره دا غوره لاره ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو د لا پیاوړي عملي کولو له لارې حوثیان له هغو سرچینو څخه بې‌برخې شي چې د دوی ترهګریز فعالیتونه او دوام تمویلوي.»

«دا زیاتېدونکی کړکېچ د منلو وړ نه دی، او هغه کسان چې د دې وضعیت د رامنځته کېدو زمینه برابروي، د پایلو مسؤلیت به ددوي پر غاړه لري.»

متحده ایالتونه به له خپلو شریکانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو حوثیان مسؤل وګنل شي او پدې حیاتي سیمه کې ثبات بېرته ټینګ شي.