امریکا د زېږون پر بنسټ سیاحت د پای ته رسولو لپاره اقدام کوي

متحده ایالتونه، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ، له ټولو شته امکاناتو څخه کار اخلي چې د امریکا د تابعیت بشپړتیا خوندي کړي او ډاډ ترلاسه شي چې د غیرمهاجرتي ویزو څخه یوازې د قانوني او ټاکل شویو موخو لپاره استفاده وشي او د زېږون پر بنسټ سیاحت په پلمه لدې لارې د دغو ویزو د ناوړه ګټه اخیستو مخنیوی وشي.

لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې، تابعیت داسې څه نه دي چې څوک یې د امریکا د کډوالۍ د قوانینو له ناوړه استعمال څخه ترلاسه کړي.

د کورني امنیت له وزارت یا DHS سره په نږدې همکارۍ او د بهرنیو چارو وزارت د وزیر مارکو روبیو تر مشرۍ لاندې، د زیږېدنې پر بنسټ د سیاحت پر وړاندې مبارزه کوي او د امریکا د کډوالۍ د نظام د بشپړتیا د ساتنې لپاره هڅې کوي.

د دې پراخې هڅې د لا بریالیتوب لپاره، د بهرنیو چارو وزارت د زېږون پر بنسټ سیاحت د مخنیوي کاري ځواک جوړ کړی دی. دغه کاري ځواک په ټوله نړۍ کې د ویزې لرونکو کسانو فعالیتونه ارزوي، څو د زېږون پر بنسټ سیاحت موارد ومومي، د هغو کسانو ویزې لغوه کړي چې په دې کار کې ښکېل یا دیته اسانتیا برابروي، او هغه شبکې له منځه یوسي چې له دې څخه ناوړه ګټه ترلاسه کوي.

دغه کاري ځواک د بهرنیو چارو وزارت او نورو فدرالي ادارو، په ګډون د کورني امنیت وزارت، موجود معلومات تحلیلوي او له یو بل سره یې نښلوي، څو د ویزو له ناوړه استفادې سره مبارزه وکړي.

د دې کار اسانتیا برابروونکو د زېږون پر بنسټ سیاحت په یوه ګټور سوداګریز صنعت بدل کړی دی. دوی کله ناکله ځانونه د زېږون پر بنسټ د سیاحت د مرستندویانو، قابلو یا د روغتیا د برخې د مشاورینو په توګه معرفي کوي، خو په ښکاره ډول په امریکا کې د زېږون پر بنسټ سیاحت ، د ویزې د ترلاسه کولو مشورې او د روغتونونو د ترتیباتو خدمتونه اعلانوي.

ځینې کسان جعلي طبي اسناد جوړوي، یا خپلو مراجعینو ته لارښوونه کوي چې د سفر اصلي موخه پټه کړي او د روغتونونو له لګښتونو څخه ډډه وکړي. په انلاین تبلیغاتو کې مراجعینو ته د "اتومات تابعیت" او "له پولو پرته راتلونکي" ژمنې ورکول کېږي.

د کاري ځواک د همغږۍ له امله، د بهرنیو چارو وزارت په نړیواله کچه د زېږون پر بنسټ سیاحت پر وړاندې اقدام کوي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د راغلو کسانو د سفر تاریخونه څېړي، څو د دې ډول ناوړه استفادې او استثمار مخه ونیول شي.

دغه کاري ځواک تر اوسه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د بهرنیو اتباعو له ۶۰۰ څخه ډېرې ویزې لغوه کړې دي، څو د امریکا ملي امنیت خوندي شي.

د بهرنیو چارو وزارت عموماً هغه مهال ویزې لغوه کوي چې د یو کس د ویزې د شرایطو د نه پوره کیدلو نښې موجودې وي. د بهرنیو چارو وزیر د ویزو د لغوه کولو پراخ اختیاري صلاحیت لري، او د ټرمپ اداره دیته ژمنه ده چې له دغه صلاحیت څخه د امریکایانو او د امریکا د کډوالۍ د نظام د بشپړتیا د ساتنې لپاره کار واخلي.

حقایق څرګند دي؛ زېږون پر بنسټ سیاحت یوه پراخه پدیده ده چې د نړۍ له ټولو سیمو څخه د بېلابېلو هېوادونو اتباع پکې شامل دي. هغه بهرني اتباع چې په قصدي ډول متحده ایالتونو ته د خپل سفر یا ننوتلو اصلي موخه په ناسم ډول څرګندوي، ښايي د تل لپاره د امریکا د ویزې یا متحده ایالتونو ته د ننوتلو له حق څخه بې برخې شي.

تابعیت داسې څه نه دی چې څوک یې د کډوالۍ د قوانینو د ناوړه استعمال او تېښتې له لارې ترلاسه کړي.

هغه بهرني اتباع چې د ویزې له نظام څخه ناوړه استفاده کوي، او هغه کسان چې په دې کار کې ورسره مرسته کوي، ښايي خپله ویزه، متحده ایالتونو ته د لاسرسي حق او په دغه هېواد کې خپل راتلونکی له لاسه ورکړي.