د ایران خلک د آزادۍ لپاره مبارزه کوي

د ملکرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز وایي د ایران خلک تر بل هر وخت ډیر د خپلې آزادۍ غوښتنه کوي. دغه بې وسلې، سوله ایز خلک - چې له خپل هیواد سره مینه لري - دوي د ښې راتلونکي او د خپلو مشروع هیلو د تعقیب لپاره واټونو ته راوځي.

"دا زموږ پیغام دی: ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا متحده ایالتونه د ایران د زړورو خلکو سره ولاړ دي. بس."

سفیر والټز وویل چې د ایران رژیم یوازې د ایراني خلکو د اقتصادي بدبختۍ او د دوی د آزادۍ د ځپلو مسؤل دی، او دوی به مسؤل وګڼل شي.

د رژیم له خوا د وژل شویو لاریون کوونکو د شمېر اټکل تر اوسه له زرګونو څخه تر لسګونو زرو پورې رسیږي، که څه هم د رژیم له خوا په ټول هیواد کې په قصدي ډول د انټرنیټ بندولو هم د تاوتریخوالي د بشپړ لیدلو مخه نیولې ده.

د ایران رژیم له ۱۹۷۹ کال راهیسې، د سولې او امنیت لپاره ګواښ دی. د مذهبي ایډیالوژۍ په نوم، دا رژیم د مرګ پر امریکا او د اسراییلو د له منځه وړلو شعارونه ورکوي. حتی په داسې حال کې چې د دې هیواد خپل اتباع نشي کولی خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه خواړه، د څښاک اوبه، او درمل پوره کړي. دغه هېواد د خپلو اټومي او بالیستیک توغندیو پروګرامونو په پراختیا کې ميلیاردونه ډالر لګوي ترڅو د ترهګرۍ په ملاتړ سره خپلو ګاونډیانو او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

د ایران رژیم له پیل راهیسې په نړۍ کې د ترهګرۍ لومړی نمبر ملاتړی دی، چې له بیروت څخه تر بوینس آیرس پورې یې بې ګناه خلکو ته بې شمیره مرګونه او کړاوونه وراړولي دي، پداسې حال کې چې واکمنان یې د ایران پر خلکو د ظلم او بدبختۍ له امله شتمن شوي دي.

سفیر والټز وویل چې د ایران رژیم هم واک ته د رسیدو د لومړۍ ورځې راهیسې د بشري حقونو یو پرله پسې سرغړونکی هیواد دی.

"د مهسا امیني په څیر ځوانې میرمنې په عام محضر کې د خپل سر د لوڅولو د جرئت له کبله وژل شوي، پداسې حال کې چې مذهبي اقلیتونه د خورا سختو ځورونو سره مخ شوي دي. دا سرغړونې د ملګرو ملتونو لخوا او د ایران د بشري حقونو د وضعیت په اړه د عمومي منشي د خپلو منظمو راپورونو لخوا مستند شوي چې وروستی راپور یې تیر کال په ۲۰۲۵ کې خپور شو."

سربېره پردې، د ایران رژیم د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د حکومت د نورو لوړ پوړو چارواکو د وژلو پلانونه جوړ کړي دي.

ایران د څو لسیزو راهیسې منځنی ختیځ بې ثباته کړی. د حماس د ظلم، د هغوی د یرغمل نیولو او د اکتوبر د ۷مې نیټې د اسراییلو په وړاندې د وحشتناک برید ملاتړ او هڅونه یې کړې ده. هغه[ایران] حزب الله، حوثي یاغیان او په عراق کې د ایران ملاتړو ملیشو ته مالي مرسته ورکړې ده چې په سیمه کې یې په مکرر ډول پر متحدو ایالتونو بریدونه کړي دي. په سوریه کې یې د بشار الاسد د ظالمانه رژیم ملاتړ هم کړی دی.

سفیر والټز وویل، "موږ ټول مسؤلیت لرو چې د ایران د خلکو ملاتړ وکړو او د رژیم له خوا د ایراني ملت سره غفلت او ظلم پای ته ورسوو."

"ولسمشر ټرمپ د عمل سړی دی. دا هغه بې پایلې خبرې نه دي چې موږ یې په ملګرو ملتونو کې ګورو. هغه دا روښانه کړې چې د وژنو د بندولو لپاره ټول انتخابونه یې پر میز پراته دي - او هیڅوک د ایران د رژیم له مشرتابه څخه پدې نور ښه نه پوهیږي."