د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د ایران پر وړاندې د "اقتصادي انزو" د عملیاتو په چوکاټ کې د نړیوالې اقتصادي کړۍ څخه د هغو شبکو د څنډې کولو لپاره اقدام شوی چې ددې رژیم له نیابتي ډلو سره د مرستې له لارې په منځني ختیځ کې د ګډوډي او ویجاړتیا زمینه برابروي.
دا اقدام چې د سپټمبر په ۱۰مه ترسره شوی، هغه ادارې او اشخاص په نښه کوي چې د کتائب حزب الله او حزب الله ملاتړ کوي.
د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل، "د اقتصادي انزوا ځانګړي عملیات هغه کسان په نښه کوي چې لا هم د ناکامېدونکي ایراني رژیم سره ولاړ دي. "
کتائب حزب الله (KH) او د لبنان حزب الله په منځني ختیځ کې د ایران هغه نفوذ پیاوړی کوي چې غواړي دا سیمه بې ثباته کړي، د امریکا او د هغې د شریکانو ځواکونه له خطر سره مخ کوي او له بندیزونو څخه د خلاصون طرحې اسانه کوي.
دغه ډلې په عراق، لبنان، متحده عربي اماراتو او ترکیې کې فعالیت لري. د امریکا له لوري په دغو هېوادونو کې د ادارو او اشخاصو په نښه کول د ایراني رژیم د ناقانونه شبکو نړیواله پراختیا او د هغو ترهګریزو نیابتي سازمانونو له خوا جدي ګواښ څرګندوي چې د دغه رژیم په استازیتوب فعالیت کوي.
د مالیې د وزارت له خوا لګېدلي بندیزونه د ایران د تر ټولو خطرناکو نیابتي ډلو پر اصلي مرکز تمرکز کوي؛ دا هغه ډلې دي چې نه یوازې په منځني ختیځ کې ملکي وګړي له ترهګرۍ سره مخ کوي، بلکې تهران ته د تاوتریخوالي، تخریب او په نړیواله کچه د بېثباتۍ د خپرولو لپاره اصلي وسیلې ګڼل کیږي.
کتائب حزب الله د ایران د "مقاومت د محور" (Axis of Resistance) یوه مهمه وسلهواله ډله ده. دغه ډله د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک (IRGC-QF) له خوا روزل شوې، په وسلو سمبال شوې، مالي مرستې ورسره کیږي او ترڅنګ یې استخباراتي معلومات او لوژستیکي ملاتړهم ترلاسه کوي.
متحده ایالتونو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک هم د ترهګر سازمان په توګه نومولی دی.
کتائب حزب الله د عراق د ملېشو تر واک لاندې «د ولسي بسیج ځواکونو» (PMF) تر ټولو اغېزناکه ډله هم بلل کېږي. د کتائب حزب الله غړي د ولسي بسیج ځواکونو په اداري جوړښت، “د ولسي بسیج کمېسیون “کې د مشرتابه مهمې چوکۍ او پوستونه لري؛ په دې کې هغه دندې هم شاملې دي چې د ولسي بسیج ځواکونو PMF د استخباراتو، توغندیو، د زغروالو وسایطو ضد وسلې او ځانګړو ځواکونو ریاستونه څاري.
د همدې نفوذ له لارې، کتائب حزب الله د عراق د ملېشو تر واک لاندې د ولسي بسیج ځواکونو لپاره د ځانګړې شوې کلنۍ ۲.۶ میلیارد ډالرو زیاتې برخې څخه ګټه اخلي. دوی د عراق د خلکو شتمني د ایران د رژیم د ملاتړ، د خپل تجملي ژوند د دوام، او د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د تمویل لپاره کاروي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک (IRGC-QF) له خوا مخکښ شرکتونه (Front Companies) کارول کېږي څو د ایران د تېلو د پلور له لارې ترلاسه شوې پیسې په سیمه کې د پیسو د تبادلې مرکزونو ته انتقال کړي.
په لبنان کې د IRGC-QF غړي د حزب الله له مالي چارواکو سره کار کوي، څو دغه پیسې په لبنان کې د څو لبناني صرافانو له لارې ترلاسه کړي، چې په هغوی کې حسین ابراهیم او عبدالله حمیه هم شامل دي.
د امریکا له خوا د بندیزونو په نوملړ کې شامل محمد نورالدین هم د دغو پیسو په انتقال کې ښکېل پاتې شوی دی. په ګډه، دغه لبناني سوداګر او د پیسو بدلوونکي د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک څخه حزب الله ته د پیسو د انتقال یوه مهمه لاره جوړوي.
د مالیې وزیر بېسنټ وویل: «که دوی ترهګري تمویلوي، پیسې سپینوي، یا له ایران سره د بندیزونو څخه د خلاصون په برخه کې مرسته کوي، موږ به یې پیدا کړو، د امریکا له مالي نظام څخه به یې پرې کړو، او هغه شبکې به له منځه یوسو چې رژیم پر خپلو پښو دروي.»