د لوېدیځ تمدن د ریښو بیا راژوندي کول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، په داسې حال کې چې تر شا یې د آتن ښار د پارتینون معبد لیدل کېده، د هغو ارزښتونو په اړه خبرې وکړې چې لوېدیځ تمدن له لرغوني یونان څخه په میراث اخیستي دي.

په دغو ارزښتونو کې دا باور هم شامل دی چې کائینات یو منطقي نظم لري او د ځینو بنسټیزو قوانینو له مخې اداره کېږي. دا داسې قوانین دي چې انسانان یې مشاهده کولای شي او د انسان ذهن یې درک کولای شي.

وزیر روبیو وویل: «دا د لوېدیځ د سوچ بنسټ و؛ زموږ د ریاضي، ساینس او طب، زموږ فلسفه، اخلاق او دین. همدې بنسټ په اروپا کې د عیسی مسیح د انجیل د خپرېدو لپاره مناسبه زمینه برابره کړه او هغه یې د مسیحیت د تمدن په سترې ټولنې او امپراتورۍ بدله کړه.»

وزیر روبیو وویل: «د لرغوني یونان د خلکو لپاره د غوره‌والي او کمال د ترلاسه کولو هڅه، د انسان د وجود بنسټیز اصل و.»

خو نن ورځ د لوېدیځ ډېرو برخو دغه ځانګړنه هېره کړې ده. د وخت په تېرېدو سره، په لوېدیځ کې خلکو د هغو ارزښتونو په اړه د شرم احساس پیل کړ چې دوی یې له نورو بېل او ځانګړي کړي وو.

د وزیر روبیو په وینا، د دې پایله دا شوه چې «موږ خپل تاریخي یادګاري څلي ونړول، خپله تاریخ مو وغنده او په ډېرو ځایونو کې مو خپلو ماشومانو ته دا ورزده کړل چې د هغو هېوادونو په اړه د شرم احساس وکړي چې دوی په میراث ترلاسه کوي. په همدې بهیر کې مو خپلې پولې پرانیستې، خپل صنعتي تولید مو نورو ته وسپاره او خپلو پوځونو ته مو دا زمینه برابره کړه چې کمزوري او مخ پر زوال شي.»

خو نور کسان او ځواکونه د رامنځته شوې تشې د ډکولو لپاره بشپړ چمتو وو.

وزیر روبیو خبرداری ورکړ: «اوس موږ ځانونه د یوې مهمې تاریخي پرېکړې پر څلورلارې کې وینو. هغه لاره چې موږ یې ټاکو، دا معلوموي چې لوېدیځ به د نړۍ په سر کې خپل ځای وساتي، او که به د کمزورۍ، تابعیت او زوال راتلونکې ته غاړه کېږدي.»

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، متحده ایالتونو خپله لاره ټاکلې ده.

وزیر روبیو اعلان وکړ: «موږ د ملي ځواک د پیاوړتیا لپاره بې له عذر او په پوره ډاډ د هڅې لاره غوره کوو، څو د اکمالاتي ځنځیرونو کنټرول بېرته ترلاسه کړو چې زمونږ دپاره حیاتي ګڼل کیږي، خپل اقتصاد بیا صنعتي کړو، خپل دفاعي ځواک بېرته ورغوو او د راتلونکې ټکنالوژۍ او صنعت د برلاسۍ لپاره مبارزه وکړو.»

هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې اروپا کولای شي له خپل اوږده خوبه څخه راویښه شي او د رڼایۍ هغه اور بېرته بل کړي چې زرګونه کاله وړاندې دلته بل شوی و.»

د اروپا په بېلابېلو برخو کې د نسلونو ترمنځ د بدلون نښې لیدل کېږي، د دفاعي لګښتونو چټک زیاتوالی، د نویو همکاریو او پروګرامونو پراختیا، او د تولید او صنعتي فعالیتونو پراخېدل. دا پرمختګونه د تېر کال د هاګ د دفاعي ژمنو له اعلان وروسته رامنځته کېږي.

وزیر روبیو وویل: «یونان د دې بدلون په مرکز کې دی، او زموږ تر ټولو صادقانه هیله دا ده چې ټوله اروپا ستاسو بېلګه تعقیب کړي.»

هغه زیاته کړه: «د هر نسل تر ټولو باعظمته امریکایانو د خپلو نیکونو او پلرونو څرګندې ځانګړنې له ځانه سره لېږدولي - هغه ځانګړنې چې په آتن کې راپیدا شوې، روم کې یې شکل ونیو، په مسیحیت کې یې د تعمید غسل وشو، د منځنیو پېړیو د اروپا په نغري کې کلکې او پخې شوې، د آزادۍ دپاره د انګرېز په نبوغ سمبالې شوې، او بیا [دا ټولې ځانګړنې] د اطلس سمندر له لارې ولېږدول شوې چې د یوې نوې نړۍ پر ځنډو بیا راوغوړیږي.»

وزیر روبیو ټینګار وکړ: «موږ باید اوس په ګډه هماغه روحیه بېرته ومومو.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید خپلې ادارې او خپل ائتلافونه بېرته ورغوو، څو له دغو ګواښونو سره په ګډه مقابله وکړو. موږ باید دا درک کړو چې د دغو بنسټونو موخه د هغو هېوادونو د ملي حاکمیت له منځه وړل نه دي چې دا بنسټونه یې جوړ کړي دي، بلکې موخه یې د همدغو هېوادونو د حاکمیت څخه دفاع او ساتنه ده.»