د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت د روانې اوونۍ په ترڅ کې په پنټاګون کې د ایټالیا د دفاع له وزیر ګویډو کروسېتو سره د دوه اړخیزې لیدنې نه مخکې، د اروپا په دفاع کې د ایټالیا د مخ پر ودې مشرتابه ستاینه وکړه.
هېګسېت وویل: "د نن ورځې په مهم نړیوال وضعیت کې زموږ ملګرتیا تر بل هر وخت ډېره مهمه ده." هغه همداراز د ایټالیا د حکومت او خلکو له ټینګ ملاتړ مننه وکړه چې په خپل هېواد کې لا هم د شاوخوا ۳۰ زرو امریکايي سرتېرو کوربتوب کوي.
دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې د ناټو دریمي دوري د عملي کولو پر ګډ لومړیتوب بحث وکړ. دا د ناټو لپاره یو نوی پړاو دی چې موخه یې د ائتلاف د بنسټیزو او اصلي اصولو بیا راژوندي کول دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنېل په یوه اعلامیه کې ویلي: "د جګړې وزیر او د ایټالیا دفاع وزیر موافقه وکړه چې د ناټو غړي باید د اروپا د دودیزې دفاع اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي. دا کار د دفاعي لګښتونو په زیاتولو، د دفاعي صنعت د تولید په پیاوړتیا او د اغېزمنو او جګړې ته چمتو ځواکونو په جوړولو سره امکان لرلای شي."
هېګسېت وویل: "زموږ متحدین باید خپلو وسله والو ځواکونو ته کافي سرچینې برابرې کړي څو له ننګونو سره په مستقیم ډول مقابله وکړي. دا د دې معنا لري چې زموږ ګډ ائتلاف باید بېرته د ناټو پر اصلي پوځي ماموریت، یعنې جګړهییز چمتووالي، تمرکز وکړي."
هغه زیاته کړه چې د ایټالیا په ګډون، اروپايي متحدینو، ددې دپاره چې د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه دفاعي بودیجې ته برابره کړي، ددې ژمنې د بشپړولو دپاره مهم ګامونه پورته کړيدي.
هېګسېت وویل: "موږ د شریکانو په لټه کې یو او ایټالیا بېشکه پدې هېوادونو کې شامله ده. تاسو په دې برخه کې مخکښ رول لوبوئ."
هغه هیله څرګنده کړه چې نور متحدین هم د دې هدف ملاتړ وکړي. نوموړي په بلغاریا کې د ناټو د څو مليتي جنګي ډلې د مشرتابه لپاره د ایټالیا ستاینه وکړه او د هغو سیمو په چارو کې یې د ایټالیا د ښکېلتیا هرکلی وکړ چې دغه هېواد پکې مهم اقتصادي او امنیتي ګټې لري.
دواړو وزیرانو د دفاعي صنعت په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا هم خبرې وکړې. د ایټالیا دفاع وزیر وویل چې ایټالیا د امریکا له متحدو ایالتونو بهر یوازینی هېواد دی چې پکې د F-35 جنګي الوتکې جوړېږي.
کروسېتو وویل: "د ایټالیا او امریکا ترمنځ اړیکې باید داسې وي چې دواړو خواوو ته ګټه ورسوي."
هېګسېت وویل: "موږ په خپل دفاعي صنعت او دفاعي وړتیاوو کې بیا پانګونه کوو، څو نړۍ ته وښیو چې موږ نه یوازې خپل امنیت، بلکې ګډ امنیت هم مهم بولو."
د امریکا او ایټالیا پوځي همکاري له اتیا کلونو څخه زیات تاریخ لري. د دې ملګرتیا ژمنتیا هغه مهال لا روښانه کېږي چې دواړه هېوادونه په ګډه د داسې ځواک د رامنځته کولو لپاره کار وکړي څو د سولې د ساتلو وړتیا ولري.