ټرمپ، امریکا او متحدین یې لا خوندي او پیاوړي کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې پانګونې نوښت تر سرلیک لاندې په نړیوال کنفرانس کې وویل: “موږ په داسې یوه شېبه کې راټول شوي یو چې زړور اقدام او تاریخي پرېکړې ته اړتیا ده، څو امریکا او زموږ متحدین لا خوندي، پیاوړي، شتمن او تر بل هر وخت ډېر بریالي واوسي.”

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ: “موږ تر بل هر وخت زیات د داسې منځني ختیځ رابرسیره کولو ته نږدې شوي یو چې بالاخره د ایران د ترهګرۍ، یرغلګرۍ او اټومي باج اخیستنې له شره څخه ازاد وي.”

ولسمشر ټرمپ وویل: “له ۴۷ کلونو راهیسې ایران د منځني ختیځ زورواکی بلل کېده، خو نور داسې نه دی. هغوی اوس په تېښته کې دي.”

ولسمشر ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د ایران اټومي تړون پای ته ورساوه. هغه وویل: “که ما دا تړون نه وای ختم کړی، هغوی به ډېر پخوا اټومي وسله ترلاسه کړې وای، او هغه به یې پر اسرائیل او د منځني ختیځ پر سیمې کارولې وای.”

هغه ټینګار وکړ: “د امریکا د ولسمشر په توګه، زه به هېڅکله اجازه ور نه کړم چې د نړۍ لومړی ترهګر تمویلوونکی هېواد اټومي وسله ترلاسه کړي.”

له همدې امله، د تېر کال په جون کې د امریکا وسله‌والو ځواکونو د “نیمې شپې څټک” په نوم عملیاتو کې د ایران مهم اټومي تاسیسات له منځه یوړل.

ولسمشر ټرمپ وویل: “لدې برید وروسته، د ایران افراطي مشرانو لا هم د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې ونه درولې.”

نو ځکه، متحده ایالاتو د فبرورۍ په میاشت کې د “حماسي غضب” په نوم عملیات پیل کړل، څو د متحدو ایالتونو او متحدینو دفاع یې وکړي. ولسشر ټرمپ وویل: “د امریکا وسله‌وال ځواکونه د ایران پوځي وړتیاوې په داسې ځواک، دقت او مهارت له منځه وړي چې نړۍ کې یې بیلګه نده لیدل شوې.”

اوس ایران له امریکا سره په خبرو بوخت دی. د سولې لپاره یو مهم شرط دا دی چې د هرمز تنګی باید سمدستي پرانستل شي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې خبرداری ورکړی: “که ژر دا تړون تر لاسه نه شي، موږ به په ایران کې خپل ‘د علاقې وړ حضور’ داسې پای ته ورسوو چې د هغوی د برېښنا ټول تولیدي مرکزونه، د تېلو څاه‌ګانې او د خارګ ټاپو (او ښایي د اوبو د تصفیې ټولې فابریکې هم) په بشپړه توګه له منځه یوسو، هغه کار چې مونږ تر اوسه قصداً نه دی کړی.”

د امریکا پوځ د ایران د وسلو زېرمې له منځه وړي او د هغوی د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو فابریکې ویجاړوي. د ټرمپ په وینا، د ایران سمندري ځواک اوس تر ډېره حده د فارس خلیج په تل کې دی. سربېره پر دې، د هغوی ۲۲ ماین ایښودونکي له منځه وړل شوي. د ایران هوايي ځواک هم نور فعال نه دی او هېڅ الوتکه نه لري. د هغوی د هوايي دفاع او مخابراتو وړتیاوې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي، او ډېری مشران یې وژل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل، د ایران د رژیم له ماتې وروسته، د منځني ختیځ راتلونکی تر بل هر وخت روښانه ښکاري. هغه له سعودي عربستان وغوښتل چې له اسرائیل سره ابراهیمي تړونونه بشپړ کړي. هغه وویل: “اوس ددې وخت رارسیدلی دی. موږ باید د ابراهیمي تړونونو برخه وګرځو، او هیله ده چې د سیمې ټول هېوادونه پکې شامل شي.”

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ: “د سوداګرو مشرانو، نوښتګرو، متحدینو او شریکانو په مرسته، موږ به هر فرصت نه کار واخلو، هره ستونزه او خنډ به له منځه یوسو او هر ګواښ ته به ماتې ورکړو. امریکا او زموږ متحدین به داسې وده وکړي او داسې بریاوې به ترلاسه کړي چې مخکې هېڅ هېواد هم ندي ترلاسه کړې.”