له سوریې سره د اړیکو د لا عادي کولو دپاره اقدامات

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د خپل جګړه ځپلې هېواد د یووالي لپاره یې کړې دي او د ترکیې په انقره کې یې د ناټو د سرمشریزې پر مهال په یوې جلا غونډې کې اعلان وکړ چې غواړي د سوریې نوم د "ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو" له نوملړ څخه وباسي.

ولسمشر ټرمپ وویل، "هغه د ولسمشر په توګه رښتیا هم په زړه پورې کار کړی دی. هغه هېواد په ډېر لنډ وخت کې متحد کړی دی – زه به ووایم شاوخوا یو نیم کال کې. دا حیرانوونکې ده. په لنډه موده کې هېواد په رښتیا هم باثباته شوی دی. دا داسې یو هېواد دی چې ډېر خلک پرې ویاړي، او د هغه له خوا پر ترسره کړیو کارونو هم ویاړي. "

ولسمشر ټرمپ د سوریې د بډایه فرهنګي تاریخ او د سوریې د حکومت له خوا د مثبتو بدلونونو او د ترهګرۍ ضد اقداماتو له امله د دغه هېواد د نړیوال دریځ د ښه کېدو لپاره د روانو ګامونو په اړه هم خبرې وکړې.

سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د "ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو" په نوملړ کې شامله ده، او د دې نوم لرې کول به کانګرس ته د ۴۵ ورځنۍ رسمي خبرتیا نه وروسته نافذ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې ولیکل، "دا د ولسمشر ټرمپ له خوا یو بل تاریخي ګام دی چې د سوریې خلکو ته د پرمختګ او ستر بریالیتوب فرصت ورکوي. "

دا پرېکړه د ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جون د ۳۰مې نېټې د اجرائیوي فرمان وروسته وشوه، هغه فرمان چې د سوریې لپاره یې د بندیزونو د نرمولو یوه تګلاره غوره کړه. روبیو لیکلي چې د "ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو" د نوملړ څخه د سوریې ایستل به د دغه هېواد اقتصاد سره ډېره مرسته وکړي.

هغه وویل، "پر سوریې د بندیزونو لرې کول به نړیواله سوداګري او پانګونه فعاله کړي، سوریې ته به د بیا رغونې فرصت ورکړي، او د سوریې د خلکو لپاره به یو نوی فصل پرانیزي. یوه باثباته او متحده سوریه چې له خپل ځان او خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي، نه یوازې د سیمې، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه ده. "

ولسمشر احمد الشرع رسمي ډاډ ورکړی چې سوریه به په راتلونکي کې د نړیوالې ترهګرۍ له هېڅ ډول کړنو ملاتړ ونه کړي او ژمنه یې کړې چې د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره به مبارزه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې دا اعلان «د امریکا او سوریې د بیا راژوندۍ شوې دوه اړخیزې اړیکې او همدارنګه د سوریې د ملي تاریخ لپاره یو مهم پړاو» ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه، "موږ د سوریې د حکومت ستاینه کوو چې نوې لاره یې غوره کړې ده، او له سوریې او د هغې له خلکو سره د خپلې ملګرتیا د لا پیاوړتیا هیله لرو. "