د تر ټولو زیان‌منونکو وګړو خوندي ساتل او ورسره ملاتړ

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر، مایک والټز

د یونیسف د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، دوه نیم میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو څخه بې‌برخې شوې دي.

په دې توګه، د ډاکټرانو، ښوونکو او مشرانو یو نسل له لاسه ورکوو. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر، مایک والټز، خبرداری ورکړ چې افغانستان په دې برخه کې یوازېنی هېواد نه دی.

په ۱۹۹۹ کال کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۲۶۱ پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې په جګړو کې یې د ماشومانو په نښه کول او په ناقانونه توګه د ماشومانو جلب او جذبول یې هم وغندل.

سفیر والټز یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو د ماشومانو پر وړاندې له ۳۸ زرو څخه د زیاتو جدي سرغړونو د پېښو پخلی کړی، چې شاوخوا ۲۴ زره ماشومان یې اغېزمن کړي دي. دا د هغه وخت راهیسې چې د امنیت شورا شاوخوا درې لسیزې وړاندې دې موضوع ته پاملرنه پیل کړه، د اغېزمنو ماشومانو تر ټولو لوړه شمېره په ډاګه کوي.

هغه وویل: "موږ مسؤلیت لرو چې دا بهیر بدل کړو. خو موږ دا مسؤلیت هم لرو چې له ځانه وپوښتو، ولې هغه اقدامات چې ملګرو ملتونو تر اوسه ترسره کړي، اغېزناک نه دي ثابت شوي؟"

هغه زیاته کړه: "له ۳۰ کلونو وروسته، موږ باید په داسې یوې تګلارې بسنه ونه کړو چې بریالیتوب یوازې د چمتو شویو رپوټونو، ددې رپوټونو د شمېر او یا د ترسره شویو غونډو د شمېر له مخې وارزول شي."
والټز سپارښتنه وکړه: "موږ باید خپلو موجودو سرچینو ته په کتو دا وارزوو چې ایا لدې څخه پداسې اغېزناکه توګه ګټه اخیستل کېږي، لکه څنګه چې باید وشي؟."

هغه وویل: "زموږ په اند، زموږ کړنې باید زموږ له خبرو سره سمون ولري او اړخ ولګوي."

د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ غبرګون یوه څرګنده بېلګه ده. هغې په دې وروستیو کې د اوکراین په اولېشکي ښار کې د ماشومانو په ګډون د لسګونو کورنیو له ناوړه او کړکېچن وضعیت څخه خبره شوه. دغه خلک د خوړو، درملو او برېښنا له باوري لاسرسي پرته، د جګړې په سیمه کې بند پاتې وو او ورو ورو یې ژوند له لاسه ورکاوه.

هغې د دې پر ځای چې له سازمانونو څخه وغواړي دې ستونزې ته پام وکړي، خپله یې عملي ګامونه پورته کړل.

د هغې د هڅو په پایله کې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د یوه سیمه‌ییز اوربند تړون ترلاسه شو، څو حیاتي مرستې دې ښار ته ورسېږي او ملکي وګړي په خوندي توګه له هغه ځایه وایستل شي.

لومړۍ مېرمنې همدارنګه د ۶۰ هېوادونو یو ائتلاف جوړ کړی چې د امریکا د ټکنالوژۍ له مخکښو شرکتونو، لکه اډوبي، امازون، ګوګل، انټل او نورو سره په ګډه کار کوي څو د ماشومانو لپاره د ډیجیټل له لارې د زده کړو فرصتونه پراخ کړي.

د خصوصي سکټور دغو شریکانو تر اوسه د دې ماموریت لپاره له ۲۳ میلیون ډالرو څخه د زیاتو مالي مرستو ژمنې اعلان کړې دي. لومړۍ مېرمنې دغه نوښت "په ګډه د راتلونکي روزنه" نومولی دی.

سفیر والټز یادونه وکړه چې که څه هم د ټکنالوژۍ مسؤلانه کارونه کولای شي ماشومانو ته د زده‌کړې او پرمختګ فرصتونه برابر کړي، خو په ورته وخت کې نوي خطرونه هم رامنځته کولای شي.

ترهګرې او وسله‌والې ډلې له ډیجیټلي پلاتفورمونو څخه د ماشومانو د جلب او جذب او ناوړه ګټو لپاره کار اخلي.

"په ګډه د راتلونکي روزنه"په نوم نوښت د ټکنالوژۍ له همدې شرکتونو سره کار کوي څو ډاډ ترلاسه شي چې له دغې ټکنالوژۍ څخه په خوندي توګه ګټه اخیستل کېږي او که نه.

د نړۍ ماشومان د داسې پروګرامونو مستحق دي چې عملي پایلې ولري او د ملګرو ملتونو په څېر نړیوال سازمانونه باید د غوره پایلو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.