د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د رسنیو له استازو سره په خبرو کې وویل چې متحده ایالتونه د «حماسي غضب» په نوم پوځي عملیات ځکه ترسره کوي څو د ایران د لنډ واټن بالستیک توغندیو ګواښ او د سمندري شتمنیو پر وړاندې د هغوی د سمندري ځواک له خوا رامنځته کېدونکی خطر له منځه یوسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: «دا د دې ماموریت څرګند هدف دی.»
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټینګار وکړ چې، د دې عملیاتو دپاره ددې وخت ټاکل، څو دلیلونه درلودل.
لومړی، «دا په بشپړه توګه روښانه وه چې که پر ایران هر څوک برید وکړي که متحده ایالتونه وي، که اسرائیل وي او که بل څوک، هغوی به ځواب ورکړي، او دا ځواب به د متحده ایالتونو پر ضد وي.»
ارزونه دا وه چې «که موږ ودرېږو او انتظار وباسو څو هغوی لومړی برید وکړي او بیا موږ اقدام وکړو، نو زموږ تلفات به ډېر لوړ وي.» له همدې امله د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اول د اقدام کولو ډېره هوښیاره پرېکړه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر وویل د «حماسي غضب» د عملیاتو موخه د ایراني توغندیو د وړتیاو له منځه وړل دي. ایران له ډېر وخت راهیسې هڅه کوي چې د دودیزو وسلو داسې وړتیا تر لاسه کړي چې د ځان لپاره یې د سپر په توګه وکاروي. په بل عبارت، داسې یو وخت به راغلی وای چې دوي به دومره زیات دودیز توغندي او بېپیلوټه الوتکې لرلای چې تر دې حده زیات زیان یې رسولای شو، چې هیڅ چا به یې د اټومي پروګرام په وړاندې اقدام نه شو کولای.
ښاغلي روبیو وویل د ځینو اټکلونو له مخې ایران هره میاشت له ۱۰۰ څخه ډېر دغه توغندي تولیدوي. «دا له هغو شپږو یا اوو مخنیوونکو توغندیو سره پرتله کړئ چې په میاشت کې جوړېدای شي. هغوی کولی شي هره میاشت سل توغندي جوړ کړي.
د هغو زرګونو یوطرفه یرغلګرو ډرونونو یادونه لا جلا ده چې دوي یې له پخوا څخه لري. هغوی له ډېر وخت راهیسې پدې کار کوي.»
ایراني رژیم یوازې پوځي هدفونه نه په نښه کوي، بلکې پر هوايي ډګرونو، هوټلونو او د امریکا پر سفارتونو هم بریدونه کوي.
ښاغلي روبیو یادونه وکړه چې دا د کمزوري شوي ایران اعمال دي. «تصور وکړئ چې یو کال وروسته یا یو نیم کال وروسته به هغوی د زیان رسولو څه ډول نورې وړتیاوې ولري. دا د نه منلو وړ یو خطر څرګندوي، په ځانګړي ډول د داسې رژیم له خوا چې تندلاري مذهبي مشران یې رهبري کوي.»
د ایران د بالستیکو توغندیو او اټومي پروګرام له ګواښ څخه د نړۍ ساتنه د «حماسي غضب» د عملیاتو موخه ده.
مارکو روبیو ټینګار وکړ چې «دا د نړۍ د خوندیتوب او امنیت لپاره سمه او مهمه پرېکړه وه،.»