امریکا، جاپان او جنوبي کوریا پر درې اړخیزې همکارۍ بیا ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دې اوونۍ په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې، په نیویارک ښار کې د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر موتیګي توشیمیتسو او د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر چو هیون سره وکتل.

دواړو خواوو د تایوان د تنګي په اوږدو کې د یوې آزادې او پرانیستې سیمې په توګه د هند ـ ارام سمندر د سولې او ثبات او د شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه خپله اوږدمهاله ژمنتیا بیا تکرار کړه.
دوی همدارنګه د عادلانه سوداګرۍ، د اکمالاتي ځنځیرونو د مقاومت او ثبات، او د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ په اړه یو شمېر موضوعات هم وڅېړل.

د تایوان په اړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «د بهرنیو چارو وزیر او د دواړو هېوادونو وزیرانو د تایوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ پر سوله‌ییز حل ټینګار وکړ او له هر هغه اقدام سره یې مخالفت وکړ چې په یو اړخیز ډول د اوسني وضعیت د بدلون هڅه پکې وشي.»

هغوی همدارنګه د تایوان سره ملاتړ څرګند کړ چې په مناسبو نړیوالو سازمانونو کې د پام وړ ګډون ولري.
دریو هېوادونو د هند ـ ارام سمندر د پراخې سیمې په اړه هم خبرې وکړې او د بیړیو تګ راتګ او الوتنو د آزادۍ د ساتنې، د قانوني سوداګرۍ د بې خنډه دوام، او د ټولو هېوادونو لپاره د سمندر لارو چارو څخه د قانوني استعمال ملاتړ څرګند کړ. ددوي په قول چې دا ټول باید د هند ـ ارام سمندر په سیمه او د نړۍ په کچه د نړیوال قانون له مخې ترسره شي.

دریو هېوادونو د تېر کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د شویو ژمنو د عملي کېدو پرمختګ هم وڅېړه او پر یوه ګډ هدف یې ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي: «متحده ایالتونه د جاپان او د کوریا جمهوریت د دفاع په برخه کې خپلې کلکې او نه ماتېدونکې ژمنې بیا تازه کوي. دا ژمنې د اټومي وړتیاوو په ګډون د امریکا د بې‌ساري پوځي ځواک له ملاتړ څخه برخمنې دي. متحدو ایالتونو همدارنګه د جاپان او د کوریا جمهوریت لپاره د دفاعي وړتیاو او پر پراخو ژمنو بیا تاکید وکړ.»

اعلامیه زیاتوي: «د بهرنیو چارو وزیر او د دواړو هېوادونو وزیرانو د پیاوړې امنیتي همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار کوي.»

په دې همکارۍ کې د شمالي کوریا، د اټومي وسلو د بشپړ له منځه وړلو لپاره کلکه ژمنتیا او د اړوندو بندیزونو ملاتړ شامل دي.

دوی موافقه وکړه چې د شمالي کوریا د نورو سایبري ګواښونو د مخنیوي لپاره به همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغوی همدارنګه خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه چې د تښتول شویو کسانو، توقیف شویو کسانو، له خپل هېواد څخه بهر پاتې جنګي اسیرانو، او له یو بل څخه د بېلو شویو کورنیو مسئلې باید ژر تر ژره حل شي.

دریو مشرانو یو ځل بیا له شمالي کوریا وغوښتل چې د سولې پر لور د خبرو اترو بهیر بیا پیل کړي.
په دې غونډه کې د اقتصادي امنیت او اقتصادي مقاومت د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ په اړه هم پراخ بحث وشو.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د اقتصادي جبر او د بازار له اصولو سره د نه سمون لرونکو سیاستونو او کړنو، چې د زیانمن اضافي تولید او د بازار د ګډوډۍ لامل کېږي، پر وړاندې په کلک دریځ سره ــ په ځانګړې توګه د هغو خپلسرو صادراتي محدودیتونو پر وړاندې چې د اکمالاتي ځنځیرونو ګډوډي رامنځته کوي ــ د بهرنیو چارو وزیر او دواړو وزیرانو هوډ وکړ چې آزادې او شفافې سوداګرۍ ته به دوام ورکړي او د مهمو حیاتي او اکمالاتي ځنځیرونو امنیت به خوندي کړي.»

اعلامیه وايي، درې واړو هېوادونو «هوډ وکړ چې په ګډه د پرمختللو ټکنالوژیو بنسټیز سیستمونه او د اکمالاتي ځنځیرونو مقاومت پیاوړي کړي، او د مصنوعي ځیرکتیا، کوانټم ټکنالوژۍ، ډیجیټلي زیربناوو او بایوټکنالوژۍ په څېر مهمو اونویو ټکنالوژیو ته وده ورکړي او ساتنه یې وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د جاپان او جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه به خپلې همکارۍ پیاوړې کړي او په ټولو کچو کې به درې اړخیزو غونډو ته دوام ورکړي.