واتیکان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ایټالیا ته د خپل وروستي سفر پر مهال د امریکا او واتیکان ترمنځ د همکارۍ د پیاوړي مشارکت پر اهمیت بیا ټینګار وکړ. په دې سفر کې هغه د پاپ لیو څوارلسم او د واتیکان د بهرنیو چارو له وزیر کاردینال پیترو پرولین سره هم لیدنې کتنې شاملې وې.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل: “موږ له واتیکان سره ډېرې پیاوړې اړیکې لرو. موږ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له هغوی سره پر ګڼو موضوعاتو کار کوو.”

هغه زیاته کړه: “ما هغوی ته د ایران د وضعیت په اړه معلومات ورکړل، خپل نظر مې ورسره شریک کړ چې ولې دا موضوع مهمه ده، او دا چې ایران نړۍ ته کوم هغه خطر چې په پراخه توګه نړۍ ته پېژندل شوی دی، پېښوي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا او واتیکان جلا جلا، خو د یو بل دپاره بشپړوونکي رولونه هم روښانه کړل.

هغه وویل: "دا یو فرصت دی چې موږ د بهرني سیاست له نظره په هغو سیمو کې خپل دریځ څرګند کړو چې پکې ښکېل یو، خپل معلومات شریک کړو او له هغوی هم معلومات ترلاسه کړو. ځکه کلیسا په ډېرو هېوادونو کې ځانګړی رول لري او داسې معلومات او لیدلوري ترلاسه کوي چې خورا ارزښتناکه ګڼل کیږي. په ځینو مواردو کې، پخوا کلیسا نه یوازې له حکومتونو سره بلکې له ټولنو سره هم مهم منځګړیتوب کړی دی."

د دوي د لیدنې پر مهال د منځني ختیځ په اړه بحثونو کې د تلپاتې سولې د رامنځته کولو دپاره پر هڅو هم خبرې وشوې، په ځانګړې توګه په لبنان کې چې د مسیحیانو لوی نفوس لري.

روبیو وویل چې له پاپ لیو سره یې په لوېدیځه نیمه‌کره کې د ګډو ګټو پر موضوعاتو هم خبرې وکړې، چې بشري مرستې هم پکې شاملې وې.

هغه یادونه وکړه چې د امریکا حکومت کیوبا ته د توپان د زیانونو لپاره شپږ میلیونه ډالر مرسته رسولې وه، چې د ویشلو بهیر یې د کاتولیکې ادارې "کاریتاس" له لارې تر سره کیده. هغه وویل، امریکا غوښتل نور سل میلیونه ډالر هم مرسته وکړي، خو د کیوبا حکومت دا مرسته رد کړه.

دوی همداراز واتیکان ته د ونیزویلایي راهبانو د وروستي سفر او د خپل هېواد د وضعیت په رابطه د هغوی د نظرونو په اړه هم خبرې وکړې.

روبیو وویل چې د پاپ لیو له خوا افریقا ته د هغه د وروستي سفر لیدلوري یې ستایلی دی، او دواړو د سودان د "سترې غمیزې" او په سیمه کې د بشري اوربند د رامنځته کولو د هڅو په اړه پراخ بحث وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تامي پیګیت وویل، دا خبرې د مذهبي ازادۍ د پرمختګ لپاره د امریکا او واتیکان ترمنځ دوامدار مشارکت هم منعکسوي.

روبیو وویل: "دا یوه ښه غونډه وه، ځکه موږ وتوانېدو د نړۍ د هغو سیمو په اړه خبرې وکړو چې هغوی پکې حضور لري، فعالیت کوي، او موږ هم پکې ښکېل یو. همداراز مو په کیوبا او نورو ځایونو کې ددې لارې چارې هم ولټولې چې یا موجوده همکاري، دوام ومومي او یا هم پراخه شي."

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي پیګوټ وویل، دغو لیدنو کتنو "د سولې او انساني کرامت د ودې او پرمختګ دپاره ګډ تعهد" څرګند کړ.