متحده ایالتونه په سودان کې د بشري اوربند غوښتنه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

متحده ایالتونه وايي د سیمې له شریکانو سره په همغږۍ کې هڅې روانې دي چې په سودان کې د سمدستي اوربند لپاره فشار زیات شي. په سودان کې د اپرېل ۲۰۲۳ کال راهیسې د سوداني وسله‌والو ځواکونو (SAF) او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه روانه ده چې په وروستیو میاشتو کې نوره هم شدیده شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي: "زموږ لومړیتوب دا دی چې جګړه ودریږي او بشري مرستې ورسېږي، ځکه چې هلته موږ له ناورین ډک بشري وضعیت سره مخ یو، دا وضعیت به نور هم خراب شي او دا باید ونه شي."

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالتونه، ملګري ملتونه او نور متحدین د دې په اړه اندېښنه څرګندوي چې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) او د هغوی متحدین د سودان د (ال‌اوبید) ښار شاوخوا خپل ځواکونه راټولوي. دغه ښار له څو میاشتو راهیسې محاصره دی.

رپوټونه وایي دغه ډلې پر ملکي اهدافو د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه کړي او د (کورډوفان) په سیمه کې یې جګړه نوره هم پراخه کړې ده. پر RSF تور دی چې تېر کال یې په الفاشر کې د پراخو ظلمونو، سیستماتیک جنسي تیریو، د چټکو او پرته له محاکمې اعدامونو او تښتونو په ګډون، جدي سرغړونې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند توماس “ټومي” پګېټ ویلي:"اندېښمنونکي نښې شته او پراخ ناورینونه ښایي نږدې وي چې دا به په سودان کې موجود بشري بحران نور هم سخت کړي.د RSF او د هغوی متحد ځواکونه باید هر هغه اقدام ودروي چې ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي، د بشري مرستو مخه نیسي، یا د نور ظلم او رنځ لامل کېږي. د جګړې ښکېلې خواوې باید د نړیوال بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه پر ځای کړي، ملکي وګړي خوندي کړي، او اجازه ورکړي چې خلک پرته له وېرې خوندي ځایونو ته ورسېږي."

د ملګرو ملتونو په وینا، د جګړې دواړه خواوې د بشري حقونو له سرغړونو سره تړاو لري. دغه شخړې تر اوسه له ۱۲.۴ میلیونو څخه زیات خلک بې‌ځایه کړي او د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو څخه یو ګڼل کیږي.

پګټ ویلي:"دې جګړې د سودان پر خلکو داسې فشار راوستی چې د زغملو وړ ندی. ملکي وګړي د دې تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي او له سختو ویجاړیو سره مخ دي. دا جګړه هېڅ پوځي حل نلري. دواړه خواوې باید د خبرو له لارې، بې له شرطونو، داسې سیاسي حل ته سره ورسېږي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د خلکو رنځ کم کړي."

هغه زیاته کړه چې متحده ایالتونه به له نړیوالو شریکانو او سوداني اړخونو سره کار ته دوام ورکړي څو بشري اوربند رامنځته شي، مرستو رسولو ته بشپړ لاسرسی تضمین شي، او د ملکي حکومت پر لور د بدلون او تلپاتې سولې لپاره لاره هواره شي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي:"موږ غواړو، له بشري لاسرسي سره یو ځای، اوربند ووینو څو مرستې ورسېږي، او په پای کې دا وضعیت پر دایمي سولې ختم شي. موږ دا موضوع له ټولو هغو هېوادونو سره مطرح کړې چې ددې مسلې پر بیلو اړخونو اغېز لري."

متحده ایالتونه وایي چې سودان یوازې د سولې او ثبات له لارې کولی شي بېرته د ملکي حکومت پر لور پرمختګ وکړي، خپل یووالي وساتي او د خلکو هیلې په حقیقت بدلې کړي.