د ارام سمندر د امنیت د پیاوړتیا لپاره د چارواکو را ټولېدل

متحده ایالتونو په دې وروستیو کې د ارام سمندر په سیمه کې د فعالو نړیوالو جنايي سازمانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۴۴ میلیون ډالرو څخه د زیاتو نویو پروګرامونو اعلان وکړ. دا اعلان هغه مهال وشو چې متحده ایالتونو د لومړي ځل لپاره د امریکا او د ارام سمندر د ټاپوګانو د امنیتي مسولانو کنفرانس کوربه‌توب وکړ.

د ارام سمندر د بېلابېلو سیمو چارواکي په لاس انجلس کې راټول شول څو د ارام سمندر د ټولنو د خوندیتوب، امنیت او سوکالۍ لپاره ګډ لیدلوری وڅېړي او داسې یوه ګډه ستراتیژي پیاوړې کړي چې د جنايي مغلقې کړۍ فعالیتونو مخه ونیسي او د هغې کړۍ اړیکې پرې کړي چې د نشه‌يي توکو قاچاق ته زمینه برابروي.

د نړیوالو نشه‌يي توکو او د قانون د پلي کولو چارو په ادارې کې د مرستیالې سکرترې، اف. کارټرایټ وېلینډ، وویل: «راځئ ډاډ ترلاسه کړو چې دلته ترسره کېدونکي کارونه رښتینی اغېز ولري. جرمونه پولې نه پېژني، نو دا زموږ ټولو مسؤلیت دی چې همدلته او همدا اوس په ګډه کار وکړو، څو یو له بل سره د خپلو سیمو څخه دفاع وکړو.»

په دې برخه کې یو مهم ګام د (RIPTIDE) په نوم د پروګرام پیل دی، چې بشپړ نوم یې د قاچاق د ډګر د استخباراتو، مخنیوي او قانون پلي کولو لپاره سیمه‌ییزه ګډه ملګرتیا ښودل شوی دی . متحده ایالتونه د دې پروګرام لپاره ۴ میلیونه ډالر ځانګړي کوي.

دا نوښت به له انټرپول سره په همکارۍ، د معلوماتو د شریکولو موجوده سیمه‌ییزې هڅې بشپړې کړي. د دې پروګرام له لارې به د انټرپول د ۱۹۶ غړو هېوادونو د پولیسو ادارې له یو بل سره ونښلول شي، د نیول شویو قاچاقي توکو پېښې به له اړوندو پلټنو او د هغو تر شا له مالي سرچینو سره وتړل شي. همدارنګه، د پولیسو افسرانو ته به د هغو لارو او طریقو په اړه پراخه روزنه ورکړل شي چې قاچاقبران تر ټولو ډېرې ترې ګټه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګوټ، په یوه اعلامیه کې ولیکل: "د (RIPTIDE) پروګرام په مرستې به هغه هېوادونه چې د نړۍ تر ټولو لوی سمندر له یو بل سره شریکوي، د لومړي ځل لپاره د ګډ دښمن، یعنې جنايي جرمونو، پر وړاندې یو ګډ میکانېزم رامنځته کړي."

متحده ایالتونه د پالاو په هېواد کې د سمندري قانون لپاره د روزنې او همغږۍ د یوه مرکز په جوړولو کې هم ۷ میلیونه ډالر مرسته کوي. سربېره پر دې، د څارنې او مخابراتي وسایلو لپاره ۵.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کوي، څو د هغو سمندري اوبو په اړه یو روښانه او ګډ انځور برابر کړي چې د قاچاقبرانو او ناقانونه کب‌نیونکو بېړۍ ترې ګټه اخلي.

د امریکا متحده ایالتونه د ساحلي ساتونکو ادارې له لارې د قانون پلي کولو د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره ۴.۵ میلیونه ډالر هم برابروي.

همدارنګه، متحده ایالتونه به دوه ‌اړخیزې د «Shiprider» د عملیاتو ډې عملیاتې چارې پراخې کړي. په دغو عملیاتو کې د سیمې د هېوادونو د قانون پلي کوونکي کارکوونکي د امریکا د ساحلي ساتونکو پر بېړیو عملیات تر سره کوي، څو په پراخو ځانګړو اقتصادي سمندري زونونو کې د قانون پلي کولو وړتیا زیاته کړي.

د دغه دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې، د ارام سمندر د سیمې د پولیسو لوړ پوړو چارواکو د لانګ بیچ له بندر څخه لیدنه وکړه. هلته هغوی په خپلو سترګو ولیدل چې د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو ساتندویه اداره یا په بار وړونکو توکو کې د فېنټانیل او نورو نشه‌يي توکو د کشف لپاره له کومو وسایلو او تخنیکونو څخه کار اخلي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت به د "سیمه‌ییز مقاومت، د قانون د پلي کولو او امنیت لپاره د عملیاتي چمتووالي اسانتیا"په نوم د پروګرام له لارې د سرحدونو او بندرونو د امنیت د پیاوړتیا لپاره ۲.۵ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

نورې مالي مرستې به د جنايي شبکو او د هغوی د مالي سرچینو د فعالیتونو د ګډوډولو او له منځه وړلو لپاره وکارول شي.

په دې برخه کې به د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) له لارې ۵ میلیونه ډالر ځانګړي شي، څو د ارام سمندر د سیمې د پولیسو سره د تحقیقاتو په برخه کې ملاتړ وشي. همدارنګه، د سیمې د پولیسو د روزنیزو اکاډمیو د پیاوړتیا لپاره به هم مالي مرسته وشي.

د ادارو ترمنځ د لوېدیځ ګډ کاري ځواک په نوم بله اداره به د پلټونکو د روزنې لپاره ۱.۳ میلیونه ډالر برابر کړي.

د امریکا د نشه‌يي توکو د مبارزې اداره (DEA) به د درېیو کلونو د روزنې او لارښوونې لپاره ۴۵۰ زره ډالر ځانګړي کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به هم د تونګا په پاچاهۍ کې د سرحدي کشف او څارنې د وړتیاوو د کچې لوړولو لپاره ۳.۵ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د ناقانونه مالي فعالیتونو او سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ارام سمندر اتحاد یا (PACIFIC) په نوم اداره به د ارام سمندر د ټاپوګانو په هېوادونو کې د مالي استخباراتو ادارې او د سایبري جرمونو د مبارزې واحدونه پیاوړي کړي. متحده ایالتونه د دې نوښت لپاره ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګوټ، وویل:"متحده ایالتونه د ارام سمندر یو هېواد دی. د ارام سمندر د ټاپوګانو د امنیت په اړه زموږ ژمنتیا ثابته او دوامداره ده، او دا زموږ د (امریکا لومړی) بهرنۍ پالیسۍ یو مهم بنسټ جوړوي. کله چې د ارام سمندر ټاپوګان خوندي وي، د امریکا اصلي خاوره به لا هم خوندي وي."