روبیو: وینزویلا پرمختګ کړی خو کیوبا نه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، له هغې وروسته چې څلور میاشتې مخکې د متحده ایالتونو د پوځ له خوا ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه لیرې کړل شو، په وینزویلا کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې خو هغه وویل چې کیوبا لا هم په اقتصادي بحران کې ښکېله ده.

روبیو د فاکس نیوز له تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې وینزویلا "یو داسې هېواد دی چې زیاته شتمني لري، خو دا شتمني غلا کېدله او د خلکو په ګټه نه کارېدله. موږ داسې میکانېزمونه جوړ کړي دي چې اوس د تیلو ټول عواید په نیویارک کې یو بانکي حساب ته ورځي، او دا بهیر د [محاسبې شرکت – یا KPMG] له خوا څارل کېږي، او دا پیسې د ښوونکو، د اطفاییې کارکونکو، پولیسو او د پوهنتونونو استادانو د معاشونو لپاره کارول کېږي. نو د لومړي ځل لپاره په لسو کلونو کې د هېواد شتمني واقعاً د خلکو په ګټه په مصرف رسیږي."

هغه زیاته کړه: "وینزویلا د څلورو میاشتو مخکې په پرتله، نن،په یوه غوره ځای بدله شوې، خو باید همدې لارې ته دوام ورکړي."

خو د روبیو په وینا د کیوبا وضعیت بیا بل ډول دی. هغه وویل: "په کیوبا کې اقتصاد نشته. هره شتمني چې هلته وي د خلکو لاس ته نه ورځي، حتی د حکومت په لاس کې هم نه ده. دا شتمني د پوځي جنرالانو په یوه شرکت کې متمرکزه ده. هغوی چې میلیاردونه ډالر لري، ټولې پیسې کنټرولوي. دا داسې هېواد دی چې خلک یې اوس له سړکونو څخه کثافات خوري، خو د پیسو د کنټرول یو شرکت شته چې شاوخوا ۱۵ تر ۱۶ میلیارد ډالرو شتمنۍ باندې ولاړ دی."

د امریکا متحده ایالتونه لا هم هڅه کوي چې د کیوبا په کمونیستي نظام کې مهم اصلاحات رامنځته شي. د بهرنیو چارو وزارت بیا په ډاګه کړې چې امریکا چمتو ده چې د کیوبا خلکو ته ۱۰۰ میلیونه ډالر اضافي بشري مرستې ورکړي. دا مرستې به د کاتولیکې کلیسا او نورو باوري بشري ادارو په همغږۍ ووېشل شي.
پریکړه د کیوبا د حکومت په لاس کې ده چې دا مرسته مني او که د حیاتي مرستو مخه به ونیسي او د خلکو په وړاندې به د مسؤلیت له منلو انکار وکړي.

روبیو همدارنګه وویل چې په کیوبا کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته، لکه سیاحت، د کانونو زېرمې او حاصلخېزه کرنیزه ځمکه. هغه وویل چې په امریکا کې د کیوبا لویه کډواله ټولنه شته چې بېرته هېواد ته ستنېدای شي او پانګونه کولی شي.

هغه زیاته کړه: "نو کیوبا باید غریب هېواد نه وي. خلک یې باید وږي نه وي. خلک یې باید بډایه او سوکاله وي." هغه دا هم وویل چې "په نړۍ کې یوازینی ځای چې کیوبایان پکې نه شي بریالي کېدای، همدا کیوبا ده."