په ترکیه کې د ایران د مالي سرچینو پرېکول

د امریکا د مالیې وزارت وايي، په ترکیه کې یې د ایران د حکومت له مهمو مالي شبکو سره د اړیکو د پرې کولو لپاره یې نوي بندیزونه لګولي دي.

د دغه وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتریا OFAC د سپټمبر په څلورمه د ترکیې پر ګولډن ګلوبل یاتیرم بانک او د دغه بانک پر دوو فرعي شرکتونو بندیزونه ولګول.

د امریکا د مالیې وزارت ادعا کوي چې دغه بانک د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک لپاره د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت مالي راکړې ورکړې اسانه کړې دي.

د واشنګټن په وینا، بانک ایراني مالي ادارو ته د نړیوالو بانکي خدمتونو زمینه هم برابره کړې وه، چې له لارې یې د ایران اړوندو شبکو کولای شول خپلې پیسې له یوه هېواد څخه بل هېواد ته ولېږدوي.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، مالي بنسټونه باید پوه شي چې واشنګټن د ایران د مالي سرچینو د محدودولو په برخه کې جدي دی.

د امریکا د مالیې وزارت وايي، « د ایران د اقتصادي انزوا دپاره عملیات» د اګست په ۲۴مه اعلان شوي او هدف یې د ایران د حکومت د پاتې مالي او اقتصادي سرچینو محدودول دي.

د واشنګټن په وینا، امریکا له اروپايي ټولنې، بریتانیا، د خلیج له هېوادونو او نورو شریکانو سره په همغږۍ هڅه کوي چې د ایران د حکومت د غیرقانوني عوایدو سرچینې او د بندیزونو د مخنیوي مالي لارې په نښه کړي.

امریکايي چارواکي ادعا کوي چې ګولډن ګلوبل بانک د ایران د «رهبر» له مالي شبکې سره د تیلو د عوایدو د لېږد په برخه کې مرسته کړې ده. د امریکا په وینا، دغه عواید له چین څخه ترکیې ته انتقالېدل او وروسته په نغدو پیسو او سرو زرو بدلېدل.

د مالیې وزارت همداراز وايي چې دغه بانک د ایران له ځینو مالي ادارو سره د بانکي اړیکو خدمتونه وړاندې کړي او د هغو حسابونو له لارې یې د راکړې ورکړې زمینه برابره کړې چې د قدس ځواک او د هغه له اړوندو شبکو سره تړاو لري.

د امریکا د ادعا له مخې، د ګولډن ګلوبل بانک دوه فرعي شرکتونه هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.
واشنګټن وايي، د ایران د حکومت د مالي سرچینو د محدودولو لړۍ به دوام ولري او امریکا له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې د ایران د حکومت د عوایدو مهمې سرچینې محدودې کړي.

په دغو شبکو کې د ترکیې د سوداګر سیتکي ایان او د هغه د شرکتونو اړوند حسابونه هم شامل وو. د دغې شبکې پر وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) له خوا بندیزونه هم لګېدلي وو، ځکه ادعا شوې وه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک اړوند د نفتو د پلور په تړاو یې د سلګونو میلیونو ډالرو د لېږدولو بهیر تر سره کړی دی.

د ګولدن ګلوب بانک په ترکیه کې دوه فرعي شرکتونه تر خپل کنټرول لاندې لري: یو په استانبول کې مېشت شرکت "ګولدن ګلوبل وارلیک کیرالاما انونیم سیرکتي" او بل "ګولدن پورتیفوی یونیتیمي انونیم سیرکتي" په نوم شرکتونه دي.

دواړه شرکتونه هم د دې لپاره د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د "ګولدن ګلوبل بانګ" ملکیت یا تر کنټرول لاندې دي، یا یې د دغه بانک لپاره د هغه په استازیتوب فعالیت کړی او یا یې د فعالیت ادعا کړې ده.

لکه څنګه چې د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي:«که څه هم موږ هیله لرو چې نوره دیته اړتیا نشي چې نور بانکونه هم د بندیزونو سره مخ شي، خو په پای کې دا موضوع په دې پورې تړلې ده چې نړیواله ټولنه هر څومره ژر چې شي خپل هوش تر لاسه کړي او د ایران د وژونکي رژیم له ملاتړ څخه لاس واخلي. موږ پوهېږو چې تاسو څوک یاست، موږ پوهېږو چې چېرته یاست، او له خپلو متحدینو او شریکانو سره به ګډو اقداماتو ته تر هغې دوام ورکړو، چې د مار په شان مو د ایران سر ښخ کړی نه وي.»

متحده ایالتونه لا هم په بشپړه توګه ژمن دي چې د ایران د ځپونکي رژیم د عوایدو ټولې سرچینې بندې کړي.