متحده ایالتونه ژمن دي چې د نشهيي توکو هغه ترهګر کارټلونه چې د امریکا خلک ګواښي له منځه یوسي.
د روانو اقداماتو په ترڅ کې، د عدلیې وزارت د کورني امنیت له کاري ځواک سره په همغږۍ، د "هالسیکو په نوم د نوې نسل" یا (CJNG) د مشرانو او همکارانو پر ضد پنځه جلا تورنلیکونه صادر کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو پنځو کسانو او دریو نورو هغو مشرانو، چې مخکې یې تورنلیکونه خپاره شوي وو، د نیولو او یا محکومېدو لپاره د معلوماتو په بدل کې چې په هر هېواد کې وړاندې کېږي، د ټولټال ۱۰۲ میلیونو ډالرو پورې انعامونه اعلان کړي دي.
د نړیوالو نشهيي توکو او د قانون د پلي کولو چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر مایکل ګنزالس وویل: "اوس د دې وخت دی چې امریکا د کارټلونو پر وړاندې جګړه وکړي."
هغه زیاته کړه چې:" CJNG زموږ په نیمهکره کې د خطرناکو نشهيي توکو هغو ترهګرو سازمانونو څخه ګڼل کیږي چې له تاوتریخوالي ډک دي او د غیرقانوني فینټانیل، کوکایین، هیروین او مېتامفیتامین له لارې امریکايي ټولنې مسموموي. دوی، د امریکايي اتباعو په ګډون، د سلګونو زرو کسانو د وژلو مسئول دي."
د تورن شویو کسانو له ډلې درې کسان هم پر دې تورن دي چې په عمر پاخه امریکایان یې په نښه کړي دي.
په اعلان کې د CJNG د مشر هوان کارلوس والنسیا ګنزالیس، چې په «پېلون» مشهور دی، په اړه د معلوماتو لپاره ۲۵ میلیونه ډالر انعام ټاکل شوی دی.
پېلون د کارټل د پخواني مشر نیمېسیو روبېن اوسېګېرا سروانتس، چې په «اېل مېنچو» مشهور و، له وژل کېدو وروسته د کارټل مشري ترلاسه کړې ده.
د کارټل د نورو لوړپوړو غړو لپاره هم اووه نور انعامونه ټاکل شوي چې اندازه یې له ۲ میلیونو تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د کارټل د تړلو ۶۵ کورنیو غړو، اړوندو کسانو او نږدې همکارانو باندې هم د ویزې محدودیتونه لګولي دي. له دغو کسانو څخه د ۲۶ کسانو ویزې تر اوسه لغوه شوې دي.
د نورو انعامونو له ډلې څخه یو پر (اودیاس فلورېس سیلوا) نومي شخص باندې د ۱۵ میلیون ډالرو انعام ټاکل شوی چې په «هاردینرو» مشهور دی. د هغه په اړه د معلوماتو انعام مخکې ۵ میلیون ډالره و. د ګونزالو مېندوزا ګایتان، چې په «ساپو» مشهور دی او د اوسېګېرا سروانتس د زوم هولو البرتو کاستییو رودریګېس چې په «چورو» مشهور دی، لپاره هم د هر یوه په اړه د معلوماتو دپاره تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی.
د ریکاردو رویز وېلاسکو، چې په «تریپا» په نوم هم شهرت لري، هولو سېزار مونتېرو پینسون، چې په «اېل تارهېتاس» مشهور دی، او کارلوس اندریس ریورا وارېلا، چې په «لا فیرما» مشهور دی، د هر یوه په اړه تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې، او د ګریسلدا مارګاریتا ارېندو پینسون لپاره تر ۲ میلیونو ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی.
دغه انعامونه د امریکا د قانون پلي کوونکو متحدینو سره مرسته کوي چې د دې سازمان مشرتابه کمزوری او له منځه یوسي.
تېر کال د ټرمپ ادارې CJNG د بهرني ترهګریز سازمان (FTO) او ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر (SDGT) په توګه نومولی و.
مرستیال وزیر ګونزالس وویل: «موږ به له خپلو ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلو چې دا بېرحمه بهرني ترهګریز سازمانونه وموندو او له منځه یې یوسو او امریکا له هغه تاوتریخوالي او نشهيي توکو څخه وژغورو چې کورنۍ او ټولنې یې ویجاړې کړې دي.»