ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې د لوېدیځې نیمې کرې په اړه په خپلې ژمنې بیا ټېنګار وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د ملي امنیت او کورني پرمختګ په اړه د یوې پراخې وینا په ترڅ کې د لوېدیځې نیمکرې په اړه د متحده ایالتونو پر ژمنې بیا ټینګار وکړ.

هغه وویل: «متحده ایالتونه به نور اجازه ورنه کړي چې د امریکا پر وړاندې ګواښونه د لوېدیځې نیمه کرې په هره برخه کې ځای پیدا کړي. او که اړتیا وي، موږ به د متحده ایالتونو د حیاتي ملي ګټو د خوندي کولو لپاره خپل بې‌ساری پوځي ځواک وکاروو.»

د بېلګې په توګه، ولسمشر ټرمپ د تېرې جنورۍ په میاشت کې د هغو بریالیو پوځي عملیاتو یادونه وکړه چې د نشه‌يي توکو د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق په تور د دیکتاتور نیکولاس مادورو د نیولو او وروسته په وینزویلا کې د حکومت د بدلون لامل شول.

ولسمشر ټرمپ وویل: «له هغې ورځې راهیسې، په سلګونو وینزویلايي سیاسي بندیان خوشې شوي دي. هغوی له زندانونو څخه ایستل شوي او موږ د وینزویلا له مشرانو سره نږدې کار کوو، څو د وینزویلا خلکو لپاره ډېره ښه راتلونکی رامنځته کړو.»

د نوموړي په وینا، دغه راتلونکی وروسته له هغه د سوکالۍ په لور لا ډېر پرمختګ کوي چې متحده ایالتونو تېره میاشت له وینزویلا سره د تېلو یوه مهمه هوکړه لاسلیک کړه. د دې هوکړې له مخې به متحده ایالتونه د وینزویلا د ۳۰۳ میلیارد بېرلو ثابتو تېلو زیرمو څخه پر څه باندې ۶۵ میلیارد بېرلو باندې اکثریت کنټرول ترلاسه کړي.

د وینزویلا په خصوصي سکتور کې د انرژۍ د سکتور دغه بې‌ساری پانګوونه د متحده ایالتونو د هغه پلان یو مهم ګام بلل شوی دی چې درې برخې لري- ثبات، بیا رغوونه او دیموکراتیک انتقال.

ولسمشر ټرمپ وویل، دا هوکړه به «وینزویلا او متحده ایالتونو دواړو ته په پراخه کچه ګټه ورسوي» او «په ټوله نړۍ کې به د انرژۍ د بیې په راکمولو کې ورسره مرسته وکړي.»

ولسمشر ټرمپ د نشه‌يي توکو د ترهګرو په نښه کولو دپاره د متحده ایالتونو د ستراتیژۍ په اړه هم خبرې وکړې او د مخدره موادو کارټلونه - لویې شبکې یې «د لوېدیځې نیمې کرې داعش» وبلل.

هغه وویل: «دوی د تمدن دښمنان دي او وژنه، جنسي تېری، شکنجه او باج اخیستل د ترهګرۍ د وسیلو په توګه کاروي. د داعش په څېر باید ووژل شي، له هېواده وشړل شي، او پرته له دې چې د خوشې کېدو امکان ولري، د دښمن د جنګیالیو په توګه ونیول شي؛ او موږ همدا کار کوو.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې د کارټلونو پر کښتیو د مبارزې کمپاین بریالی شوی او د سمندر له لارې یې د مخدره موادو قاچاق تر ۹۷ سلنې پورې کم کړی دی. هغه د وینزویلا د «ترېن دې اراګوا» ډلې د مشر د وژل کیدو عملیات وستایل او له مکسیکو څخه یې وغوښتل چې د متحده ایالتونو په همکارۍ «د بشریت له دښمنانو څخه د خپلې خاورې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.»

هغه همداراز وویل چې متحده ایالتونه په کیوبا کې د وضعیت د «بنسټیز بدلون» په لټه کې دي.

هغه وویل: «کمونیستي رژیم د تر ټولو لوی داسې سخت فشار لاندې دی چې تر اوسه ورسره نه و مخ شوی.

مونږ به دیته اجازه ورنه کړو چې د کور تر څنګ مو د بهرنیو سیالانو لپاره داسې یو خوندي پناه ځای رامنځته شي چې امریکا ته ګواښ پېښ کړي.»

هغه وویل: «موږ په خپله سیمه او ټوله نړۍ کې، هر ځای چې اړتیا وي، د امریکا پوځي وړتیاو په شمول خپل ځواک کاروو، چې موږ ټولو لپاره یو خوندي راتلونکی رامنځته شي. دا کار روان دی، او په چټکۍ سره پر مخ ځي.»