د فبرورۍ په ۲۸مه، متحده ایالتونو او شریکانو یې د ایران د رژیم پر ضد « د حماسي غضب» عملیات پیل کړل، چې د نړۍ له تر ټولو لویو، پېچلو او پیاوړو پوځي بریدونو څخه ګڼل کېږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: «موږ په ایران کې سلګونه هدفونه وویشتل، چې پکې د سپاه پاسداران انقلاب تاسیسات او د ایران د هوايي دفاع سیستمونه شامل دي. موږ نهه بېړۍ او د هغوی سمندري جوړښت په څو دقیقو کې له منځه یوړل. د ایران پخوانی ستر مذهبي مشر، آیتالله خامنهيي، وژل شوی دی.»
«دا بد او کرغېړن سړی د سلګونو، څه چې د زرګونو امریکایانو د وینو د تویولو مسؤل و او په ګڼو هېوادونو کې د زرګونو بېګناه خلکو د وژنې عامل و. په ټول ایران کې د هغه د مړینې له اعلان سره سم، د ایران د خلکو غږ اورېدل کېده چې په کوڅو کې یې خوشحالۍ او نمانځنې کولې.»
ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ: «د ایران ټول پوځي مشرتابه هم له منځه تللی، او ډېری یې غواړي د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تسلیم شي.»
هغه زیاته کړه: «اوس مهال پوځي عملیات په بشپړ ځواک دوام لري او تر هغه به دوام وکړي څو زموږ ټول اهداف ترلاسه شوي نه وي.»
پدې جګړې کې څو تنه امریکایي سرتېري وژل شوي دي. ولسمشر ټرمپ وویل: «د یوه ملت په توګه، موږ د هغو رښتینو امریکايي وطنپالو ویر کوو چې زموږ د هېواد لپاره یې د ژوند نهایي قرباني ورکړه، په داسې حال کې چې موږ هغه عادلانه ماموریت ته دوام ورکوو چې دوی د هغې لپاره خپل ژوند وبایله.»
هغه ژمنه وکړه چې «امریکا به د هغوی د مرګ غچ واخلي او ترهګرو ته به تر ټولو سخته ضربه ورسوي.»
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ: «هغه ایرانی رژیم چې د اوږد واټن توغندي او اټومي وسلې ولري، هر امریکایي ته به جدي ګواښ وي.»
موږ نشو کولی یوه هېواد ته د داسې وسلو د لرلو اجازه ورکړو چې ترهګر پوځونه روزي. دا به هغوی ته دا توان ورکړي چې نړۍ د خپلې ناوړې ارادې تابع کړي. موږ به اجازه ورنکړو چې دا پېښ شي.»
ولسمشر ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه دا ستر عملیات د دې لپاره ترسره کوي چې «ډاډ ترلاسه کړي چې امریکایان به هېڅکله له داسې تندلاري، وینېتوېوونکي ایرانی ترهګر رژیم سره چې اټومي وسلې او ډېر ګواښونه لري، مخامخ نه شي.»
«نږدې ۵۰کاله کېږي چې دغو ناوړه افراطیانو پر متحده ایالتونو بریدونه کړي، په داسې حال کې چې د ‘مرګ پر امریکا’ یا ‘مرګ پر اسرائیل’ یا مرګ پر دواړو شعارونه یې ورکول. دوی په نړۍ کې د ترهګرۍ لومړۍ درجې دولتي ملاتړي دي. موږ د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن هېواد یو، نو کولای شو د هغوی د کړنو په اړه اقدام وکړو. دا ګواښونه به چې د منلو وړ ندي نور دوام ونه کړي.»
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د سپاه پاسداران انقلاب، د ایران د پوځ او پولیسو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې کېږدي او بشپړه معافیت ترلاسه کړي، که نه نو له حتمي مرګ سره به مخ شي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «زه له ټولو هغو ایراني وطنپالو چې د ازادۍ هیله لري، غواړم چې له دې شېبې څخه ګټه واخلي، زړور او اتلان شي او خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي. امریکا ستاسو تر څنګ ده. ما له تاسو سره ژمنه کړې وه او هغه مې پوره کړه. پاتې کار به ستاسو په غاړه وي، خو موږ به د مرستې لپاره هلته یو.»