د امريکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوله نړۍ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د هڅو مشري کوي.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا مرستيالې استازې، ټامي بروس، وويل چې په ورته وخت کې هغه ځایونه چې شخړې لا هم پکې دوام لري، هلته "دا اړينه ده چې موږ په انفرادي او ګډه توګه اقدام وکړو، څو تر ټولو هغه زيانمن کسان، چې اکثره یې نجونې او ښځې وي، خوندي کړو"
جنسي تاوتريخوالی لا هم په جګړو او کورني ژوند کې يو ستر ناورين دی.
سفيرې بروس وويل: "له بده مرغه، د شخړو اړوند جنسي تاوتريخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی رپوټ د عملي او څرګندو اقداماتو ملاتړ نه کوي."
هغې زياته کړه چې دغه رپوټ د عملي ګامونو پر ځای پر خبرو او "تشو څرګندونو" تمرکز کوي، چې ډېری وخت د داسې ايډيالوژيکو دريځونو د تعقيب لپاره کارول کېږي چې ملي حاکميت کمزوری کوي.
د سفيرې په وينا، دا ډول راپورونه ښيي چې د شخړو په ترڅ کې د جنسي تاوتريخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر تر کومې کچې له خپل اصلي هدف څخه لېرې پاتی شوی دی، او همدا لامل دی چې متحدو ايالتونو د دغه دفتر په فعاليتونو کې خپل ګډون درولی دی.
سفيرې بروس وويل، متحده ايالتونه د جګړې د يوې وسيلې په توګه جنسي تاوتريخوالی غندي او چمتو دی چې د خپلو ټولو امکاناتو، په ګډون له هدفي بنديزونو، کار واخلي څو عاملين مسول وګڼل شي او د هغوی شبکې هم بیې پرې کړي.
هغې وويل امريکا دا کار عملي کړی هم دی.
د امريکا د مالیې وزارت د فبرورۍ په مياشت کې د سودان د الفاشر په سيمه کې د کړنو له امله د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د دريو قوماندانانو پر ضد بنديزونه اعلان کړل.
د سودان د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې، (RSF) د ګڼو ظلمونو په ګډون د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او په نورو جنسي تاوتريخوالو تورن شوی دی.
تېره مياشت د امريکا د مالیې وزارت د کانګو ديموکراتيک جمهوريت په ختيځ کې د M23 او د روانډا د ازادۍ لپاره دموکراتيکو ځواکونو (FDLR) د وسلهوالو ډلو د دوو قوماندانانو پر ضد هم بنديزونه اعلان کړل.
دغه ډلې د بشري حقونو د سرغړونو په ګډون د جنسي تاوتريخوالي ثبت شوې سابقه لري.
سفيرې بروس د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې له متحده ايالتونو سره يو ځای شي او خپل د حساب او کتاب ميکانيزمونه پياوړي کړي، څو د شخړو اړوند جنسي تاوتريخوالي عاملين عدالت ته کش شي.
هغې وويل: "متحده ايالتونه به خپلو ژمنو ته دوام ورکړي او د هغو کسانو د ساتنې لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه کوي چې تر ټولو زيات له خطر سره مخ دي."
سفيرې بروس زياته کړه: "د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالی، که جنسي وي او که کوم بل ډول، د انسانيت بالقوه وړتياوې زيانمنوي. دا بايد د انساني حالت د يوې نه بدلېدونکې برخې په توګه ونه منل شي. د متمدنو انسانانو په توګه، موږ کولی شو پدې حالت غلبه حاصله کړو، او بايد همداسې وکړو."