نن د فبرورۍ ۱۶ په متحده ایالتونو کې د ولسمشرانو ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ د امریکا د ټولو ولسمشرانو د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده چې له لومړي ولسمشر جورج واشنګټن څخه پیلېږي. د ابراهام لنکن تر څنګ چې یو بل پېژندل شوی ولسمشر و، جورج واشنګټن هم د فبرورۍ په میاشت کې زېږېدلی و.
جورج واشنګټن د دې لپاره تلپاتې شهرت ترلاسه کړ چې امریکایان یې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ په اوږده جګړه کې بریا ته ورسول. واشنګټن د امریکا د اساسي قانون په تصویب او د امریکايي حکومت په جوړولو کې پرېکنده رول ولوباوه او د هېواد د لومړي ولسمشر په توګه یې د واک په کارولو د کوم غرض او ځانځانۍ څخه يرته د خدمت او زغم داسې بېلګه وړاندې کړه چې د نړۍ ستاینه یې هم ځانته وګټله.
د سولې او جګړې پر مهال د واشنګټن مشري د هغه په ژور مذهبي باور او د نورو د عقایدو په زغم تکیه درلوده. د یو ژمن عیسوي په توګه، واشنګټن باور درلود چې خدای هغه سرچینه ده چې له هغې څخه مشروع حکومت خپل واک ترلاسه کوي او انساني حقونه ترې راولاړېږي.
له دغو مهمو حقونو څخه یو هم د مذهب د ازادۍ حق و.
واشنګټن د ویرجینیا ایالت باپتست میسحیانو ته، چې پخوا د استعماري چارواکو له خوا ځورول کېدل، په یوه لیک کې ولیکل: «له ما څخه به بل هیڅ داسې لیوال نه وي چې د هر ډول مذهبي ځورونې پر وړاندې اغېزمن خنډونه جوړ کړي.» که څه هم چې هغه پروتستان و، خو رومي کاتولیکان یې مهمو دندو ته وګمارل او د کاتولیک ضد تعصب پر وړاندې یې کلک دریځ ونیو.
هغه د رود ایلند یوې یهودي ټولنې ته په لیک کې وویل چې متحده ایالتونه مذهبي «تعصب ته هېڅ اجازه نه ورکوي او ځورونې دپاره د مرستې لاس نه غزوي.»
هغه د کویکرز په نوم د مسحیانو مذهبي ډلې ته چې د دوستانو مذهبی ټولنې په نوم هم شهرت لري ولیکل: «هغه ازادي چې د دغو ایالتونو خلک یې د خپل وجدان له مخې د قادر مطلق خدای په عبادت کې لري، نه یوازې د دوی له غوره نعمتونو څخه یو دی، بلکې د دوی له حقونو څخه هم یو ګڼل کیږي.
د واشنګټن لپاره زغم د ایمان سره په ټکر کې نه و. د هغه په اند، ریښتینی ایمان کې باید د نورو د بنسټیزو حقونو درناوی هم شامل وي. هغه پخپلې مخه ښې وینا کې له امریکایانو وغوښتل چې تل د خپل مذهبي باور له مخې عمل وکړي. واشنګټن وویل: «له ټولو ملتونو سره ښه نیت او عدالت مراعت کړئ. دین او اخلاق له موږ څخه همداسې غوره چلند غواړي.»
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې د واشنګټن د زوکړې ورځې په مناسبت په خپل فرمان کې، وویل:
«د خپل هېواد د لومړي اجرائیه رئیس په توګه، ولسمشر واشنګټن زموږ د فدرالي حکومت او اساسي قانون د نظم یو مهم معمار و. هغه د یووالي لپاره یو لیدلوری درلود او د یو اتحاد راوستونکي مشر په توګه، د امریکا-لومړی بهرنۍ تګلارې کلک ملاتړی، او د ژور ایمان خاوند شخصیت و. هغه تر نن ورځې پورې، زموږ په زړونو کې د لومړني امریکايي وطنپال، د امریکايي انقلابي څېرې، او د امریکا لپاره د ازادۍ د یو افسانوي ستر شخصیت په توګه ژوندی دی.»