د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) پر هغو اتو کسانو او ادارو بندیزونه لګولي دي چې د سودان د وسله والو ځواکونو (SAF) او د نیمهپوځي ډلې «چټک ملاتړ ځواکونو» (RSF) ترمنځ روانه خونړۍ کورنۍ جګړه کې د تدارکاتي او جذبوي شبکو سره تړاو لري او دې جګړې ته تمویل برابروي.
دغه شبکې دواړو خواوو ته دا توان ورکړی چې د جګړې کچه او شدت نور هم لوړ کړي چې له امله یې په نړۍ کې تر ټولو سختو بشري بحرانونو څخه یې یو رامنځته کړی او دا حساسه سیمه یې نوره هم بېثباته کړې ده.
د مالیې وزیر سکاټ بېسنت ویلي: "د ټرمپ اداره ژمنه ده چې په سودان کې تلپاتې سوله رامنځته کړي او د دې شخړې پای ته رسولو لپاره کار وکړي. هغه شبکې چې له دې جګړې ګټه اخلي ، په اصل کې د بشري اوربند د رامنځته کېدو امکانات چې د سودان خلک ورته سخته اړتیا لري، له خطر سره مخ کوي.»
متحده ایالتونه له دواړو خواوو—SAF او RSF—غواړي چې سمدستي او بېقیده او شرطه درې میاشتنی بشري اوربند ومني او عملي یې کړي. ددې اوربند له لارې به بشري مرستې زیاتو اړمنو کسانو ته ورسیږي، د ملکي وګړو خوندیتوب به تضمین کړي، او د دایمي اوربند لپاره به د خبرو اترو زمینه برابره کړي. امریکا یو ځل بیا له بهرنیو لوبغاړو هم غواړي چې د دې جګړې د تمویلونکو اړخونو سره هر ډول مالي او پوځي ملاتړ ودروي.
د سودان د دفاعي صنایعو سیستم (DIS) چې د هېواد تر ټولو لوی دفاعي بنسټ دی، د سودان د وسله والو ځواکونو SAF د وسلو، مهماتو، وسایطو او تجهیزاتو د زېرمو ملاتړ او ساتنه کوي چې ډېری وخت له ایران او نورو بهرنیو ملاتړو ترلاسه کېږي. DIS ګڼ شمېر فرعي شرکتونه کنټرولوي چې په کې د «جیاد صنعتي ګروپ» (Giad Industrial Group) هم شامل دی، چې د پیچلو او پټو جوړښتونو له لارې میلیاردونه ډالر عواید ترلاسه کوي.
د سودان د دفاعي صنایعو سیستم د نظامي تجهیزاتو ترلاسه کول د دې لامل شوي چې SAF وکولای شي د RSF پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي، پر ملکي خلکو بریدونه وکړي، او د اوربند د هڅو مخه ونیسي.
په سودان کې «Target Multiactivities Company Ltd» یا (TMAC) نومی شرکت د DIS د جیاد له لارې کنټرولېږي. د سودان د دفاعي صنایعو سیستم لوړپوړی چارواکی طارق حسین محمد مدني د دې شرکت مدیر دی. چی چاودېدونکي مواد او اړوند تجهیزات له مصر او هند څخه واردوي.
پدې کې د هند د (SBL Energy Limited) شرکت هم شامل دی. دا مواد وروسته د SAF له خوا په بمونو کې کارول کېږي. ددی هندي شرکت اجراییه رییس الک چوهدري دی، او دغه شرکت له ۲۰۲۴ کال راهیسې ( تارکیت ملتای اکتیویتیز کمپنیز لمتد ) په نوم له ۲۰۰ څخه زیات د چاودېدونکو موادو بارونه لېږدولي دي.
په سودان کې بل شرکت چې «Ports Engineering Company LTD» نومیږي په هغه هیواد کې د ساختماني شرکت په توګه فعالیت کوي او د دولتي ادارو ملکیت ګڼل کیږي.
د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له پیل راهیسې، دې شرکت د اماراتي شرکت څخه هغه یونیفورمونه او بوټان وارد کړي چې د سوداني استخباراتي ځواکونو له خوا کارول کېږي، او همدارنګه د ترکي شرکت څخه د وسلو مهمات او د مرمیو صندوقونه ترلاسه کړي دي.
متحده ایالتونه به د هغو مالي شبکو پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي چې د سودان خلکو ته کړاو او ویره پیدا کوي.