امریکا او متحدین یې د ایبولا ناروغۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مدیریت او اصلاحاتو د چارو استازی، سفیر جیفري بارټوس

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مدیریت او اصلاحاتو د چارو استازی، سفیر جیفري بارټوس، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه وروستۍ غونډه کې ویلي چې متحده ایالتونه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د دوامدارې خپریدنې د اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لري.

په سیمه کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله تر ۹ زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او تر ۴ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

ددې ناروغۍ د مخنیوي چارې تر یوه حده د کانګو د حکومت او یاغي ځواکونو ترمنځ د روانو جګړو له امله ستونزمن شوي دي. دغو جګړو یو ویجاړوونکی بشري ناورین رامنځته کړی دی.

سفیر بارټوس وویل: "د روغتیايي مرستندویانو لپاره خوندي او بې‌خنډه لاسرسی، د روغتیايي کارکوونکو او طبي مرکزونو ساتني او د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري."

هغه له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چې د سولې او سوکالۍ لپاره د واشنګټن تړونونو او د دوحې د پروتوکولونو له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له ښکېلو لورو غواړو چې اوربند وساتي، د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي او له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي. د امنیت شورا ټول غړي باید پر دغو غوښتنو ټینګار وکړي او د عملي کېدو لپاره یې فشار ته دوام ورکړي."

سفیر بارټوس وویل: "موږ له ټولو هغو بشري مرستندویانو، امنیتي کارکوونکو او سوله ساتونکو مننه کوو چې د دې کړکېچ د حل لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایبولا د خپریدو دوامدار بهیر (ځانګړې ننګونې) رامنځته کوي. په اعلامیه کې نه یوازې د سیمې روانې جګړې، بلکې د (بوندیبوګی) په نوم د ویروس د نوي ډول ځانګړتیاوو ته هم اشاره شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "نړیوال لوري باید په ټولو هغو سیمو کې چي ناروغۍ اغیز کړی د غبرگون او مخنیوِي د چارو اقدامات پراخ کړي او په هغو سیمو کې چې د خطر کچه پکې لوړه ده، چمتووالی پیاوړی کړي. په دې اقداماتو کې د ناروغانو سره د تماس په برخه کي د راغلو کسانو پېژندل او څارل، د لومړۍ کرښې د روغتیايي کارکوونکو ساتنه، د بسترونو د ظرفیت لوړول، د نویو تشخیصي وسایلو کارول او د واکسین جوړولو په برخه کي پانګوني هم شاملې دي."

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په یوې جلا غونډې کې اعلان وکړ چې د ایبولا ناروغۍ پر ضد مبارزې لپاره به ۲۶۷ میلیونه ډالره نوره مستقیمه روغتیايي او بشري مرسته ځانګړې کړي، څو د خلکو ژوند وژغورل شي.

په اعلامیې کې ویل شوي: ”د نړیوالې روغتیا په برخه کې د دې نوې او ژوند ژغورونکې مرستې له لارې به متحده ایالتونه د ایبولا ناروغۍ پر ضد خپل ملاتړ په مستقیم ډول پراخ کړي. په دې مرستو کې د ایبولا د درملنې د نویو مرکزونو جوړول، د مړو د خوندي او له انساني کرامت سره سم د ښخولو لپاره د نورو ګروپونو برابرول، په پراخه کچه د شخصي محافظتي وسایلو پېرودل، د ناروغۍ د څارنې پراخول، د اړینو روغتیايي توکو برابرول او د باوري همکارو ادارو له لارې د ناروغانو سره د تماس په برخه کي د راغلو کسانو پېژندل او څارل شامل دي."

دغه ۲۶۷ میلیونه ډالره د هغو ۸۸۷ میلیونه ډالرو مرستو سربېره برابریږي چې مخکې یې ژمنه شوې ده. له دې جملې څخه ۷۸۰ میلیونه ډالره په مستقیم ډول روغتیايي او بشري مرستو ته ځانګړي شوي وو.

دا مرستې د هغو ۳۵۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو سربېره هم دي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، یوګانډا او جنوبي سوډان لپاره برابرې شوې وې. دغه مرستې د تېر پسرلي په موسم کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر سره د ۱.۸ میلیارده ډالرو مرستې د ژمنې یوه برخه وه.

متحده ایالتونه په دې وروستیو کې د جي شل (G20) ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو یوه غونډه هم رابللې وه، څو د ایبولا پر ضد د ګډو اقداماتو د چټکتیا لپاره خپله ژمنتیا بیا تایید کړي.

په دې غونډې کې د جي شل ډلې او نورو مهمو مرسته کوونکو د ۴۷۰ میلیونه ډالرو څخه د زیاتو نویو مرستو ژمنې اعلان کړې. په دې سره، د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې د نړۍ د ټولو مرستو اندازه چي ژمنه یي شوي وه، له ۲ میلیارده ډالرو واوښته.

په دې کنفرانس کې د جي شل ډلې له غړو هېوادونو بهر ګڼ شمیر نورې مرسته کوونکې ادارې هم ور بلل شوې وې.

په یوه اعلامیه کې ویل شوي: " لکه څنګه چې په اګست میاشت کې په یوګانډا کې د ناروغۍ د خپرېدو د پای ته رسېدو بریالۍ تجربې وښودله دا ناروغي هم له منځه وړلای شو."

متحده ایالتونه او په نړیواله ټولنه کې یې شریکان ژمن دي چې د ایبولا ناروغۍ ته د ماتې ورکولو دا موخه په حقیقت بدله کړي.