د مادورو رژیم د بشري حقونو څخه سرغړونه روانه ساتلې

د ونېزویلا ولسمشر، نیکولاس مدورو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو د راپور په اساس د وینزویلا د بشري حقونو وضعیت په پراخه کچه خراب شوی.

نیکولاس مادورو او د هغه استازو د ۲۰۲۴ کال په جولاۍ کې، په ځانګړې توګه، د ولسمشریزو ټاکنو نه وروسته، د بشري حقونو جدي سرغړونې کړي چې په ملګرو ملتونو کې د وینزویلا د حقیقت موندنې د خپلواک ماموریت په وینا، "د قانون د حاکمیت تضعیف یو نوی پړاو" ته ورسېد.

د بشري حقونو جدي سرغړونو کې د بې بنسټه یا غیر قانوني وژنو د باور وړ راپورونه، ورک کول، شکنجه، ظالمانه او غیر انساني یا سپک کوونکی چلند، د غیرقانوني نیونو یا بندي کولو راپورونه، د سرحدونو اخوا د نورو هیوادونو د وګړو ځورونه، د مادورو له ملاتړه برخمنو وسلوالو ډلو له خوا د ماشومانو ناقانونه استخدام او استعمال، د بیان او رسنیو پر آزادۍ سخت محدودیتونه، د انسان قاچاق او جبري کار شامل دي.

هیڅ ډول اقدامات ونه شول چې هغه چارواکي وپیژندل شي او سزا ورکړل شي چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

قانون د بیان ازادي تضمینوي، خو دا آزادي د بدنامۍ، سپکاوي، او د رسنیو د محتوا پر ضد د قوانینو، قانوني ځورونو، فزیکي ګواښونو، او پر عدلي سیسټم د مادورو د ناروا نفوذ له امله په جدي ډول محدوده شوې ده.

د مادورو پلوي ملي او ایالتي چارواکو او نورو کسانو د شخصي ملکیت مالکان او دیموکراټیک اپوزیسیون ته متمایلې تلویزیوني شبکې، رسنۍ او خبریالان د ګواښونو، د دوي د ملکیتونو په نیولو ، اداري او جزایي پلټنو او قضایي اقداماتو له لارې ځورولي او وېرولي دي.

د Espacio Público په نوم غیردولتي سازمان د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې ولسمشریزو ټاکنو ته تر رسېدو دمخه د بیان د آزادۍ د سرغړونو ۹۸ پېښې ثبت کړې دي، چې دا تر ټولو لوړه شمېره ده. دغه سازمان د ۲۰۰۹ کال راهیسې د معلوماتو راټولول پیل کړي دي.

د محکمې د پرېکړې نه مخکې، د اوږدې مودې دپاره زندان کې پاتې کېدل، لا هم یوه جدي ستونزه ده. د زندانونو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د پولیسو ډېر دفترونه په موقتي زندانونو بدل شوي دي.

په قضایي بهیر او زندان ته د انتقال د سوکه بهیر له کبله ځینې بندیان کلونه کلونه په دغو موقتي ځایونو کې ساتل شوي دي.

باوري رپوټونه په ډاګه کوي چې د مادورو پلوي امنیتي ځواکونه په منظم ډول بندیان شکنجه کوي او پرې ظلمونه کوي. په زندانونو کې ښځې د جنسي تاوتریخوالي، ځورونې، او شکنجې ښکار ګرځي، او اکثراً دوي د خوراک او څښاک په بدل کې جنسي عمل ته اړ وېستل کېږي.

د یوې لسیزې نه هم ډیر وخت کېږي چې مادورو د Cartel de los Soles په نوم د نشه یی توکو د قاچاقو د ډلې مشر پاتې شوی، هغه مافیايي ډله چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د نشه‌یي موادو د قاچاقو مسؤلیت په غاړه لري. د ۲۰۲۵ کال د جولاۍ په ۲۵مه، د امریکا د مالیې وزارت دغه مافیایي ډله یو ځانګړی نړیوال ترهګریز سازمان وباله.

اوس د امریکا حکومت د مادورو د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې ۵۰ میلیونه ډالر انعام اعلان کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیوېټ په یوې تازه خبري غونډې کې ویلي: "د مادورو رژیم د وینزویلا مشروع حکومت نه دی.

دا د مخدره موادو-ترهګریزه ډله ده. مادورو مشروع ولسمشر نه دی؛ هغه د دې نشه‌یي موادو د کارټل یو تښتېدلی مجرم دی."