په ملګرو ملتونو کې د ایران سره د حساب او کتاب وخت رارسېدلی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې چې د ۱۷۳۷ کمېټه بېرته فعاله کړي چې د ایران د اټومي پروګرام پر ضد د بندیزونو د پلي کېدو څارنه کوي. دا پرېکړه د شورا د غړو د هغو اندېښنو پر بنسټ شوې چې وایي د ایران اټومي پروګرام د نړیوالې څارنې پرته مخ په پرمختګ دی.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) د مشرانو شورا د وروستۍ غونډې له مخې، د ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي ویلي چې د راپور ورکولو په دې موده کې ایران لدې ادارې سره د خوندیتوب د نا حل شویو مسایلو په اړه همکاري نه ده کړې.

عمومي رئیس ګروسي له ایران څخه وغوښتل چې ددې ادارې سره رغنده تعامل وکړي، څو په ایران کې د خوندیتوب د تدابیرو پلي کېدل اسانه شي او د امنیت شورا او د ادارې د مشرانو شورا اړوند پرېکړه لیکونه عملي شي.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا مرستیالې استازې تامي بروس وویل، "موږ هم د دې غوښتنې ملاتړ کوو. "
سربېره پر دې، امریکا یو پرېکړه لیک وړاندې کړی چې له ایران څخه غواړي د خپلو غني شویو یورانیمو د زېرمو او اړوندو تاسیساتو په اړه بې له ځنډه معلومات وړاندې کړي.

له تېرو یوولسو میاشتو راهیسې د IAEA پلټونکي پدې ندي توانېدلي چې د ایران د لوړې کچې د غني شویو یورانیمو زېرمو او یا هم د ټيټې کچې غني شویو یورانیمو زېرمو ته لاسرسی ومومي چې مخکې اعلان شوې وې او یو کال وړاندې د امریکا د هوايي بریدونو له امله اغېزمنې شوې وې.

ایران نه یوازې دا چې IAEA ادارې ته د غني‌سازۍ د فعالیتونو د بندولو تاییدۍ لپاره لاسرسی نه ورکوي، بلکې هڅه یې کړې چې د بالستیک توغندیو خپل پروګرام ته هم پرمختګ ورکړي.

د دې پروګرام له امله ایران او له ایران سره تړلو ډلو په دې وروستیو کې پر بحرین، اسرائیل، عراق، اردن، کوېټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو بریدونه کړي دي.

سفیرې بروس خبرداری ورکړ چې ایران د تېر سپټمبر راهیسې، کله چې بندیزونه بېرته نافذ شول، د ملګرو ملتونو هغه بندیز هم مات کړی چې د ایراني وسلو صادرات منع کوي.

هغې وویل چې ایران د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د غیر دولتي ډلو په ګډون دودیزې پوځي وړتیاوې خپرې کړې دي.

سفیرې بروس وویل چې د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر وړاندې د ایران سرغړونې د شورا د دوو غړو هېوادونو له خوا اسانه شوې دي.

هغې زیاته کړه، "روسیې او چین هڅه کړې چې دا کمېټه بې‌اغېزې کړي، ایران په خپل شریک بدل کړي، او د نړیوالې ټولنې پام له خپلو سرغړونو واړوي. "

د هغې په وینا، روسیې څو ځله د امنیت شورا د ۱۷۴۷ پرېکړه لیک خلاف له ایران څخه لنډ واټن بالستیک توغندي ترلاسه کړي دي. همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې مسکو د ۱۹۲۹ پرېکړه لیک خلاف ایران ته برید کوونکې هلي کوپترې ورکړې.

سفیرې بروس اعلان وکړ، "امنیت شورا روښانه صلاحیت لري چې د ۱۷۳۷ بندیزونو کمېټه او ورسره تړلی د کارپوهانو پلاوی فعاله کړي. "

هغې وویل، "دا کمېټه او دا پرېکړه لیکونه امنیت شورا ته د نړیوال امنیت او هوساینې پر وړاندې د ګواښونو د سوله‌ییز حل وسیله برابروي. "

سفیرې بروس د امنیت شورا له نورو غړو وغوښتل چې «هغه وسایل وکاروي چې شورا د پرېکړه لیکونو د سوله‌ییز پلي کېدو لپاره رامنځته کړي دي. "

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمن دی دا ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هېڅکله اټومي وسله جوړه نه کړي او نه یې ترلاسه کړي، او د هغه لومړیتوب لا هم ډیپلوماسي ده.

سفیرې بروس وویل، "موږ له چین او روسیې غوښتنه کوو چې د شورا د پرېکړو د کمزوري کولو هڅې ودروي او د سولې د امکان مخه ونه نیسي. "