د امریکا د متحده ایالتونو د جګړې وزیر پېټ هېګسېت د لوېدیځې نیمهکرې د ۳۴ هېوادونو د دفاع او نورو لوړپوړو پوځي مشرانو څخه وغوښتل چې د هغو ناوړه عناصرو پر وړاندې د مخنیوي په موخه سره متحد شي چې ښايي لا دمخه په سیمه کې فعالیت ولري او یا په سیمه کې د نفوذ هڅه کوي.
دا کنفرانس چې د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر، د هوايي ځواک جنرال ډان کېن، له خوا رابلل شوی، د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د واشنګټن ښار په مرکزي برخه کې ترسره شو. دا د خپل ډول لومړنی، یو ورځنی کنفرانس و چې د لوېدیځې نیمهکرې د دفاعۍ چارو د مشرانو ترمنځ جوړ شوی و.
په دې غونډه کې د سیمې د امنیتي همکارۍ موضوع، د نشهیي توکو اړوند ترهګري او د نورو جنايي فعالیتونو پر وړاندې، مبارزه وڅېړل شوه او همدارنګه د متحدینو او شریکو هېوادونو ترمنځ پر ګډو امنیتي لومړیتوبونو بحث وشو.
هېګسېت راغلو مشرانو ته وویل: «موږ، ستاسو په څېر غواړو او حتمي به دا هدف تر لاسه کوو چې په دې نیمهکره کې تلپاتې سوله ټینګه شي. نو راځئ چې د خپلو پوځونو له لارې سره یو ځای کار وکړو: ګډ تمرینونه، روزنه، عملیات، استخبارات، لاسرسي، اډې، هوايي لارې هر څه چې وي، راځئ یوځای سره کار وکړو.»
هغه زیاته کړه: «د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید سره یو ځای ودرېږو؛ بله لاره نشته.»
هېګسېت وویل چې د جنګ وزارت، له لسیزو وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت تر مشرۍ لاندې، د لومړي ځل لپاره د هېواد د خاورې او د نیمېکرې د مهمو سیمو ساتنه، مهم لومړیتوب ګڼي .
هغه څرګنده کړه: «متحده ایالتونه د مونرو د تګلارې په اړه د ټرمپ پراصل بیا ټینګار کوي، بېرته یې رامنځته کوي او عملي کوي یې.»
د مونرو تګلاره چې په ۱۸۲۳ کال کې د ولسمشر جېمز مونرو له خوا اعلان شوې وه، دا څرګندوله چې د لوېدیځې نیمهکرې دروازې به د اروپايي هېوادونو له خوا د نوې استعماري هڅې لپاره تړلې وي، او د متحده ایالتونو پر وړاندې د دغو قدرتونو هر ډول لاسوهنې ته به د دښمنۍ د عمل په سترګه وکتل شي.
هېګسېت د سرحد د تړلو په تړاو پاتې ګټو ته هم اشاره وکړه چې د هغه په وینا پکې په تېرو ۵۰ کلونو کې له سرحدونو څخه د غیر قانوني تیریدنې په برخه کې د پام وړ کموالی څرګندوي. هغه همدارنګه یادونه وکړه چې د امریکا پوځ او د قانون پلي کوونکي ځواکونه د «سویلي نیزې» په نوم دعملیاتو په لړ کې په سوېل کې د ترهګرۍ په ماموریت کې، د نشهیي توکو پر ضد لویې بریاوې تر لاسه کړې دي.
د "سویلي نیزې" عملیات چې تېر کال د امریکا د سویلي قومندانۍ له خوا پیل شو، د امریکا ګډ پوځي کمپاین دی چې موخه یې په کارابین سمندر او ختیځ پاسیفیک کې د نشهیي توکو د قاچاقو مخنیوی دی.
هېګسېت غونډې ته وویل: «د سویلي نیزې عملیاتو د نشهیي توکو سره تړلو د هغو ترهګرو کارټلونو پر وړاندې د مخنیوي ځواک بېرته پیاوړی کړی چې امریکایانو ته د زهرو په ورکولو او زموږ او ستاسو د خلکو په وژلو ګټې ترلاسه کوي.»
هېګسېت د «مطلق هوډ» په نوم د عملیاتو بریا ته هم اشاره وکړه، چې په لړ کې یې امریکايي ځواکونو تېره میاشت د وینزویلا مشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن ونیول.
هېګسېت وویل: «هو، پولیسې چارې مهمې دي، د قانون پلي کول مهم دي، خو پوځي ځواک هم مهم دی.» هغه زیاته کړه چې هغه هېوادونه چې ددې ورځې کنفرانس کې استازیتوب لري، باید په ګډه کار وکړي څو په لوېدیځه نیمهکره کې د نشهیي توکو اړوند ترهګري او د مخدره موادو قاچاقي شبکې او کارټلونه له منځه یووړل شي.