له دې میاشتې پنځه کاله وړاندې، زرګونه کیوبایان د خپل هېواد په کوڅو او سړکونو کې راټول شول او د خپلې ازادۍ غوښتنه یې وکړه.
هغوی وږي وو، ستړي وو، د کلونو راهیسې یې د برېښنا له پرلهپسې نشتوالي او پرې کیدو سره ژوند کاوه، او له هغه رژیم څخه ستړي شوي وو چې میلیاردونه شتمنۍ لري، خو خلک یې له لوږې سره مخ دي.
دا څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي، مایک والټز، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وکړې.
والټز وویل، د کیوبا کمونیستي رژیم د دې پر ځای چې د خپلو خلکو غږ واوري، ۸۰۰ تنه خپل اتباع یې بندیان کړل.
د دغو بندیانو له ډلې څخه یو هم رپر سندرغاړی فرناندو المیناریس ریویرا دی، چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د پنځو کلونو بند سزا ورته واورول شوه، ځکه هغه په هاوانا کې په عام محضر کې دیته ورته شعارونه پورته کړي وو چې د واکمنانو پر ضد وو، په هغو کې یو دا و: "کیوبا د بشري حقونو لپاره په سړکونو کې د مبارزې په لومړۍ کرښه ."
مایکل کاستیو پېریز یو کیوبایي هنرمند دی، چې له پرلهپسې ځورونې او خپلسري نیونو سره مخ شوی دی. نوموړی د ۲۰۲۲ کال په جون کې په نهه کاله بند محکوم شو.
همدارنګه، ځوان شاعر دوانیس دابیل لیون تابوادا د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د بغاوت په تور مجرم وپېژندل شو او په هغه زندان کې چې کلک امنیت ورته نیول کیږي په ۱۴ کاله بند محکوم شو.
دوه وروڼه ، هورهې مارتین او نادیر مارتین پردومو هم د ۲۰۲۱ کال د جولای د اعتراضونو پر مهال د ازادۍ د غوښتنې له امله د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په شپږ او اته کاله بند محکوم شول.
والټز وویل، دغو مخالفو فعالانو وسله نه لرله او تاوتریخوالی یې نه کاوه. هغوی یوازې شعرونه او موسیقي لیکله. خو د همدې لپاره رژیم هغوی ووهل، بندیان یې کړل او هڅه یې وکړه چې اراده یې ماته کړي.
د هغه په وینا، د تېرو ۶۷ کلونو په اوږدو کې د کیوبا رژیم ځان او خپله واکمنه طبقه شتمنه کړې، خو پر خلکو یې ظلم کړی، خصوصي سوداګري یې ځپلې، مخالف نظرونه یې جرم ګرځولي او لا هم له ناکام کمونیستي اقتصادي نظام سره نښتی پاتې دی.
والټز وویل، ځکه نو د حیرانتیا خبره نه ده چې نږدې دوه میلیونه کیوبایانو خپل ژوند په خطر کې اچولی او له هېواده تښتېدلي دي.
هغه زیاته کړه، "هغوی چېرته تللي دي؟ ډېری یې متحده ایالاتو ته راغلي دي. اوس زموږ په هېواد کې درې میلیونه کیوبایي الاصله امریکایان ژوند کوي، چې د سوداګرو، متشبثینو، وکیلانو، ډاکټرانو او د خپلو ټولنو د فعالو غړو په توګه بریالي دي. ان زموږ د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم یو کیوبایي الاصله امریکایی دی، چې زموږ په ټولنه کې یې پرمختګ کړی او اوس د نړۍ په کچه د متحده ایالاتو استازیتوب کوي."
والټز وویل، "نړیواله ټولنه باید د کیوبا له رژیم سره د هغه د بېکفایتۍ، بد نیت، فساد او حرص په پټولو کې مرسته ونه کړي. موږ باید د کیوبا له خلکو سره مرسته وکړو، څو له دې وضعیت څخه ازاد شي او هغه ازادۍ ترلاسه کړي چې له ډېرې مودې راهیسې یې هیله لري."
هغه په پای کې وویل: "زه د کیوبا د خلکو ترڅنګ ولاړ یم. ولسمشر ټرمپ د کیوبا د خلکو ترڅنګ ولاړ دی. د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې یو ویاړلی کیوبایي الاصله امریکایی دی، هم د کیوبا د خلکو ترڅنګ ولاړ دی. موږ له رژیم څخه غواړو چې سیاسي بندیان خوشې کړي، ریښتینې اقتصادي ازادي رامنځته کړي او د کیوبا خلکو ته هغه حقونه ورکړي چې ملګري ملتونه یې ددفاع ادعا کوي."